د جیو تلویزیون ځوان خبريال ولي خان بابر په کراچې کې ووژل شو
نن ټکی آسیا
پرون د پاکستان په کراچې ښار کې د جیو تلویزیون یو ځوان ژورنالست ولي خان بابر په ډزو ووژل شو.
ولی خان بابر چې صرف د 24 کالو وو، د 18 کالو په عمر یې د جیو تلویزیون چې د پاکستان تر ټولو مهم خبري چېنل دی سره کار شروع کړ، او پرون د کراچي ښار د لیاقت آباد په سیمه کې د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو وویشتل شو.
د یادوني وړ ده چې د ژورنالسټانو ټولني پاکستان د ژورنالیزم لپاره تر ټولو خطرناکه هیواد بللی وو، او په تیر کال کې د ژورنالیستانو قتلونه هم تر نورو هیوادو په پاکستان کې تر ټولو زیاته وه.