ژوندون / نظام کندهاری

توښه چې د عقبٰی شي نو همدا به وي ژوندون

رڼا به وي رڼا به وي رڼا به وي ژوندون

ارشاد د ” ولاتفرحوا ” د زړه په غوږ که واورو

ژړا به وي ژړا به وي ژړا به وي ژوندون

خصال د ثقلينو د لارښود چې يې سنګار کړي

ښکلا به وي ښکلا به وي ښکلا به وي ژوندون

تر پولې د مجاز چې قدم تېر شي حقيقت ته

معنا به وي معنا به وي معنا به وي ژوندون

که سر راپورته نکړو د غفلت له خواږه خوبه

تبا به وي تبا به وي تبا به وي ژوندون

په دام کې د هوس که يې پښې بندې چيرته نشوې

هوسا به وي هوسا به وي هوسا به وي ژوندون

نظامه دا دنيا به وي ستا نوم به پکې نه وي

فنا به وي فنا به وي فنا به وي ژوندون

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د