د ولسونو د تسخیرولو غربي تیورۍ او په افغانستان کې د هغو تطبیق / لومړۍ برخه

ليکنه: مولوي عبدالهادي (مجاهد)

هېوادونه تر هغه پورې یرغلګرو او اشغالګرو ته نه تابع کېږي چې تر څو یې ولسونه نه وي تابع شوي. او ولسونه تر هغه پرديو نه تابع کېږي چې تر څو یې عقلونه او فکرونه هغوئ ته نه وي تابع شوي. او د ولس د افرادو فکرونه او عقلونه تر بل چاته هغه نه تابع کېږي چې تر څو یې فکر ورکوونکي اشخاص او ادارې او ذهن جوړونکي وسائل او عوامل د دښمن لاسته ورلوېدلي نه وي. له همدې امله خو یرغلګر او اشغالګر قوتونه تر یرغل دمخه او وروسته د جنګي وسائلو تر څنګ په پراخه پیمانه او په سیستماتیک ډول د فکر ورکولو او ذهن جوړولو ټول وسائل په کار اچوي تر څو تر یرغل مخکې او وروسته د نیول کېدونکي یا نیول شوي هېواد د ولس د خلکو ذهنونه داسې عیار کړي چې د یرغلګرو په خلاف له مقاومته مأیوس، پر افادیت یې بې باوره، او په سایکالوژیک (روحي) لحاظ دښمن او د هغه هر ډول پلانونو ته ورتسلیم شي.

د ولسونو په تسخیرولو کې ډېر ترکیز د هغو پر عقلي، روحي، عاطفي او سلوکي جوانبو وي چې په لاندې ډول تر سره کېږي:

۱- عقل یې کنټرولیږي.

۲- روح او روان یې په هغه ډول عیارېږي چې مستعمرین یې غواړی.

۳- عواطف، احساسات او شعوري ځواک يې داسې مهندسي کېږي چې خپل ارزښتونه ورته بې قدره او د یرغلګرو ارزښتونه ورته قدرمن ښکاره شي، او د خپلو خلکو پر ځای یې له اشغالګرو سره خواخوږي پیدا شي.

۴- د ټولنې اخلاق، سلوکیات، مصروفیات او ژوند بڼه په داسې ډول مهندسي کېږي چې باید له یرغلګرو سره پوره ورته والی ولري، تر څو تسخیرېدونکی ولس د تسخیروونکو اشغالګرو په اړه د پردیتوب احساس ونه کړي، او د ژوند په ټولو مادي او معنوي صحنو کې ځان د هغوئ په ځېر وویني.

دا چې په فکري لحاظ تسخير شويو خلکو ته د ښه ژوند فرصتونه او وسائل د اشغالګرو له تسلطه حاصل شوي وي نو باید په روحي لحاظ د هغوئ منونکي او احسانمن واوسي، په سیاسي لحاظ یې پیروي وکړي، په عسکري لحاظ یې ملګري واوسي او د هغوئ دښمن په مقابل کې یې ترڅنګ ودریږي او په اجتماعي او فرهنګي لحاظ ځان د هغوئ برخه وګني. نو پدې ډول به یرغلګر او اشغالګر لدې بې غمه شي چې څوک به یې په مقابل کې ودرېږي. او که بالفرض یوه وړه برخه خلک د مخالفت او مقاومت لاره هم ونیسي نو د ولس نور خلک به پدې دلیل هغوئ په خلاف ودرېږي چې مقاومت کوونکي د دوئ استقرار له منځه وړي، د پرمختګ مخه نیسي، او د نظام او دهغه د نړیوالو دوستانو ترمنځ روابطو ته صدمه رسوي، نو باید له منځه یوړل شي. چې پدې ډول بیا اشغالګر قوتونه د اشغال شوي ولس خلک دنیابتي جګړې لپاره د مفته ملیشو او بې مزده مزدورانو په حیث د مقاومينو په ضد استعمالوي چې همدغه کار په پراخه پیمانه پخوا په زاړه شکل انګریزانو په خپله لویه امپراتورۍ کې ترسره کاوه او د هند د نیمي وچې خلک به یې په آسیا او اروپا کې د خپلو دښمنانو په خلاف جنګول، او اوس یې په نوي شکل کې امریکا پداسې ډول ترسره کوي چې تقریبا د ټولو اسلامي هېوادونو نظامونه یې د مسلمانو ولسونو او آزادی‎ي غوښتونکو حرکتونو او نهضتونو په خلاف په جګړو کې مصروف کړي، او ولسونه یې د بېلابېلو وسائلو په کارولو د همدې نظامونو لپاره تابع کړي دي.

په عقلي لحاظ د ولسونو تسخیرول یو دقیق علمي او تخنیکي عمل دی

نن چې په اسلامي نړۍ کې تقریبا ۵۷ د مسلمانانو هېوادونه او د هغو ولسونه تر ډېره حده په سياسي، نظامي، عدلي، فرهنګي او اجتماعي لحاظ په غرب پسې روان او د غربیانو په اخلاقي او معنوي ارزښتونو باورمن شوي دي دا هر څه یوازي د پوځي غلبې په نتیجه کې ندي رامنځته شوي، بلکې د دې کار لپاره د غرب د سیاست، سایکالوژۍ (اروا پوهنې) ټولنپوهنې، تعلیم او تربیې او د اعصابو متخصصینو پراخې او ژورې څېړنې او عملي تجربې ترسره کړې دي او د همدغو څېړنو او تجربو په نتیجه کې داسې میتودونه، فارمولې او کړنلارې په لاس ورغلي دي چې دهغو په دقیق ډول عملي کولو یې د نړۍ او په خاص ډول د اسلامي نړۍ د ولسونو په عقلي، فکري، عاطفي او اجتماعي وضعیتونو کې یې پراخ او ژور بدلونونه راوستل، او د پردیو هېوادونو د نیولو او د هغو د ولسونو د تسخیرولو لوی او خطرناک کارونه چې پخوا به یې په پوځي لښکرکشیو او درنو مصاریفو او د تلفاتوپه زغملو ترسره کول اوس یې د څو خاصو میتودونو په کارولو او د خاصو او دقیقو استراتېژیو په عملي کولو په اسانه ډول داسې ترسره کوي چې د اسلامي هېوادونو نظامونه او ولسونه یې پخپله د عملي کولو لپاره لیوالتیا ښيي او يو تر بله ورکې مخکې کېږي.

د ولسونو د عقلي تسخیر د علم تاریخ

په عقلي او فکري لحاظ د ولسونو د تابع کولو تاریخ د بشریت د تاریخ په اندازه پخوانې دی، او د تاریخ په اوږدو کې تل غالبو او یا هوښیارو خلکو کوښښ کړی چې د افرادو او ولسونو ذهنونه داسې مهندسي کړي چې پخپله خوښه په غالبو خلکو پسې روان شي. د دې مقصد د حاصلولو لپاره د تاریخ په اوږدو کې خارجي یرغلګرو او یا داخلي حکامو د ولسونو دیني عقائد او رواني وضعیتونه مطالعه کړي او د هغوئ ذهنونو د بدلولو او یا له مطلوب بدلون څخه د مصروف ساتلو لپاره یې ستراتېژۍ جوړې کړې او اقدامات یې ترسره کړي دي.

په معاصر تاریخ کې دې علم ته تر نورو خلکو د اروپایانو ډېر پام ورواوښت، ځکه چې اروپايې دولتونو آسیایي او افریقایي هېوادونه او ولسونه لاندې کړي وو، او هر وخت به لدې په وېره کې وو چې هسې نه چې په نیول شویو هېوادونو او تسخیر شویو ولسونو کې د مستعمرینو په خلاف د آزادۍ غوښتنې څپې او حرکتونه زور واخلي او دوئ له خپلو نیول شویو هېوادونو وشړي. نو د دې لپاره چې د دغه ډول وضعیت د رامنځته کېدو مخنیوی یې کړی وي خپلو سیاسي، فکري، تعلیمي، متخصصینو او د ټولنپوهنې، اروا پوهنې او انسان پوهنې ماهرینو ته یې وظیفه ورکړه چې په نیول شویو هېوادنو او ولسونو کې په عقلي او فکري لحاظ د خلکو د مصروف ساتلو لپاره داسې پلانونه او د تطبیق وړ استرتېژۍ جوړې او تنفیذي جهتونو ته یې عملي کولو لپاره په اختیار کې ورکړي چې مستعمرين د هغو په مټ وکولی شي تسخير شوي خلک او نيول شوي هيوادونه په خپله خوښه اداره کړي.

دغه علم او تخنیک په هغه وخت کې ډېر منظم او هر اړخیر شکل غوره کړ کله چې په نولس سوه دېرشمه لسیزه کې جرمن مشر (هټلر) د ټولې اروپا د لاندې کولو په مقصد لویه جګړه پیل کړه او د میلیونونو یهودانو په شمول یې د نورو ولسو ښه ډېر وګړي هم په لویو کمپونو کې بندیان کړل او جرمني پوهانو په هغوئ باندې ډول ډول (رواني) او (فزیکي) تجربې اجراء کړې.

د نازي جرمن انسانپوهانو، ټولنپوهانو او اعصاب پوهانو خپل تجارب په دقیق ډول اجراء او په تفصیلي ډول تدوین کړل، او د افرادو او ولسو د عقلي او رواني تسخیر لپاره یې نوي مېتودونه او تخنیکونه ایجاد او تطبیق کړل.

کله چې نازي جرمني او (هټلر) ماتې وخوړه د امریکا استخباراتي ادارې C.I.A د دغه علم او تخنیک جرمن ماهرین ورجذب کړل، او د نړۍ د ولسونو او افرادو د عقلي او رواني تسخیر لپاره یې د هغوئ له تجاربو او علمي لاسته راوړنو کار واخیست.

امریکايي استخباراتي ادارې C.I.A په خاص ډول، او د انساني علومو نورو ادارو دغو تخنیکونو ته نوره هم وده ورکړه، او د خپلو دښمنانو د کمزوري کولو او د نړۍ پر نظامونو او ولسونو د خپلې نړیوالې برلاسۍ د منلو په لاره کې یې په پراخ ډول تطبیق کړل.

د دې لپاره چې په عقلي، رواني او فرهنګي لحاظ د نړۍ او په خاص ډول د اسلامي نړۍ د ولسونو په تسخیرولو کې امریکایي نظام لوی لاس ولري او د نظامي او اقتصادي پالیسیو د تطبیق لپاره یې د نړۍ د خلکو ذهنونه په پراخ ډول مهندسي کړي وي نو يي د ۴۵۰۰ په شاوخوا کې د (Think Tanks) په نومونو فکري مراکز ایجاد او د بېلابېلو مجالاتو متخصصین یې ورکې په کار وګومارل چې د نړۍ د ولسونو ټولې چارې په اختصاصي ډول تر څېړنې لاندې ونیسي.

په تېره يوه نيمه پېړۍ کې غربي فکر او فرهنګ او امريکايي سياسي برلاسۍ د اسلامي نړۍ ټول هېوادونه يې تر خپل سياسي تأثير او تسلط لاندې وروستل، او د ټولو مسلمانو ولسونو په ژوند او نظامونو یې خپل فکر، فرهنګ، قوانین او اجتماعي ارزښتونه ورتحميل کړل د دغو تأثير او تسلط په نتیجه کې د اسلامي نړۍ تقریبا ټولو ولسونو خپل اصلي فرهنګ، قوانین، اخلاق او تر ډېره حده دیني ارزښتونه له لاسه ورکړل، او د غرب د نظامي، سیاسی او فرهنګي برلاسۍ په مقابل کې یې د تسلیمۍ لاسونه پورته کړل.

خو د نورو اسلامي هېوادونو په خلاف افغانستان د يوه هېواد او افغانان د یوه ولس په حیث کله هم د غربي فکر او فرهنګ تر تسلط لاندې را نه غلل. نه یوازې دا چې تر تسلط لاندې نه شول بلکه د غربي او روسي توسعه طلبۍ په مقابل کې یې په مېړانه مقاومتونه وکړل چې د انګریزانو، روسانو، امریکایانو په مقابل کې یې اوږده مقاومتونه د دې وضیعت شاهدي ورکوي.

غربیانو ته دا هم ورمعلومه شوه چې د افغانانو مقاومت د هغوئ د پوځي او اقتصادي قوت له امله نه بلکې ددوئ د ایماني قوت او د دوئ او د غربیانو ترمنځ په فکري، اجتماعي او دیني ارزښتونو کې د لوی تفاوت او شدید تضاد د شتون له امله ده، نو هماغه ؤ چې د غرب فکري، سیاسي، دیني او اقتصادي مؤسسات د دوئ د پوځي مؤسساتو ترڅنګ ټول پدې هڅه کې شول چې افغانستان هم په هر لحاظ لاندې کړي ترڅو د مخالفت دا یوازینی مرکز هم ترخپل تسلط لاندې ورولي.

غربي استخباراتي کړیو چې په افغانستان کې چې د خپلو نظامونو او فکري مراکزو (Think Tanks) توصیې او پلانونه عملي کول له پخوا څخه مشهور سیاسي، جهادي او قومې شخصیتونه او د هغوئ کورنۍ ترکار لاندې نیولې وې د امریکا له لوري د افغانستان تر اشغال وروسته یې په خلاص مټ او په لویه پیمانه په افغاني ټولنه په خپله ګټه د بدلون راوستلو لپاره د دولتي مؤسسو تر څنګ نادولتي مؤسسې هم جوړې کړې. دغه نادولتي مؤسسې دومره ډېرې شوې چې یوځل (رمضان بشردوست) چې د کرزي په کابینه کې د پلان وزیر وو تقریباً ۲۰۰۰ مؤسسې په یوه ورځ لغو کړې چې په عکس العمل کې یې څو ورځې وروسته دی پخپله له وزارت څخه لیرې کړای شو.

امريکا او ورسره ټول غرب د خپل پوځي اشغال ترسیوري لاندې پراخې هڅې کوي چې د بېلابېلو سیاسي، فرهنګي، تعلیمي او ټولنیزو مؤسسو په لاس په افغاني ټولنه کې داسې ژور بدلون رامنځته کړي چې په راتلونکي کې افغانستان هم د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر د ژوند په هر ډګر کې په ځان پورې وتړي، او د خلکو له ذهنونو یې جهادي فکر او د شریعت د تطبیق مطالبه وباسي.

د غربي دولتونو او په خاص ډول د امریکا استخباراتي او د ذهنونو د مهندسي کولو ادارو چې په افغانستان کې پدې ډګر کې کوم لوی کارونه ترسره کړي دي په لاندې ډول یې د ځینو یادونه کوو:

۱- د کمیونیزم په خلاف د افغانانو د څوارلس کلن جهاد سیاسي او نظامي لاسته راوړنې یې د غرب ځولۍ ته ورواچولې.

۲- له یوڅو خاصو جهادي څېرو پرته نور یې ټول جهادي مشران، د هغوئ تنظیمونه، د هغوئ تنظیمي او اداري پرسونل او قومندانان ټول له جهادي فکر او اسلامي اهدافو منحرف کړل، او د محلي ملیشو په حیث یې د یرغلګر ترڅنګ ودرول، او له خپلو ټولو وسائلو، افرادو او ادارو سره یې د مجاهدینو په خلاف کار ورڅخه واخیست.

۳- د افغان ولس د ډېرو خلکو فکر، نظر او خواخوږي یې د غربیانو په ګټه عیار کړل.

۴- په ټولنه کې یې سیاسي قومي، سمتي، ژبني او مذهبي تعصبات راوپارول او ټولنه یې داسې متشنجه کړه چې نږدې ده پخوانی جوړښت او کوشېر یې له منځه لاړ شي. اسلامي هویت یې مسخه شي، او سیاسي او اجتماعي یو والی یې نه جبرانېدونکي صدمه وویني.

دا هر څه ځکه راپېښ شول چې غربیانو د افغانستان د سیاسي، دیني، قومي او پوځي شخصیتونو ذهنونه پداسې ډول مهندسي کړل، او فکرونه او معیارونه يې وربدل کړل چې پر پخوانیو معیارونو یې باور ورپاتې نشي، او هره ډله د پردیو په مرسته د خپل ځان په ګټه د تبدیلۍ راوستلو په تلاش کې شي، او د پردۍ مرستې د حاصولو لپاره پر هرڅه د سودا لپاره تیار شي.

هغه استراتېژۍ چې غرب او غرب پلوي نظامونه په اسلامي نړۍ کې د ولسونو د عقلي او رواني تسخیر لپاره کاروي:

نعوم چومسکي اوکرايني الاصله امريکايي يهودی فيلسوف دی. په ۱۹۲۸م کال کې د امريکا د فلادلفيا د ولايت په ختيځ (اوک لين) کې له يهودي مور او پلاره زېږېدلی. د پنسلوانيا له پوهنتونه يې په ۱۹۴۹م په ژبپونه کې لسانس، په ۱۹۵۱م کې ماستري او همدې پوهنتونه په ۱۹۵۵م کې د دکتوراه سندونه تر لاسه کړي دي. هغه د عبري ژبې ( ديهودود ژبې) يو لوی ژبپوه، معاصر ټولنپوه، تاريخپوه، سياستپوه، د لېبرال پانګه وال نظام مشهور نقد کوونګی او د امريکا ستر فيلسوف دی. چومسکي پر ژبپونې، سياست، جګړې، مېډيا او د معاصرې تړۍ پر بېلابېلو نورو موضوعاتو تر ۱۰۰ زيات کتابونه ليکلي دي. هغه که څه هم چې يهودی دی خو د اسرائيلو له نظام او سياست سره يې جوړه نه ده. هغه د پانګه وال نظام د نقد کولو تر څنګ د امريکا د پالېسيو سر سخت مخالف دی، او د نورې نړۍ له ولسونو سره د امريکا پر سياست او تعامل يې ژورې څېړنې او پاخه نقدونه کړي دي. امريکايي ولسمشر ريچارد نېکسون هغه د امريکا د دښمن په حيث هم معرفي کړی وو. دغه يهودي فيلسوف او ډېرو نورو پوهانو هم هغه لارې چارې او منظمې استراتېژۍ په خپلو کتابونو او مضامينو کې خلکو ته معرفي کړې دي چې غرب او په خاص ډول امريکا د هغو له لارې د نرم قوت (soft power) په کارولو د ولسونو ذهنونه مهندسي کوي او د خبرې منلو او په ځان پسې روانولو ته يې تياروي.

دا چې افغان ولس هم د همدغې عمليې تر اجراء لاندې دی نو غوره مې وګڼله چې همدغه استراتېژۍ او په افغانستان کې د هغو عملي تطبيق په پرله پسې ډول د خپل ولس د خلکو مخې ته کېږدم ترڅو ټول په شريکه لدې شيطاني توطيو څخه خپل ولس ته په نجات ورکولو کې لاس پکار شو. – (نور بيا)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د