fbpx

نبي که راشد، څوک به د سنرایزز حیدر اباد لوبډلمشر وټاکل شي؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ وری، ۱۳۹۶ل): د هند تجارتي سیالۍ کې چې د راروانې اپریل میاشتې په اوومه نېټه پېل کېدونکي دي، د راشد خان او محمد نبي لوبډله له یو شمېر ستونزه سره مخ شوه.

د سنرایزز حیدر اباد لوبډلې پخوانی لوبډلمشر ډیویډ وارنر چې د استرالیا لوبډلې مرستیال مشر هم ټاکل شوی و، د سویلي افریقا په وړاندې په ټيسټ لوبه کې د لوبډلمشر او نورو لوبغاړو ترڅنګ د توپ خرابولو په تور له مرستیال مشرۍ لرې کړل شوی.

نوموړی چې تېر کال یې هم د هند په تجارتي سیالیو کې د سنرایزز حیدر اباد لوبډلې مشري سرته رسولې، د استرالیا کرېکټ بورډ لخوا پرې د لوبو بندیز لګېدلی، دده ترڅنګ د استرالیا لوبډلمشر سټیو سمیت هم په یاد تور له سختو حالاتو تېریږي، نوموړی هم د راجستان رائلز لوبډلمشرۍ څخه لرې کړل شو.

په داسې وخت کې چې په آی پي ایل کې د ډیويډ وارنر نه شتون یې لوبډلې ته ستونزې رولاړې کړي، هم یې لوبډله د نوي لوبډلمشر د ټاکلو په اړه سوچ کوي، چې اټکل کیږي محمد نبي یا هم راشد خان د لوبډلمشر په توګه وټاکي.

محمد نبي چې ډېر وخت یې د افغانستان ملي لوبډلې مشري کړې، تېر کال یې په بنګلدیش پریمئیر لیګ کې هم د خپلې لوبډلې مشري په مخ وړې، چې اوس په آی پي ایل کې د ډیویډ وارنر په نه شتون د خپلې لوبډلې مشرۍ لپاره غوره نوماند دی، چې دده وړتیا ته په کتلو سره ډېر امکان شته لوبډلمشر وټاکل شي.

سربېره پر دې د سنرایزز حیدر اباد لوبډله د راشد خان او کین ویلیمسن په اړه هم د لوبډلمشرۍ په اړه فکر کوي، راشد خان په شپږیزه افغان لیګ کې د بند امیر ډراګونز لوبډلې مشري کړې او تېر کال یې ددغې سیالیو جام هم خپل کړی و، او په غوراوي سیالیو کې يې د اصغر ستانکزي په نه شتون هم لوبډلمشري پر مخ ویوړه.

له بل اړخه د نیوزېلنډ لوبډلې مشر، کین ویلیمسن هم د لوبډلمشرۍ لپاره غوره نوماند دی، نوموړی د خپلې لوبډلې کامیاب مشر دی، چې تېر ۲۰۱۷م کال کې د سنرایزز حیدر اباد لوبډلې لخوا په توپوهنه کې هم غوره ثابت شوی و، همدا ډول په دغو نوماندانو کې د شکیب الحسن نوم هم یادیږي، نوموړی غوره آلراونډر دی، او په اوس وخت کې د خپلې لوبډلې مشري هم په غاړه لري.

شاید په راتلونکې نیږدې کې د سنرایزز حیدر اباد لوبډله یو له تېرو نوماندانو څخه یې لوبډلمشر وټاکي، تر څو لوبډلمشري په ښه توګه سرته ورسوي.

د یادونې وړ ده چې د هند تجارتي سیالیو یوولسم پړاو به د اووم اپریل څخه پېل او په ۲۷ مۍ پای ته ورسیږي، په دغو سیالیو کې د افغانستان لخوا محمد نبي، راشد خان، مجیب ځدراڼ او ظاهر خان اخیستل شوې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د