افغانستان

روزګان: په پرونۍ جګړه کې ۵۷ عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

د روزګان ولایت د چارچینو ولسوالي د پرونۍ جګړې په پایله کې لسګونو تنو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.
پرون سهار د چارچینو ولسوالي په ساخرکوتل، کشي، لوړ دوان، ګوهرګین، سیاه سنګ او دیخدان سیموکې په نږدې یوویشتو پوستو د طالبانو له خوا یو ځايي بریدونه پیل شول، چې اته ساعته يې دوام وکړ. او په څو ساعته کې اته پوستې د طالبانو لاس ته ولوېدې.

دولتي مسوولینو پرون ماښاما دعوه وکړه چې په یاده جګړه کې يې شل طالبان له منځه وړي او یو پولیس وژل شوی دی.
طالبان وايي چې په دې اوږده همغږې جګړه کې يې د کره شمېرې له مخې اته دېرش تنه عسکر وژلي او نولس نور سخت ټپیان دي.
د طالبانو له خوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې کښل شووي: «په دې جګړه کې دکره اودقېقو معلوماتو له مخي ددښمن 38 تنه عسکر وژل شوي 19 تنه نورسخت ژوبل شوي اویورینجرموټر یې په بشپړه توګه ویجاړ شوی.
دجګړې په مهال 7 تنه مجاهدین سرسرکي زخمیان او4 نور دشهادت لوړمقام ته ورسیدل.»
د سیمو د اوسېدونکو له قوله د پولیسو لسګونه مړي په پوستو کې پراته و، چې نږدې ماښام ورپسې چورلکې راغلې او له سیمې نه يې ولېږدول.
دا په داسې حال کې دی، چې راروانو ټاکنو ته یواځې څلور ورځې پاتې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x