
زخمونو ته دوا / عُقابي جانان
د وخت هر ظالم فرعون لره موسا يم
مغرور خلک غرقابه وم د نيل دريا يم
د نمرود اور ته وردانګه به مينه
زه بچي د ابراهيم خلیل الله يم
هر يو ظلم او ستم په ځان زغمی شم
امتي د محمد رسول الله ﷺ يم
د هراقل د لښکرو پروا نکړم
زه سرتېری يم خالد يم سیف الله يم
په تش لاس غزا ته ځمه خت اوباسم
د ﺿﺮﺍﺭ اﺑﻦ ﺍﻷﺯﻭﺭ په مينه پا يم
خامخا به زخمي کېږم شهيد کېږم
چې په لاره د حمزه او حنظلا يم
د ظالم سترګې اوباسم”عُقابي” يم
د مظلوم ملت زخمونو ته دوا يم