ځوان ریکارډ ماتوونکی مجیب ځدراڼ اوولس کلن شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ وری، ۱۳۹۶ل): د کرېکټ په تاریخ کې د ملي لوبډلې تر ټولو ځوان لوبغاړی او د افغانستان سوکه توپ اچونکي مجیب ځدراڼ نن اوولسمه کلیزه ولمانځله.

مجیب ځدراڼ چې په تېرو اوو میاشتو کې ملي لوبډله کې شامل شوی، نړۍ او د کرېکټ مبصرین حیران کړي او یو شمېر نړیوال ریکارډونه یې مات او پخپل نوم ثبت کړي دي.

نوموړی لومړی لوبغاړی دی چې د نړیوالو سیاليو په ملي لوبډله کې شامل شوی او په ۲۱مه پیړۍ کې زیږیدلی دی.

مجیب ځدراڼ په کم عمرۍ کې لومړی لوبغاړی شو چې په لومړۍ نړیواله یو ورځینۍ لوبه کې یې ۴ لوبغاړي وسوځول او د غوره لوبغاړي جایزه یې ترلاسه کړه.

همدا ډول مجیب ځدراڼ د وقار یونس هغه ۲۸ کلن ریکارډ چې په کم عمرۍ کې يې په یوه لوبه کې ۵ لوبغاړي سوځولي وو هم مات کړی و، هغه اوس د نړۍ کم عمره لوبغاړی دی چې په یوه لوبه کې یې ۵ لوبغاړي سوځولي دي.

نوموړي په تېرو اوو میاشتو کې ۱۵ پنځوس اوریزې نړیوالې سیالۍ ترسره کړي، چې ۳۵ ویکټې یې ترلاسه کړي، ده په یوه لوبه کې یو ځل پنځه او ۲ ځل څلور-څلور لوبغاړي سوځولي دي.

۱۷ کلن سوکه جادوګر توپ اچونکي په تېره نیږدې کې د ویسټ انډيز پر وړاندې لوبه کې د غوره لوبغاړي جایزې اخیستلو وروسته د مشهور شاهد افریدي نړیوال ریکارډ هم مات کړ، او تر ټولو ځوان لوبغاړی شو چې په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې يې په کم عمرۍ کې درې ځل د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

نوموړي په ۲۰۱۹م کال نړیوال جام غوراوي سیاليو کې تر ټولو مخکښ لوبغاړی و چې تر ټولو زیاتې ویکټې یې ترلاسه کړې، نوموړي په دغو سیالیو کې ۱۷ ویکټې ترلاسه کړې، چې په دې لوبو کې یې د نړۍ ستر لوبغاړي لکه کریس ګیل او داسې نور هم وسوځول.

مجیب الرحمن د ویسټ انډيز پر وړاندې د غوراوي سیالیو په پایلوبه کې ۴ لوبغاړي وسوځول، چې په مرسته یې د کرېکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې په حیرانونکي ډول ۲۱م نمبر ته پورته شو.

همدا ډول مجیب ځدراڼ د نولس کلنو ځوانانو په نړیوال جام کې غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه، چې د تجارتي سیالیو مالکانو مخ یې ځانته راواړوه او دوی مجبوره شول چې پخپلو لوبډلو کې يې شامل کړي، چې د هند تجارتي لیګ کې د پنجاب لوبډلې لخوا په څلویښت ملیونه هندۍ کالدارې وپېرل شو، چې له دې وړاندې د بنګلدیش په تجارتي سیالیو کې د رانګپور رائیډرز لوبډلې لخوا هم لوبېدلی دی.

سوکه توپ اچونکی د لوبې په سخت وخت کې توپ اچونه کوي، چې تر دې دمه کامیابه روان دی، او زیاتره وخت یې د سر لوبغاړي سوځولي وي، ښکاره بېلګه یې د کریس ګېل سوځول دي، نومړی د لوبې سر اورونه کوي چې د یو سوکه توپ اچونکي لپاره تر ټولو سخت وخت دی.

دده بریا او په چټکۍ سره پر مخ تللو څخه څرګندیږي چې نوموړی به د راشد خان څخه هم مخکې لاړ شي، او یو شمېر نړیوال ریکارډونه جوړ کړي. راشد خان د غوراوي سیالیو پایلوبه کې تر ټولو چټکې سل ویکټې ترلاسه کړې، چې نړیوال ریکارډ یې پخپل نوم کړ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د