د نړۍ تر ټولو کوچنی کمپیوټر جوړ شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ وری، ۱۳۹۷ل): د امریکا په لاس ویګاس ښار کې د کمپیوټر جوړونې ستر شرکت آی بي ایم IBM د بورې یا مالګې دانې په اندازه برابر کمپیوټر جوړ کړی.

دغه کمپیوټر چې یو ملي میټر پراخوالی لري، د یادې کمپنۍ د ډیسکټاپ کمپیوټر سره یو برابر کار ورکوي، دېته د د «کرپټو اینکو» نوم ورکول شوی، چې د چیپ سیسټم په ډول کارول کیږي.

په دې نوي او حیرانونکوي کمپيوټر کې چې په روانه مارچ میاشت کې د آی بي ایم کمپنۍ په تېنک Think کانفرانس کې وړاندې شو، ځانګړی پراسیسر، ریم، ذخیره/حافظه او همدا ډول د اړیکو ماډلونه لري، چې د LED سکرین په استعمال له نورو سره اړیکه ټینګولی شي.

دا چیپ کمپیوټر د بيې پیژندلو، د محصول بسته بندي او د سامان تعقیبولو ترڅنګ د خوراک او څښاک شیانو کې د لیږد پر وخت نصب کیږي، چې په واسطه یې د مال صادرولو پرمهال استول شوي او رالیږول شوي هر څه ریکارډ له ځان سره ثبت کړي.

همدا ډول د غه کمپیوټر کولای شي د ډيټا استول او راستول او د هغې ساتل وکړي، له دې داسې څرګندیږي چې دغه کمپیوټر به زیاتره په تجارتي کارونو کې په کار راځي.

آی بي ایم کمپنۍ وایي چې دغه کمپیوټر د خپل کار سر ته رسولو لپاره برابرې ځانګړتیاوې لري، دا ۳۸۶ پراسیسر او لږ تر لږه ۴ ایم بي ریم لري، چې په راتلونکې کې به یې ځانګړتیاوې نورې هم پراخه شي.

د آی بي ایم کمپنۍ په وینا ددې کمپيوټر جوړولو اصلي موخه مدیریت کول دي، چې په مرسته به یې د شیانو استولو پر وخت د درغلۍ، غلا او دوکې نه محفوظ کړل شي، او دغه چیپ کمپیوټر به راتلونکې پنځه کالو کې د نړۍ په هر ځای کې موندل کیږي.

د یادونې وړه ده چې دغه چيپ کمپیوټر چې د نړۍ تر ټولو کوچنی کمپیوټر دی، د غټې مالګې یوې دانې په اندازه برابر دی، چې تاسې یې له پورتني انځور څخه اندازه لګولای شئ، له دې وړاندې تر ټولو کوچنی کمپیوټر Michigan Micro Mote و چې په ۲۰۱۵م کال کې وړاندې شوی و، او ۲ ملي میټره پراخوالی یې درلوده.

ددې چیپ کمپيوټر په اړه نور تفصیلات په لاندې انځور کې وګورئ!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د