نړۍ

نړیوال اسلامي پوهنتون، لسګونه افغان محصلین فارغ کړل

نن ټکی آسیا: د اسلام آباد د نړیوال اسلامي پوهنتون څخه سږ کال ۴۳ تنه افغان محصلین فارغ شول.

دغو افغان محصلینو په بېلابېلو رشتو کې له تېرو څو کلونو راهیسې زده کړې کولې.

د محصلینو د فراغت په ویاړ  د افغان محصلینو  اتحادیې لخوا ویاړ غونډه جوړه شوې وه چې په لسګونو محصلینو په کې برخه اخیستې وه.

د غونډې برخوالو ته د اتحاديې رئیس محب الرحمن کاموي په وینا کې وویل چې فارغ شوي محصلین له یوې مرحلې ووتل او بلې ته داخل شول چې تر لومړۍ مرحلې سخته او له کړاوونو ډکه ده. دده په وینا دوی باید خپل مسئولیت درک او د هېواد په بیا رغونه کې پراخه ونډه واخلي.

دده په وینا کورنیو مو او په ټوله کې ولس تاسو پورې خورا زیات امیدونو تړلي، دغه امیدونه ددې پر ځای چې خاورې شي،  باید محصلین يې پوره کړي.

دغې غونډې ته د پوهنتون استاد ښاغلی احمد خالد حاتم هم  وربلل شوی و، نوموړي په خپلو لنډو خبرو کې محصلینو ته وویل  چې له ګوندبازۍ او تعصب څخه دې ځانونه وساتي او خپل مسئولیتونو ته دې متوجه شي.

ښاغلې حاتم زیاته کړه « هیڅکله ددې  په طمع نشئ، چې پردي به مو وطن اباد کړي،  خپله کار وکړئ او په خپله خپل کورونو اباد کړئ».

د غونډې په پای کې په فارغ شوو محصلینو ستاینلیکونه او ځينې تحفې وویشل شوې.

په نړیوال اسلامي پوهنتون کې شاوخوا ۱۰۰۰ افغان محصلین او محصلانې زده کړې کوي، ددغه پوهنتون څخه تېر کال ۶۷ افغان محصلین فارغ شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x