افغانستان

زابل: د ايساف په بمبار کې پنځه بهرني پوځيان وژل شوي

نن ټکی اسيا: زابل ولايت څخه رارسيدلي خبرونه وايي، چې ارغنداب ولسوالۍ مګزک سيمه کې د بهرينو عسکرو او طالبانو تر منځ د نښتې پر مهال د ايساف پوځي چورلکو غوښتل، چې پر طالبانو بمبار وکړي، مګر په تېروتنه يې خپل عسکر بمبار کړل، چې له امله يې پنځه بهرني عسکر وژل شوي اوګڼ نور ژوبل دي.

د ايساف لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د هيواد سويل کې يې پنځه عسکر وژل شوي دي. ايساف د پېښې دقيق ځای او د وژل شويو عسکرو هويت او د وژلو لامل نه دی په ډاګه کړی، خو د زابل ولايت چارواکي وايي، چې ياده پيښه د ارغنداب ولسوالۍ مګزک سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې ايساف ځواکونو د جګړې پر مهال له هوايي ځواکه مرسته وغوښته او د ايساف چورلکو په تېروتنه پر خپلو پوځيانو بمبار وکړ.

خبر زياتوي، چې ياده پېښه کې د ايساف پنځو عسکرو په ګډون يو ژباړونکی او د ملي اردو يو عسکر هم وژل شوي دي.

د عيني شاهدانو له قوله مګزک سيمه کې بيګا شاوخوا نهه بجې د امريکايي عسکرو چورلکو پر خپلو پوځيانو بمبار وکړ او د ګڼو بهرنيو پوځيانو مړي او بدن غړي يې سيمه کې ليدلي دي.

د يو بل خبر له مخې افغانستان کې د بهرنيو عسکر “ايساف” دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د هېواد لوديځ کې د ايساف يو عسکر په غير پوځي پېښه کې وژل شوی دی.

ايساف د خپلې کړنلارې له مخې د وژل شوي عسکر هويت او د پېښې دقيق ځای نه دی ښودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x