دا ماشومان څوک او ولي داسي پراته دی؟ د دنيا له رنګينيو دغه محرومه ګلان اخر څه ګنا لرى؟ انځورونه

لیکوال: هارون مومند

د جلال اباد ښار د بزازۍ په چوک کى دغه ماشومان دسهار نه تر ماښامه پداسى حال کى پراته وى چى ان تر ماښامه خپلى سترګى نه پرانيزى .

اوس سوال دادى چى  ايا دغه ګلانو ماشومانو ته داسى کومه نشه ورکول کيږى چى تر ماښامه سره لمر ته په سرک له حرکته لويدلى پراته وى ؟

د دنيا د رنګينيو دغه محرومه ګلان اخر څه ګنا لرى ؟

که خبر دغربت شى خو ټول هيواد غريب دى او کنه کومه پروژه ده نو دى ماشومانو سره دومره ظلم ولى وشى ؟

زما په فکر هيڅوک په خپل ماشوم دومره ظلم نکوى.

يوه ورځ نده دوه ندى ټول عمر ته ماشوم پټي سترګى په سرک واچوه ايا په شل قسمه روحى ناروغيو به مبتلا نشى ؟

دولت ته پکار دى چى پدى اړه لدى ښځي نه چى دغه ماشومان يي د خپل بزنس وسيله ګرځولى جدى پوشتنه وشى او په اړه يي لازم اقدام وشى.

دغه ښځه هم په ډيرى بى شرمۍ خپله خوله د سهار نه تر ماښامه خلاصه کړى وى او ددى ګلاليو ماشومانو په نوم خيرات غواړى.

نو اوس سوال دادى چى دولت دا د امن کورونه مردګاوۍ ته جوړ کړيدى او که ددى ماشومانو هم پکى حق شته
دغه ماشومان بايد داسى ددولت په چوکاټ مراکزو ته انتقال شى چى هم تعليم وکړى او هم ورته ډوډۍ ورکړل شى..

ځکه خبره ټوله د ډوډۍ ده او که کوم چارواکى يي په اړه اقدام نکوى نو ايا خپل اولادونه نلرى هغوى پدى ډول دليدلو توان لرى ؟

په والله العظيم چى ددى ماشومانو حالت مو وژړوى که له نږدى يي ووينۍ

د انسانى همدردۍ پر بنياد يي شير کړۍ تر څو چارواکى يي په اړه تصميم ونيسى

مننه

دا چی دا ماشومان ددوی حپل نه دی نو دولت یی ولی پوښتنه نه کوی سه شو حقوق بشر زمونږ داستاد محترم خبره چی دا بشر حقوق دځوانو ښځو دځوانی خریداران دی دا او دی ته ورتی نوری موضوع ګانی څه کوی دننګرهار والی صیب باید په دی اړه کلک تصمیم ونیسی او که وسه نه کیږی مرکزی حکومت دی ددی مظلومو ماشومانو حال وګوری.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Zadran
میلمه
Zadran

هارون مومند صاحب.څومره ښی پوښتنی د کړی دی.دا ستا د تولو پوښتنو یو ځواب دی،هغه دا چه دا ټولی بد بختی دا جنګ دا لاسه،او فعلا دا یو اندازه خوش بخته پدا دی چه لا تراوسه دا ماشومان دا ځانمرګیو تریڼنګ کوولو ته په لاس ندی وارغلی.له دا څخه علاوه نور په زرګونو ماشومان په بد ه حالات کی دی.ټول افغانستان دا پاڼ او پړانګ تر منځ دی،یو طر ف ته طالیبان او بل طرف ته امریکایان.لا امریکایانو خو ګیله نکوو،ځکه چه هغوی خارجیان دی ،افغانانان او موسلمانان نه دی.ډیره ګیله مو له طالیبانو څخه ده.ځکه چه یو خو افغانان… نور لوستل »

محمود
میلمه
محمود

ځدران صاحب ، زما په خیال تاسی څه عصبی ستونزی لری ، غجبینه خبره لیکی ، [ یو خوا امریکایان او بل خوا طالبان جنګ کوی ] بیا وایاست [ چه له طالبانو مو ګیله ده غنی سوله غواړی خو طالبان سوله نه کوی ] نو نیجه یی [[ دغه ماشومان دی ]] ځدران صاحب : خپل کور مثال کړه که ستا په کور د بل کلی کافر هم پریږده ستا د اکا زامنو په ملتیا مسلمان یرغل وکړی ، ، ټاټوبی دی اشغال کړی او هماغه ستا د اکازامنو ته ستا د کور مشری ورکړی هم ستا د اکا… نور لوستل »

Zadran
میلمه
Zadran

محمود صاحب.ټول امریکایان د اوباما په واخت کی واتل،خو تالېبانو جانګ ته داسی شدت ورکړچه امریکیان بېرته را واګرځیدل.زما په فکر امریکیایانو مرګ تاسو ته ډیر مشکل دی.هغوی سخت ځانونه ساتی.تاسو فقط افغانان بیګناه او بی چاره افغانان په ځانمرګیوکی په شهادت راسوی.چه ښه مثال دا څو ورځی مخکی د لښکرګاه بیګناه خلکو قتل وه.چه له یو کورنی څخه پنځه کسه په کی وو.څلور یی زامن او یو یی پلار وه.په کوم ګناه هغوی قتل شول،په کوم دین کی د هغوی قتل روا وو.تاسو افغانان وژنی او پیغور یی امریکایانو ته ورکوی.اسلام د رحم د صلح دین دی.تاسو په خپلو… نور لوستل »