افغانستان

افغانستان د پاکستان سفیر احضار کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ وری، ۱۳۹۷): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د سفارت لومړۍ مسؤول وزارت ته احضار کړی او هغه ته یې پر افغانستان د توغندي ویشتلو پر سر رسمي احتجاج کړی دی.

په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې د پاکستان له لوري د افغانستان اړخ ته په کونړ ولایت کې شاوخوا ۱۱۰ توغندي، راکټونه او هاوانونه لګېدلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې سره سم دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستاني ځواکونو له لوري د افغانستان پر خاوره د توغندیو بریدونه کیږي، او افغانستان تل په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې او د پاکستان له سفیر څخه یې غوښتي چې زمونږ اندېښنه بیا هم خپلو چارواکو ته ورسوي تر څو د ورته سرغړونو مخنیوی وشي.

باید وویل شي چې ددې تر مخه د کونړ مسؤولینو رسنیو ته ویلي وه چې په څلورویشتو ساعتونو کې د پاکستان له لوري د دانګام ولسوالۍ او شاوخوا سیمو کې ۱۱۲ توغندي ویشتل شوي چې له امله یې مالي تاوانونه اوښتي دي او خلک د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x