د سولې د خواست مناسب ځای موسی کلا ده که شوراب؟

زخمي افغان

خبر وایي د هلمند په مرکز لښکرګاه کې یوه ډله خلک را غونډ شوي دي او د سولې غوښتلو لپاره یې د تحصن او لاریون اراده کړې، بي بي سي راپور ورکړ چې دغه خلک غواړي د هلمند شمالي ولسوالۍ موسی کلا ته لاړ شي او هلته طالبانو ته د سولې ځولۍ وغوړوي.

رښتیا خبره دا ده چې اولس ملامت نه دی، د افغانستان خلک واقعا همدومره ځوریدلي، ستړي شوي او د سولې ارمانجن دي چې باید د دې ستر ارمان د پوره کیدلو لپاره هر ډول اقداماتو ته لاس واچوي. موږ وینو چې په تیره نیمه پیړۍ کې زموږ په اولس کوم ډول ناخوالې، سختۍ او مصیبتونه تیر شول، په خاص ډول په تیرو اوولسو کلونو کې مو اولس پرلپسې له بې امنیتۍ او اضطراب سره مخامخ دی. له دې حالت نه د وتلو لپاره او په هیواد کې د سرتاسري سولې او ټیکاو راتلو لپاره هر حرکت او اراده د ستایلو وړ ده. نو بناء د سولې له ضرورته هیڅوک منکر نه دي، البته دا خبره د بحث وړ ده چې سوله څنګه راتلای شي؟ د جګړې اصلي عوامل څه دي؟ سوله چا تروړلې او له چا نه باید د سولې خواست وشي؟

په افغانستان کې د روانې جګړې اصلي اړخونه امریکایان او د هغوی په وړاندې جنګیدونکي طالبان دي. امریکایان د خاورینې کُرې له بل اړخ څخه راغلي او زموږ په هیواد کې یې د پوځي اډو په جوړولو سربیره د دې هیواد ټول اختیارات په لاس کې اخیستي. د امریکایانو راتګ ازادي غوښتونکي افغانان دې ته مجبور کړي چې د خپل دین او افغاني غیرت غوښتنو ته په ځواب ویلو د خپلو نیکونو او پلرونو په شان د بهرنیو اشغالګرو په وړاندې مسلح جهاد پیل کړي. په همدې اساس په افغانستان کې جنګ رامنځته شوی او دا دی تراوسه دوام لري.

که لوړې معادلې ته نظر وکړو سمدستي پوهیږو چې د جګړې اصلي علت په افغانستان کې د بهرنیو اشغالګرو شتون دی او په وړاندې جهاد یې هغه طبعي اولسي غبرګون دی چې که بالکل د طالبانو تحریک په دې هیواد کې موجود هم نه وای، بیا به هم دغه اولسي جهادي مقاومت روان و. ځکه زموږ د هیواد او اولس تاریخ همدا راښيي، د انګریزي او روسي یرغل په وخت کې د طالبانو په نوم کوم خوځښت شتون نه درلود مګر د بهرنیو یرغلګرو خلاف جهاد تر هغه وخته جاري وو تر څو یې بهرنیان له هیواد څخه وایستل او د هیواد ملي خپلواکي یې ترلاسه کړه.

په اوس وخت کې چې د لښکرګاه د لاریونوالو په شان کوم خلک د سولې د لاسته راوړلو لپاره حرکت پیلوي، باید دې ټکي ته متوجه واوسي چې دا جګړه یوازې طالبانو نه ده پیل کړې او نه هم جګړه له یوه اړخ څخه کیدلای شي، ځکه جګړه دوه اړخونه غواړي او تر څو چې له دواړو اړخونو څخه د جګړې د پای ته رسولو او د بحران د اصلي عواملو د ختمولو غوښتنه ونه شي دا ستونزه نه حل کیږي.

د انصاف او منطق غوښتنه دا ده چې د سولې لاریونوال له هر څه مخکې د قضیې په صورت او څرنګوالي ځان پوه کړي، د جګړې اساسي لورې او عوامل وپیژني او له هغه وروسته د سولې لپاره فعالیت پیل کړي. که دوی د جګړې د عواملو په اړه  لږ هم منصفانه پلټنه وکړي نو دې نتیجې ته به ورسیږي، چې په روانه جګړه کې د طالبانو په نسبت د امریکایانو مسؤلیت زیات دی. او که بالفرض د امریکایانو مسؤلیت زیات نه وي د جګړې د یوه اصلي فریق په حیث خو مساوي مسؤل بلل کیږي، او څرنګه چې حق د قریب وي او په شوراب کې د امریکایانو اډه لښکرګاه ته د موسی کلا په نسبت نږدې ده، نو زما په نظر که واقعا د سولې هیله او ارمان موجود وي، د لښکرګاه لاریونوالو باید موسی کلا ته له تلو وړاندې لومړی د شوراب امریکایي اډې ته ورشي. د دې اډې مخې ته دې د تحصن خیمي ووهي، د سولې ځولۍ دې ورته وغوړوي او د افغان جګړه ځپلي اولس له درد او دوک څخه دې خبر کړي.

که چیرې امریکایان د جګړې او اشغال د پای ته رسولو لپاره د اولس خواستونه ومني نو زه په یقین سره وایم چې طالبان خو تر امریکایانو ډیر په دې اولس مهربانه دي، ځکه طالبان د همدې اولس له جملې څخه دي، هره ورځ د هر طالب د کورنۍ غړی له جګړې څخه متضرر کیږي، له اولس سره دیني او نسبي خپلوي او خواخوږي لري، نو ځکه دا سوال نه پیدا کیږي چې دامریکایي اشغال له ختمیدو وروسته دې طالبان د سولې په چاره کې تعلل وکړي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

زخمی افغان صاحب دیره ښکلی فیصله دی ورکړی مننه

عبدالقدیر مهمند
میلمه
عبدالقدیر مهمند

تا وقتیکه یکتعداد تحصیلکرده های بی ایمان ما سپر و بازوی صلیبی، دسته تبر اشغالگران، نوکر مزدور و جیرخور امریکایی را میکنند کشتار هموطنان ما ادامه خواهد داشت صلح امنیت نیست و راه حل جهاد فی سبیل الله است !!