افغانستان

فراه: د کابل څخه راغلي ځانګړي ځواکونه په خپله چاپه کې وژل شوي / انځورونه

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۸ وری، ۱۳۹۷): تېره شپه ناوخته د فراه ولایت په بالابولک ولسوالۍ کې د افغان کمانډو (ځانګړو ځواکونو) ته هغه وخت مرګ ژوبله ورسیده کله چې دوی غوښتل پر طالبانو د شپې پر مهال چاپه ووهي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکی اسیا ته را لیږلي خبرپاڼه کې ویلي چې ددوی په کمین کې ۱۴ کمانډو عسکر ووژل شول او ۷ تنه نور ژوبل شول.

او زیاته یې کړه چې د جګړې په ډګر کې د ۶ تنو جسدونه هم پاتې شوي او دوی ته د ۵ میلو وسلو تر څنګ ۳ د شپې دروبینونه هم په لاس ورغلي دي.

باید وویل شي چې د شپنیو چاپو لپاره د شپې دوربینونه یوازي کمانډو ځواکونه او امریکايي ځواکونه کاروي، خو په دې وروستیو کې د طالبانو لاس ته هم ورغلي او هغوی یې هم په خپلو چاپو او کمینونو کې په پراخه کچه کاروي.

ددې تر مخه یوې امنیتي سرچینو رسنیو ته منلي وه چې د طالبانو په کمین کې ددوی ۱۳ سرتیري ټپیان شوي او ۵ تنه ورک شوي دي.

دغې سرچینې ویلي چې یاد کمانډو ځواکونه د کابل څخه یوازي د همدې عملیاتو لپاره راغلي وه او د بالابولک په شیوان سیمه کې د الوتکې څخه د را کښته کېدو وروسته د طالبانو د کمین سره مخ شوه.

دا لومړی ځل نه دی چې په فراه کې کمانډو ځواکونه د درنې مرګ ژوبلې سره مخ کیږي، بلکې شاوخوا دوه اونۍ وړاندي په همدې ولسوالۍ کې شاوخوا ۱۴ تنه کمانډو عسکر وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي وه.

د قاري یوسف له لوري نن ټکی اسیا ته د کمانډو ځواکونو د جسدونو انځورونه هم را لیږل شوي خو نن ټکی اسیا د ټولو انځورونو د نشر څخه ډډه کوي:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

وروڼو !
طالبانو وروڼو ته دالله پاک بری ورکړي او څوک چې د cia په دالرو خپل افغانان د پردویو اشغالګرو لپاره وژني الله پاک د نور هم دوی مردار کړي. دوه ورځې مخ کې هم د عباد په کلاپه لوګر کې درې کسان یې بې له سوال او
ځوابه په شهادت ورسول .ایا ددې چاپو مرګ او ژوبله صحرایې محکمې ندي ؟؟ هو داد ټو لو اوصولو خلاف دې ،دې ته ترور وایې ! او لاسپوڅی دولت او حامیان یې تروریستان دي ۰ ا
دا تروریستان خپل اولس ترور کوي !

Zadran

پتنګ صاحب.جنګ کی حلوا نه ویشله کیږی.په جنګ کی دواړو طرفینو ته مرګ ژوبله اوړی.دطالیبانو کامیبی دعا د کړی ده.طالیبان خو یو ځل کمییاب شوی وه.چه خپل غلط سیاست له امله یی امریکا ته لاره اوره کړه.امریکا یی افغانستان ته راووست.موږ خوار خلک وو.موږ بن لادن څه کاوه.اود ډنیا نور یاغیان چه د اسلامپه نوم افغانستان کی اوسیدل څه مو کول.تر اوسه جنګ راوان دی.هیڅ معلومات نشته چه طالیبان به کله صلح کوی.طالیبانو جنګ شروع کړی.اوس د جنګ ختمیدل د بل په لاس کی دی.داسی مه وایه چه طالیبان د خدای ج کامیاب کړی.الله ج ته سوال کوه چه خدایه… نور لوستل »

اکرم

رښتیا هم چه خډران د رمو او حیواناتو سره لوی شوی ، له رمو په یی څه زده کړی وی ، حیواناتو ته مهمه دا ده چه ماړه شی له هری خوا چه وی او په مقابل کی یی هری بیه ورکولو ته حاضر دی . الله چ هم فرمایی چه دوی ( کفار ) لکه د حیواناتو په شان دی یعنی تعقل نه لری ځدران ته هم هغه څوک مهم دی چه د هغو به اخور کی واښه ( ډالر ) ترلاسه کوی . که طالبان د ننه په نظامی قرار ګاه کی اشغلګر او د هغوی غلامان ووژنی… نور لوستل »

pattang

ځدران صیب له احترام او سلام څخه وروسته ! خبر نه یې او که خپل سر نه خلاصوې ؟؟ وروره ښه پوهیږې خو خپل سر نه خلاصوې او له حقیقت څخه په پتو ستر ګو تېرېږې ! / مرحوم بن لادن طالبانو نه وو راوستلی هغه پخوا د مجاهدینو په قطار کې د روسانو په مقابل کې جنګیده او دمجاهدینو تر څنګ ولاړ وو ! / مشر ملا صیب د بن لاډن په کار او تنظیمي کارونو هیڅ خبر نه لاره دا ځکه که رښتیا په نیو یارک کې د cia په واسطه نه بلکې دمرحوم بن لادن په پلان… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x