افغانستان

کندهارپوهنتون څلوردېرش تنه استادان تښتول شوي

د کندهار مطبوعاتي دفتر وايي چې د کندهارپوهنتون څلوردېرش تنه استادان د غزني په مربوطاتو کې تښتول شوي دي.
د کندهار مطبوعاتي مسوول داوخان مینه پال وايي چې یاده پېښه د غزني ولایت اړوند د ملانوح بابا په سیمه کې رامنځته شوې د هغه په خبره لومړی د استادانو په موټر ډزې شوې او وروسته ټول تښتول شوي دي.

د سرچينې له قوله ټپي شوی استاد د کندهارپوهنتود شرعیاتو پوهنځي استاد دی، چې اوس په غزني ښار کې تر روغتونه رسول شوی دی.
په کندهار پوهنتون کې محصلین وايي چې تښتول شویو استادانو د پوهنتون له ریس سره پر موضوع جنجال کړی و، چې اوس مجموعاً احتجاجي د لوړو زده کړو وزارت روان وو.
څو ورځې وړاندې له یاد پوهنتونه د استادانو او ریس تر منځ د جنجال له امله یوه ورځ د محصلینو ازموینې هم وځنډول شوې.

یاده دې وي چې په تعلیمي ادارو کې ډېرې ستونزې له سمت پالنې او قومي تعصباتو پیداکېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x