نظــر

بامیاني رومیو او ژولیت ـ یوه بله ډرامه

یو دوه کاله وړاندې مې د بامیانو او دایکندې ځينې سپین ږېري په یوه ويډیو کې ولیدل، چې په ژړا يې غوښتنه کوله، چې طالبان دې دوی سیمو ته ورشي، او دوی دي د ډیموکراسي له بې شرمه توپانه وساتي. د طیارې او موټر سایکل په دې بې نمونې جنګ کې ځینو دا ويډيو ساختګي بلله او په خبره يې طالبان هسې ځان مطرح کول غواړي، چې ګواکې موږ خو خلک په خپله غواړي.

خو ما چې په ویډیو کې د سپین ږیرو عزتمنو اوښکو ته کتل دروغ راته نه ښکارېدل، هغوی په ژړا کې وايي چې موږ په خپل اولادونو واک نه لرو، لوڼې مو ښکاره له پردیو زامنو سره لاس په لاس ګرځي، خو که غږ پرې وکړو بس پېغله لور رانه (خانه امن) ته بيايي، چې بيا يې نو په برخلیک چرسي پولیسان ملنډې وهي.

پر دې سربېره ماویل، چې طالبانو نو کله په کوم کلي کې ټولپوښتنه کوله چې ته صبر څوک مو غواړي، څوک نه؛ هغوی د خپل مسوولیت له مخې وړاندې ځي او تل په ولس غږ کوي، چې همکاري راسره وکړئ، نور نو دا معنی نه لري، چې که ولس ورته شاکړي نو دوی به کرار کېني، د هغوی هوډ د موټرسایکل او طبارې د یوویشتمې  پېړۍ بې مثاله جنګ ټکنی نه کړ.

وروسته له هغې مې بامیانو ته پام شول، هلته د کرزي د بدنام رژیم له پیله تراوسه حبیبه سرابي ټیکه داره وه، نه يې چا د لرې کولو څه ویلي او نه يې هم د بدلون او نه هم چا ورته په ښه کار کوم مډال ورکړی. خو پر دې سربېره له ناټو والو سره د حبیبې سرابي اړیکو دا دومره زړوره کړې ده، چې نه د کرزي په کیسه ده او نه هم د ګل اغاشیرزي یا عطا محمد نور؛ بامیان بېخې یو بل جمهوریت بولي. هلته دیني مراسم، لهجه، عنعات ټول د پردیو له خوا واردېږي او تطبقېږي لا روان دي.

د افغانستان په تاریخ کې کرزي د دیارلس کلنې تورې دورې تر ټولو بد داغ د جنسي تيریو راپیداکېدل و، زه تل دا وایم چې همدا کسان به ممکن د کرزي تر رژیم وړاندې هم اوسېدل خو د دې زمینه ورته نه وه مساعده او حامد کرزي د ډیموکراسي په زور دا زمینه هم ورته مساعده کړه. پر دې سربېره يې دا دود هم جاري کړ، چې که د چا له خور ـ لور سره دا پېښه کېده هغه باید له خورـ لور سره یو ځای په رسنیو کې خپل غږ پورته کړي!!!

له دې يې مقصد دا دی، چې یواځې دغه پېښې عادي وښيي او خلکو ته يې داسې تلقین کړي چې دا دومره دشرم خبره نه ده، چې مړي پرې وشي، بس راډیو تلویزون کې غږ پورته کړه. ښه مې یاد دي، چې کله به د طالبانو په وخت کې موږ په خپل کور کې راډیو کې غږوله نو چې کله به د بې بې سې په څپو کومه سندره راغله، ورور به مې ژر څپه بدله کړه، د ټولې کورنۍ تر مخ مو دسندرې اورېدو بې شرمي نه کوله، مګر اوس په ډېرو کورنیو کې د خورـ مورـ وروـ پلار او وریندارګانو په ګډون د جنسي تېري د پېښې اورېدوته کلک بوڅ غوږونه ناست وي. دا بدلون همدې ډيموکراسي راووست.

د هېواد په تاريخ کې لومړی ځل د بامیانو یو تن اوسېدونکي په خپلې شپاړلسې کلنې لور جنسي تېری وکړ، چې رسنیو ته په راوتو کې يې بشري لېوانو ـ ژورنالیستانو او بشري حقوقو مدافعانو ـ ډېر کار وکړ. له هغې پېښې وروسته نږدې میاشت مخکې اریاناسعید پاړسي سندرغاړي په همدې ولایت کې دنایجیريايي پېغلو سره د همدردۍ په نامه مظاهره وکړه. اوس بله کیسه ده. دا څو ورځې په رسنیو کې د بامیانو د دوو تنو ـ هلک اونجلۍ ـ د عشق داستان تاوېږي راتاوېږي.

نیویارک ټایمز پرې امریکا خبره کړه او دغه دوه فراري عاشقان يې (بامیاني رومیو او ژولیت) بللي دي. د بامیانو اتلس کلنه تاجکه ذکیه او یویشت کلن هزاره محمدعلی له بامیانو تښتېدلي کابل ته او په کابل کې بیا پولیسو نیولي. د دې ډرامې د پیل نږدې اته میاشتې کېږي. نیویارک ټایمز وايي چې دغه جوړه له بامیانو په پښو کابل ته راغلې او په کابل کې د نجلۍ وروڼو  محمد علي په پولیسو نیولی او نجلۍ يې په (خانه امن) کې خوندې کړې ده. دغه عاشقان چې آن امریکایان په نیویارک او لاس ګاوس کې پرې ژبې خوږوي وايي چې موږ له وړکتوبه سره بلد وو او په خبره يې دواړو په خپله خوښه واده هم سره کړی او نجلۍ حامله هم ده. خو د نجلۍ کورنۍ يې نه مني.

په کابل کې د لومړۍ حوزې آمرې جملې بیاض د نجلۍ په پلار پټکې کړې او ورته ويلي يې دي، چې دا د بشري حقوقو او مدني قوانینو په رڼا کې د واده حق سره لري. ته يې باید مخالفت ونه کړې. د نجلۍ پلار د خپل افغاني غرور له امله ژاړي او وايي چې لور يې مېړوښه ده، بل چاته مو ورکړې وه، له دې هلک سره راتښتېدلې ده. مګر نجلۍ ورته وايي چې پلار يې دروغجن دی، که يې مړه هم کړې له دې هلک سره به وي.

په رسنیو کې د دې پېښې پرلپسې تکرار بې ضمیره ژورنالیستان ځکه کوي، چې خپلو بادارنو د ډیموکراسي تحقق وروښيي او هم په کلیو او بانډو کې داسې یو ذهنیت خپور کړي چې که نجونې له کوره وتښتي هم په کابل کې په خانه امن کې بېغمه ساتل کېږي او جنابه بیاض به يې مدافعه هم واوسي.

د کفري ډیموکراسي ډېر تمرکز پر دې دی چې په افغاني ټولنه کې پاتې عفت ولوټي او د ازادۍ پرنامه عزتونه له منځه یوسي. خو خیبري ګوزارونه د سپېڅلو پرېښو زېری راکوي. ان شاء الله

لیکوال: ډاکټر عطامحمد رحیمي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x