افغانستان

د شمالي وزيرستان سلګونه کورنيو خوست ته هجرت کړی

نن ټکی اسيا: د خوست ولايت چارواکي وايي، چې د دې ولايت بېلا بېلو سيمو ته د ډېورينډ کرښې هاغاړې د شمالي وزيرستان ګڼ شمېر اوسيدونکيو هجرت راکړی دی.

د خوست ولايت چارواکي وايي، چې دغه کډوال د خوست مرکز، مندوزيو، ګربزو او ګنو نورو سيمو کې ميشت شوي دي.

د ګزبزو ولسوال محمد اکبر ځدراڼ وايي، چې تر اوسه ۴۶۶ کډوال دوی سره ثبت شوي دي، چې شاوخوا دوه سوه يې د وزيرستان خلک او پاتې نور هغه افغانان دي، چې د ډيورند کرښې هاغاړه اوسيدل.

د چارواکيو په وينا د کډوالو لړۍ له هغه وخته را پيل شوې، چې پاکستاني طالبانو د شمالي وزيرستان خلکو ته امر وکړ، چې د پوځي عملياتو په صورت کې دې د پاکستاني پوځيانو د پنډغالو پر ځای، د هيواد لوديځ يا افغانستان ته هجرت وکړي.

 

د خوست ولايت د مهاجرينو ريس وايي، چې د راغليو مهاجرينو لست يې برابر کړی او راتلونکو ورځو کې به د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو مؤسسه “UNHCR” او نورې بشري ټولنې د نوموړو مهاجرينو سره اړينې مرستې وکړي.

د پاکستاني طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې او حکومت تر منځ له څه مودې راهيسې امنيتي تړون شوي و، چې پر يو بل به حملې نه کوي، مګر څه موده وړاندې د حافظ ګل بهادر ډلې شورا اعلان وکړ، چې حکومت دوی سره کړي امنيتي تړون ته ژمن نه دی، له همدې ځايه اعلان کوي، چې حکومت سره له جګړې پرته بله چاره نه لري.

د شورا په پرېکړه کې د شمالي وزيرستان له خلکو غوښتل شوي وو، چې د پاکستاني پوځ پنډغالو پر ځای دې افغانستان لور ته هجرت وکړي.
له هماغه وخته تر دې دمه سلګونه کورنيو د خوست بېلابېلو سيمو ته هجرت کړی او دا لړۍ ورځ تر بلې په زياتيدو ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x