فقهي مصادر: شپږم درس / عرف

لیکوال: احمد الله عاطفي

دعرف معنی او تعریف: عرف دپیژندلو اوغوره آمر په معنی دی او لنډ تعریف ئې دادی یو معلوم آمر چې د سیمې عامو خلکو ترمنځ په ټولنیزه توګه رایج وي هغه ته عرف ویلی شي.

عرف په اصول فقه کې : هغه دود او غوره پیژندل شوی آمر چې دشریعت خلاف نه وې او په ټولنې کې په قوت مروج وي، سالم عقل ئې مني او ملاتړئې کوي نه یواځې پرخپل حال پریښودل ئې ضروري دي بلکه چیرته چې دقرآنکریم ،نبوي احادیثو یا له نورو فقي مصادرو څخه کوم دلیل نه وې، عرف دلیل ګرځي.

عرف داسي پدیده نه دی چې اسلام معرفي کړي وي بلکه یو دود ،رواج او عنعنه وه چې له وړاندي مروج او مو جود و،چې اسلام ځيني ومنلې او ځينې ردې کړې.

داسلام مبین دین دزمانې په اعتبار وروستی اودمحتوی په اساس بشپړالهي دین دی.

قال الله سبحانه وتعالی:إِنَّ الدِّينَ عِنْدَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ وَمَا اخْتَلَفَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ إِلَّا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ وَمَنْ يَكْفُرْ بِآيَاتِ اللَّهِ فَإِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ.(العمران سورت :۱۹، آیت)

ژباړه: بې شکه چي دالله په نزد کې(مقبول) دین، اسلام دئ او داهل کتاب اختلاف خوله هغه وروسته ووچي علم ئې پرې راغی،دضد اوبغي لامله او څوک چي دالله په آیتونو کافر شي نو یقیناً چي الله ډیر ژر محاسبه کوونکی دئ.
اسلام الهي دین دی، دالله (جل جلاله) دتوحید مظهراو دټولو پیغمبرانوپه اتفاق سالمه لار.

دلته اسلام دایمان په معنی،چې په قول، تصدیق او عمل مشتمل دی،دهیڅ یو اسماني دین لارویانو په دې کې اختلاف نه دی کړی، مګر دضد اوبغي لامله.

همدا راز الله سبحانه وتعالی فرمايې: أَفَغَيْرَ دِينِ اللَّهِ يَبْغُونَ وَلَهُ أَسْلَمَ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ طَوْعًا وَكَرْهًا وَإِلَيْهِ يُرْجَعُونَ.(العمران سورت :۸۳، آیت)

ژباړه: آیا دالله دین پرته (بل دین)لټوي، حال داچي دآسمانونو او زمکي هرڅه، په خوښه او ناخوښه ده ته غاړه ایښې او د ده لوري ته ورګرځول کیږي.

داسلامي شریعت ځیني احکام په تیرو شریعتونو کې وو،چې قرآنکریم هم په هغه دتصدیق مهر کیښود او په کاملترینه بڼه ئې تشریح او توضیح کړ لکه لمونځ ،روژه او …

ځيني ځانګړي احکام دي چې یواځي دي اُمت ته الله سبحانه وتعالی پیرزو کړي ،په پخوانیو شریعتونوکې نه وو لکه تیمم او دزمکي په هر ځای کي دلمونځ اجازه او…

همدا راز ځیني سالمه عرف او عادات چې په ټولنه کې له وړاندي موجود و، چې دټولني بقا اوګټولپاره برابر و، اسلامي شریعت هم تائید کړل، لکه تجارت، دیت او …

کوم عرف او عادات چې دټولني په زیان او داسلامي شریعت داصولو سرئې اړخ نه درلود په قاطع توګه رد او دبطلان خط ئې پر کش کړ لکه قمار، سود او هم پردی ماشوم په زوی نیولو چې دعربانو دود و، له یویخوا مردود وشمیرل شو.

همدي اصل ته په کتو سیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) چې حضرت معاذ بن جبل یمن ته استوو، وي فرمایل: دجاهلیت دپیر ټول عرف او رواجونه له منځه یوسئ مګر هغه عرف او عادات په خپل حال پریږ دئ چې اسلامي شریعت تائید کړي، او داسلام واړه او ستر احکام خلکو ته په څرګنده توګه ورسوئ.

عرف په ټولنه کې : هر هغه دود او رواج چې په یوه سیمه کې مروج وي ، دخلکو ګټي او عزت پکي خوندي وي او دشریعت په خلاف نه وي ، تائید ئې اړین بلکه دخوندې ساتلو لپاره ئې هڅه وشي، په همدي بنأ سیدنا حضرت عبدالله ابن مسعود(رضی الله عنه) فرمايې: هر هغه څه چې مسلمانان ئې غوره وګڼي ،الله سبحانه وتعالی په نزد هم غوره دی.

په یاد مو وي! هر هغه کړه او دود چې داسلامي شریعت سره په ټکر کې نه وي نه یواځي هغه دود او طریقه په خپل حال پریښودل دي بلکه په غوره والي کي هڅه پکار دی، دبیلګې په توګه: شریعت اسلامي د مبهم قرارداد، معاملات او سوداګري مخالف دی چې دهغه حدود او جزیات نه وي څرګند،خو په یوه سیمه کې داسي یو دود عرف ګرځیدلی وي چې دا جزیات پکي نه وي مرعات شوي لکه په معین پانګې سره په حمام کې داوبو لګښت ، لامبو حوض کې زیات او کم وخت تیرول ،ګرمې او یخي اوبه په خپلي خوښي چې څومره ئې استعمالوي اجازه ورکول، یا دسفر سپرلیو میاشتنۍ او کلني ټکټونه اخستل خو دا معلومه نه دی چې شپه او ورځ په دي ټکټ سفر کوي یا کومه ورځ، په داسي معاملاتو کې جنګ او جګړه دموضوع په اړوند نه وي، په شریعت اسلامي کې دعر ف لامله ورته اجازه ورکړل شوي او همدا راز دنارینه او ښځو لپاره په شریعت اسلامي کې دعورت پټول فرض دی، اوس وینو چې په بیلا بیلو سیمو او هیوادونو کې دغه چاري په بیلا بيله توګه د عادت او دود په اساس تر سره کیږي،چې په اسلامي شریعت کي دعرف په اساس ورته اجازه شته ، چې ستر خوندي وي.

په یاد مو وي هر هغه کړه او دود چې داسلامي شریعت سره په ټکر کې وي هغه مردود دی، که څه هم چې ټوله سیمه کې رواج وي، لکه سګرت څخل،ولور، قمار یا داسي لباس اغوستل چې نوم دي لباس وي او ټول بدن ئې ښکاره شي او …

والله اعلم

avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمدنعیم سادات
میلمه
محمدنعیم سادات

محترم عاطفی صاحب ، ایا د محمدی شریعت څخه د عروفو لوړ او ضروری ګڼل د شریعت سره په ټکر کښی ندی ? ایا لورته د میراث نه ورکولو عرف د شریعیت سره په ټکر کښی ندی ? ایا زوی او یاهم پر لور باندی ددوی د خوښی پرته د واده کولو عرف د شریعیت سره په ټکرکښی ندی ? ایا د نجونو او ښځو د لمانځه لپاره جماعت ته نه پریښودلو عرف د شریعت سره په ټکر کښی ندی ? ایا د دعوو او لانجو د شریعت څخه بغیر د پښتو د قانون مطابق حل او فیصله کولو عرف… نور لوستل »

احمد الله عاطفي
میلمه
احمد الله عاطفي

محترم او بزرګوار ورور محمد نعیم سادات ، اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته. محترم وروه! له لیکنې مو مننه، زه چې چیرته یم هر ورځ دځینو پوښتنو سره مخ کیږم چې ځواب ئې راته ګران او دردونکی وي،خو زه په ټینګار وایم: زه له اسلام دفاع کوم نه له مسلمانه، دلته هم وایم چیرته چې دقرآنکریم مبارک ارشاد او دنبوي (صلی الله علیه وسلم)احادیث موجود وي ،هلته دبل حکم کنجایش نشته، دشرعې قوانیو او احکامو ستره مرجع قرآنکریم او نبوي احادیث دي، هر حکم چې ددي دوو اصیلو او بنسټیزو مصادرو او مراجعو سره په ټکر کې وي مر دود… نور لوستل »