د یوه بریالي واده لپاره پنځلس کلیدي پوښتنې

ژباړه: عطا محمد میاخېل

فکر کوئ، چې نیم ورک شوي څیزونه مو موندلي دي؟ د دې پنځلس پوښتنو ځواب له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو د خپل واده په اړه مثبت لید پیدا کړئ او دا ډاډ تر لاسه کړئ، چې یو د بل له پاره جوړ شوي یاستئ او له یو بل سره به زاړه شئ.

زموږ ډېری تصمیم نیونې برخلیک ټاکنونکې دي؛ زموږ زده کړنیزه څانګه، هغه دنده  ده چې ټاکو یې، هغه دوستان، چې انتخابوو یې او تر ټولو مهمه مېرمن/ خاوند، چې غواړو خپل ژوند او راتلونکې ورسره شریکه کړو. ارواپوهان وایي، چې عاطفي اړیکه ډېره زیاته ارزښتمنه ده، ځکه زموږ په روغتیا کې ټاکونکی رول لري او له عصبي فشارونو سره، زموږ چلند تر اغېزې لاندې راولي.

له کومه ځایه کولای شو، پوه شو چې د ژوند د شریک په ټاکنه کې مو تېروتنه نه ده کړې؟ په ډاډ سره ویلی شم، چې سل په سلو کې سمه او ډاډمنه لاره شتون نه لري؛ خو کولای شو د علمي پوښتنو ترڅنګ د زړه د هغه حس په مرسته، چې د خپلې اړیکې په اړه یې لرو، ډاډمنې پایلې ته لاسرسی پیدا کړو.

وړاندیز کوو، د پوښتنو له لوستلو څخه مخکې، په دې اړه فکر وکړئ، لکه څنګه چې د یوه ورزشي ټیم په ترکیب کې هڅې کېږي، ترڅو تر ټولو غوره کس وټاکل شي، موږ هم هڅه کوو، د خپل یو عمر ګډ ژوند له پاره تر ټولو غوره فرد وټاکو؛ ځکه چې په واقعي نړۍ کې ایده آل انسان شتون نه لري.

د کلټنر لېست:

پنځلس ټاکوونکې پوښتنې، چې لاندې به یې ولولئ د ( کلټنر ) له لېست څخه اخیستل شوې، دا لیک لړ د بېل جېمز په نامه د بېس بال یوه پېژندل شوي شنونکي ترتیب کړی، ترڅو په یو شمېر پوښتنو سره، چې د هو او نه ځواب لري، د لوبغاړو وړتیا او په لوبو کې د هغوی د چانس حضور وسنجوي.

په هو او نه سره د همدې کلیدي پوښتنو ترکیب، له موږ هر یوه سره د خپلې عاطفې اړیکې په ارزیابۍ کې مرسته کوي. د ښه ذوق لرونکي ارواپوه او د عاطفي اړیکو کار پوه  ګري لوانډوسکي د انساني اړیکو له پاره د کلټنر لېست ته بدلون ورکړی او هڅه یې کړې ده، چې د یوې اړیکې په خوندیتوب کې تر ټولو مهم عوامل مراعات کړي. هغه وایي: که چېرې ستاسو له پاره پایله مهمه ده، نو په بشپړه توګه رښتیني واوسئ او په ډېرې ځیرکۍ پوښتنو ته ځواب ورکړئ، خو که چېرې ځان ته درواغ ووایئ، نو له غلطې پایلې سره به مخ شئ. تاسو ته سپارښتنه کوو، چې د لوانډوسکي په وینا په رښتینې توګه هرې پوښتنې ته په هو او نه سره ځواب ورکړئ:

۱ ـــ آیا مېرمنې مو له تاسو څخه یو ښه انسان جوړ کړی؟ آیا تاسو هم د هغې له پاره دا ګام پورته کړی؟

۲ ـــ آیا تاسو دواړه یو بل ته د احساساتو په بیانولو، په یو بل باندې په تکیه کولو او له یو بل څخه په مرسته غوښتلو کې د هوساینې او آرامتیا احساس لرئ او پوهېږئ، چې یو بل به سره نه پرېږدئ؟

۳ ـــ آیا تاسو دواړو یو بل مو په هماغه ډول چې یاستئ منلي او په یو بل کې د بدلون د رامنځته کېدو اړتیا نه وینئ؟

۴ ـــ آیا خپل مخالف نظر یو بل ته په ډېرې آرامۍ او درنښت سره وایئ؟

۵ ـــ آیا تاسو دواړه په تصمیم نیونه کې ښکېل یاستئ او په اړیکه کې ځان اغېزمن ګڼئ؟

۶ ـــ آیا تاسو دواړه د یوبل غوره دوست یاستئ؟

۷ ـــ آیا تر ډېره چې د زه او ته په اړه فکر وکړئ، د موږ اوسېدلو احساس لرئ؟

۸ ـــ  آیا کولای شئ، چې په ټولنیزو رسنیو کې د خپل اکونټ پسورد او یا د بانکي کارټ کوډ د یو بل په واک کې ورکړئ؟

۹ ـــ آیا د یو بل په اړه واقع بینانه او مثبت نظرونه لرئ؟

۱۰ ـــ آیا ستاسو مېرمن او نږدې دوستان مو په دې باور دي، چې یوه ښه او پایښت لرونکې اړیکه لرئ؟

۱۱ ـــ آیا ستاسو اړیکه له کرکې، حسد، خیانت او په یو بل باندې له نیوکه کولو څخه تشه ده؟

۱۲ ـــ آیا ګډ سیاسي او مذهبي لید لوری لرئ؟ آیا واده ستاسو دواړو له پاره په یوه کچه مهم دی او د ماشوم لرلو او د هغه د روزنې د ډول په اړه موافقې ته سره رسېدلي یاست؟

۱۳ ـــ آیا تاسو دواړه د یو بل له پاره سر ښندنې ته چمتو یاست؟

۱۴ ـــ آیا تاسو دواړه له اروایي پلوه سم او با ثباته شخصیت لرئ؟

۱۵ ـــ آیا د خپل واده له اړیکې څخه د خوښۍ او خوشالۍ احساس لرئ؟

د امتیاز محاسبه:

د ښې او پایښت لرونکې اړیکې د لرلو له پاره، اړتیا نه شته، چې پنځلس واړو پوښتنو ته ځواب ورکړئ. کله وخت ښایي، په دې وو کې کومه پوښتنه د ستاسو او د خاوند له نظره مو د ارزښت وړ نه وي او وغواړئ، چې لرې یې کړئ، په دې حالت کې، که چېرې هر څومره ډېرو پوښتنو مثبت ځواب ورکړئ، نو د اړیکې پایښت مو لا پسې زیاتېږي.                لوانډوسکي وایي: انساني اړیکې ډېرې پېچلې دي، که څه هم دا لېست ستاسو د اړیکې په اړه ښه لید وړاندې کوي، خو هېڅوک نه شي کولای، چې سل په سلو کې د یوې اړیکې پایښت تضمین کړي.                                        

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمدزی
میلمه
احمدزی

زه وایم دا خیالی نظریاث دی ددی لپاره فرض کروستا سو دپوشنی نه علاوه که په نورو زیاتو مواردوکی هم دوه کسان هم فکره وی بیا هم دکورنی محیط(جای)تاکونکی رول زیاد اهمیت لری اوروپایی جامعه چه کورنی ارزشتونه یی نزدی صفری حد ته رسیدلی ددی شه بیلگه ده

درانی@#
میلمه
درانی@#

دا هسی عبث خبری دی.