افغانستان

ننګرهار: طالبانو ته توهین کوونکی امنیه قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۸ وری، ۱۳۹۷): د ننګرهار ولایت د ښېوې ولسوالۍ (کوز کونړ) ولسوال د مخامخ ډزو په یوه برید کې وژل شوی دی.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاء الله خوږیاني رسنیو ته وویل چې نن د چهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته د ښیوې ولسوالۍ امنیه قومندان په یوه جنازه کې د ګډون پر مهال د نامعلومو وسلوالو په ډزو ووژل شو.

نوموړي وویل چې د ولسوالۍ امنیه قومندان سمونمل مطیع الله قاطع نومیدی چې د یوه بل ولسي وګړي په شمول په ډزو کې ووژل شو او پنځه تنه نور ټپیان شول.

ویل کیږي چې جنازه د ملي اردو د یوه وژل شوي سرتیري وه.

طالبانو ددغه برید مسؤولیت په غاړه اخیستی دی او ویلي يې دي چې د ښیوې ولسوالۍ امنیه قومندان «مطیع الله» ددوی په یوه ناڅاپي برید کې وژل شو او ۳ تنه ساتونکي يې مرګوني ټپیان شول.

د طالبانو پر رسمي ویب پاڼې الاماره په خپاره شوي خبر کې وړاندي ویل شوي چې تر برید وروسته دولتي عسکرو پر ملکیانو ډزي وکړې چې له امله یې یو تن کلیوال ووژل شو او ۲ تنه نور ټپیان شول.

مطیع الله قاطع د کونړ ولایت اوسیدونکی وو او د کونړ ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې لکه دانګام، غازي اباد او ځینو نورو کې هم د امنیه قومندان په توګه دنده تر سره کړې، خو وروسته د فساد او بېځایه ظلمونو کولو له وجې له دندې شړل شوی وو.

نن ټکی اسیا ته یوې سرچینې وویل چې نوموړي د پولیسو یو له هغو قومندانانو څخه وو چې ږیرې والا خلک به یې ونیول، د ښځو جامې به یې ور واغوستې او بیا به یې انځورونه ورسره اخیستل او ادعا به یې کوله چې د طالبانو قومندان یې د ښځو په جامه کې نیولی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
11 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
RAZMOHAMMED KAMAWALL

khudayee taalah dee janatoonah naseeb kee/
matiullah and thousands more who defense from home land all are shaheed.
i wanded janaf ferdaus for all from allah.thank you

خیرمحمد کاموال

i wish u replace the kamawal to joe , was better for you and us please do it..
you prey for that kahbees a Dajjal heaven and he is killed in the way of Dajjal he is not Shaheed or he is Shaheed of Dajjal

pattang

څوک چې دین او خدای پالونکي تهدیدوي نو الله پاک دې ددې خره غوندې مردار کړي !
نه یې غیرت لاره نه شرم خوشې ددالرو سپی مردار شه !

Zadran

پتنګ صاحب.لکه چه په غیبو باندی هم پوهیږی.په قوماندان صاحب د ټاپه ولګوله .چه مردار شو.هغه هم د سپی په شان،الله ج د تاسوته ښه اخلاق درکړی. پښاور قصه خوانی ټاپی دی.چه یی جوړوی.او قسم قسم ییی په خلکو لګوی.

خیرمحمد کاموال

الله ج فرمایی ، چه کفار او شبه کفار لکه ### ، سترګی ، غوږونه ، خولی ، او زړونه لری چه پری ووینی ، واوری ، خبری وکړی او …. مګر د حقابقو لیدل ، اوریدل ، ویل او منل پری نه شی کولای الله ج بل ځای کی فرمایی چه د دغسی خلکو زړه له نوره خالی او لاک مهر شوی یعنی هغوی نور د الله ج له رحمت څخه بی برخی او لیار موندونکی نه دی . ښه مثال یی همدغه د ناتو او امریکا دغه خر قوماندان چه بلاخره د خپلو اعمالو په سزا ورسید یعنی… نور لوستل »

Zadran

کاموال صاحب.د سپی نوم پتنګ اخستی ،او هغه نوم ته ما اشاره کړی ده.زه به په هیڅ صورت کی کنځل ونکړم .تبصره یو ځل بیا ولوله.زه یو شپون یم .قسم چه خپل پسه ته می هم کنځل ندی کړی.په چا ټاپی هم نه لګوم .لکه چه تاسو په خلکو ټاپی لګوی.د جنت دوزخ خبری هم نکوم ،او په دا هم عقیده لرم ،چه دوزخ او جنت ویشل د هغه مالک په لاس کی ده،تاسو خو په هر څه ځانونه پوه ګڼی ،چه دا دوزخی دی ،دا منافق دی.دا غلام دی.دا جنتی دی،زه سل پسه رمه لرم.تر اوسه خپلو پسونو باندی… نور لوستل »

pattang

ځدران صیب په منطقي ډول داسې ده :
که رښتیا وي نو زما لیکنه صدق کوي او که درواغ وې نو زما لیکنه صدق نکوي !!
خو دا چې په دغه پاڼه نن اسیا زه عقیده لرم چې لیکنې کنترولوي او مرجع یې ګوري نو خبرې مې بې ځایه ندي !!

Zadran

پتنګ صاحب.ملایان وایی چه شریعت ظاهر ګوری،عسکر ،قوماندان، لاری سرکونه ،شفا خانی ،یعنی ټول عمومی ځایونه ساتی.خو طالیبان سړکونه ورانوی ،پلونه په بمونو الوزوی،په لارو کوڅو کی ماینونه ږدی،ځانمرګیو باندی خلک وژنی،بر عکس عسکر او قوماندان ټول هغه کارونه کوی چه د رعیت په کی خیر وی.اوس ته ووایه چه ورانوونکی ښه دی او که ساتونکی؟

زیارمل

پټنګ صاحب ، ځدران بیجاره به له رمو څه زده کړی د شوونځی مخ یی نه دی لیدلی ، څه چه ورته امریکا او ناتو له الوتکو څه راغورځوی هماغه ببولالی بیا او بیا بیانوی ، وایی احمق او ظالم سړی د پاره ښه ده چه مړ او یا ویده وی چه خلک یی له شر او کمعقلو خبرو بی غمه وی ځدران صاحب ته به د هغه رمو د خاطره هم د ژوند دعا ګوو مګر که لږ یی پریږده چه بیده شی چه مونږ یی له ګډو وډو بیغمه شو . که دا پوشتنه تری وکړی چه هیواد… نور لوستل »

Zadran

زیار مل صاحب ،زه د پکتیا په غرونوکی اوسیږم ،او دا چه غرونو کی څوک نشته،زه هم یوازی وم ،یا خو ینتېرنېت ګورم،او یا هم سوچونه او فکرونه کوم.یوه ورځ می فکر کاوه چه،پخوانی ملایانو وییل چه په لاره اغزی وینی هغه باید دلاره څخه لیری کړی،چه الله ج اجر او ثواب درکوی،نو دا اوس طالیبان والی په لاره کی ماینونه او بمونه ایږدی؟ټول خلک یی په قتل کړل ،حتی په دا بعضی مینونو کی د واده موټرونه هم والوتل،همدا ځانمرګی نور ورپسی ګوره،چه هدیری په جوړی کړی،نو زما پوښتنه له تاسو څخه دا ده ،چه دا پخوانی او اوسنی… نور لوستل »

رحمتالله

منافق اوس وخت کی الحمدلله ژر رسوا کیگی. زه تاته صرف وایم سلام.

Back to top button
11
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x