راشد خان له لومړي نمبر څخه دویم ته راښکته شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ وری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان سوکه غوره توپ اچونکی راشد خان د کرېکټ په نړیواله درجه بندۍ کې په توپ اچونه کې له لومړي نمبر څخه دویم نمبر ته راښکته شو.

نوموړي په غوراوي سیالیو کې چې په زمبابوې کې ترسره شوې، اطمناني توپ اچونه ترسره نه کړه، چې له امله یې دده نمبرې کمې او د هند چټک توپ اچونکي جیسپریټ بومرا نمبرې پورته شوې.

راشد خان اوس د کرېکټ په نړیوال رینکینګ کې په توپ اچونه کې د ۷۶۳ نمبرو سره په دویم نمبر دی، چې جیسپریټ بومرا د ۷۸۷ نمبرو سره د لیست په لومړي نمبر کې ځای لري.

۱۹ کلن راشد خان په غوراوي سیالیو کې د لوبډلمشرۍ او په سیالیو کې د ماتې خوړلو د فشار له امله ونشو کړای غوره توپ اچونه ترسره کړي، چې له کبله یې د رینکینګ نمبرې ښکته شوې.

نوموړي پخپله لوبډلمشرۍ کې په ټولو لوبو کې ۸ لوبغاړي وسوځول، چې له لوبډلمشرۍ وروسته یې په یوازې ۲ لوبو کې ۸ ویکټې واخیستې.

له بل اړخه مجیب ځدراڼ په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې وځلېد او په رینکینګ کې پورته شو، نوموړي په غوراوي سیالیو کې غوره توپ اچونه ترسره کړه، چې په ۱۶ اوسط سره یې ۱۶ ویکټې ترلاسه کړې، او د کرېکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې په یوویشتم نمبر شو.

د یادونې وړ ده چې ملي لوبډله نن سه شنبه له غرمې وروسته له زمبابوې څخه هېواد ته د یو تود هرکلي سره راستنه شوه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د