نعتيه غزل / نظام کندهاری

ستا په ارشاداتو مو د ژوند چارې ودانې دي

بې له ستا د عشقه مو جونګړې د زړو ورانې دي

تا دي راښودلې هغه لارې چې تر تا رسي

ستړې قافلې مو پر هغو لارو روانې دي

دوه ځلي چې ښکُل کړي محمد ؐ هر ځل لوستلو کې

ما ته مې له دې سببه دواړې شونډې ګرانې دي

خپور دی پر حجاز يې لا تر اوسه روح پرور وږم

مشک دی که عنبر دی دا خو ستا تورې زلفانې دي

ستا د خولې ويناوو ته كېمياوې رسېدای نشي

اخلو که يې مونږ د سر په بيه هم ارزانې دي

بڼ د دين دې مونږ د تن په وينو اوبوو ځکه

وينې مو هم ستا د پاکې مينې ترجمانې دي

ستا د مينې حد ليكلاى نشي د نظام قلم

ستا پر مُحبَّت يې رڼې اوښکې شاهدانې دي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د