افغانستان

طالبانو د کندهار او شاوخوا ولایتونو د علماو تر منځ جوړه ورکړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ وری، ۱۳۹۷): نن ټکی اسیا ته په یوه اوږد سند کې هغه پریکړه رسیدلې چې په دې وروستیو کې د طالبانو د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسون له خوا د علماو تر منځ د جوړجاړۍ په خاطر شوې ده.

په سند کې د کندهار د ځینو علماو نومونه اخیستل شوي چې په منځ کې يې دځینو فقهي فرعي مسایلو اختلاف عام مسلمانان په تشویش کې اچولي وو او دغه اختلافونو د شاوخوا څلورو کلونو لپاره ادامه وکړه.

په پریکړه لیک کې ویل شوي چې د علماو تر منځ په روغه جوړه کې تر ډیرو تحقیقاتو، هیئتونه او ملاقاتونو وروسته بالاخیره پر یوه ۱۲ ماده ییزې پریکړې باندي د ټولو اړخونو اتفاق راغلی، چې د راتلونکې روژې میاشتې تر اولې پوري به عملي کیږي.

ځکه چې دغه سند د رسمي مرجع څخه نن ټکی اسیا ته نه دی رسیدلی، د بشپړ نشر څخه یې ډډه کوي خو ددغه سند تایید نن ټکی اسیا ته په غیر رسمي ډول شوی او ویل شوي چې پرېکړه شاوخوا یوه میاشت تر مخه شوې او ټول اړخونه ځیني خوښ دي.

په هغو ۱۲ مادو کې چې پریکړه باندي شوې، اکثره یې نصیحتونو او توصیې دي چې په شرعي نصوصو استدلال باندی شوی او علماء کرام اتحاد و اتفاق ته را بلل شوي دي او ټینګار باندي شوی چې د هغو مسایلو د څیړولو څخه دي په علني توګه ډډه وکړي چې اختلافونه را پاروي، یو پر بل دي د سلفي، وهابي، بدعتي، بریلوي وغیره تورونه نه پوري کوي او نه دي هم جزوي اختلافونه ددې سبب ګرځوي چې په عوامو کې ددوی وقار او عزت ته صدمه ورسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد قرقان

السلام علیکم الله ج دی دا اختلاف ورک کړی دیر خوشهاله سولم او تاسو ته دی هم الله جل جلاله اجر درکړی محترم که لیک په بشپړ ډول سره نشر سی دابه ډیره ښه وی تر څو دپریکړی په اړه ټوله مسلمانان ښه سم اګاه سی نو ستاسو څخه داهیله ده چی دا پریکړه لیک په بشپر ډول نشر کړی داچی تاسو لیکلی دی چی لیک درسمی منبع څخه ندی درته رسیدلی نو هیله ده چی تاسو درسمی منبع سره په تماس کی سی او دپریکړه لیک نشر کول ډیر اړین اوضروری ګڼم څکه چی واقعا دی اختلافاتو په مسلمانانو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x