افغانستان

د زابل نظم عامه پولیسو دوه خبریالان وهلي

د زابل په مرکز کلات کې د دې ښار د نظم عامه پولیسو له خوا د یووالي راډیو خبریال نثاراحمد څپاند او د هغه ملګری عیسی محمد قلمیار ډبول شوي دي. نثاراحمد څپاند وايي چې د نظم عامه پولیسو د لوبو په میدان کې دی د یو عکس په اخیستو وواهه او کیمره يې ورماته کړه.

د ده په خبره د لوبوپه میدان کې د دوو لوبډلو ترمنځ یوې هغې يې لوبه وګټله او ده يې د خوښي د څرګندولو په وخت عکس اخیست چې د عسکرو تر برید لاندې راغی.
د عیني شاهدانو له خولې دغه پولیسان د شیخ متي لوبډلې مخالف و او د اتحاد لوبډلې پلویان وو، ځکه خو يې څپاند د شیخ متي لوبډلې د عکس اخیستو ته پرې نه ښوود.
د روان کال په دریو میاشتو کې د خبریالانو په وړاندې د تاو تریخوالي دا شپږمه پېښه ده. تر دې وړاندې د روان کال د حمل په شپاړلسمه په ننګرهار کې د پژواک کیمره مین د ملي اردو عسکرو له خوا دومره وهل شوی و، چې تر روغتونه ورسول شو، ورپسې  په پکتیا کې ازاد خبریال لمر نیازی د دولتي چارواکي ساتونکو وواهه او له هغه وروسته بېرته په ننګرهار کې د ژوندون راډيو تلویزون خبریال زیارخان یاد د دې ولایت د نظم عامه پولیسوله خوا وډبول شو.
تر دې پېښو وروسته په کندهار کې داتمې حوزې د آمر جاجو په وژنه د کندهار خبریالان د پېښې د پلټنې په موخه تر ګواښونو او ښکنځلو لاندې راغلل.
دا په داسې حال کې دی، چې په تېرو ټاکنو کې هم رسنیو له دولت سره ژمنه وکړه چې د ټاکنو په ورځ به د ناامنۍ پېښې نه خپروي، د راتلونکو ټاکنو لپاره هم خبریالانو ژمنه کړې چې پوره هڅه به کوي، چې یوه امنیتي پېښه هم یاده نه کړي، که څه هم د کندهار خبریالانو له دولتي او نظامي سیستم سره پرېکون اعلان کړی و، خو پرون يې خپل پرېکون بېرته واخیست او په خبره به يې دوی به هم دې ژمنې ته وفادار وي، چې د ټاکنو په ورځ به د ناامنۍ پېښې نه خپروي. په داسې حال کې چې کندهار مېشت خبریالان تل له دولتي مسوولینو سر ټکوي او ځینو خو يې په خپله فیسبوک پاڼه کې ښکاره ويلي، چې د طالبانو له خوا ورته هیڅ نه ویل کېږي، خو چارواکي يې تل ښکنځي.
د چارو د شنونکو له نظره د ټاکنو په ورځ د پېښو د راپورونو نه خپرول  له ولس سره د غداري په معنی دی، او په خبره يې زیان به کم نه؛ بلکې لاډېرکړي.
یاده دې وي چې  طالبانو له خوا له رسنیو نه پرلپسې غوښتل شوي چې خپل بې پرېتوب دې وساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x