د سولې په پلمه د غونډو بیړنی تسلسل د څه لپاره؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

د فرورې د میاشتې په ۲۸ د کابل کنفرانس له دوهمې غونډې وروسته د سولې په پلمه د غونډو یو بیړنی تسلسل پیل شو.

دا تسلسل په اندونیزیا کې د علماوو له متوقعې غونډې رانیولې بیا د تاشکند تر سره شوې او د ازبکستان تر راتلونکې هغې پورې ټولې تر یوه معین شعار لاندې په پرلپسي ډول تر سره شوې.

د کابل کنفرانس تر دوهمې غونډې وروسته چې ولسمشر غني ورکې طالبانو ته د سولې وړاندیزونه وکړل د امریکا په شمول ناټو، د ملګرو ملتونو سازمان او یوشمیر نورو هیوادونو هغه په کلکه تائید کړل.

که په دقیق ډول د دغو شعاري غونډو تسلسل ته وکتل شي نو هغه داسې مهال پیلیږي چې د ټرمپ جنګي ستراتیژۍ چې خواوشا ۷ میاشتې وړاندې یې په افغانستان کې پیل کړی د طالبانو په ځپلو او له منځه وړلو کې ناکامه شوې او د پنټاګون لخوا افغانستان ته د اضافي امریکايي ځواکونو رالیږل هم د امریکايي چارواکو لخوا له تردُد سره مخ شوی.

که څه هم چې امریکایانو د نړیوالې جنګې ټلوالې په مټ په تیرو ۱۷ کلونو کې په افغانستان کې په پوځي لحاظ د بمونو له موره نیولې تر ممنوعه کیمايي وسلو پوري هیڅ هم نه دي سپمولي ، خو کوم پوځي فشار چې یې د ټرمپ د جنګي ستراتیژۍ په پلي کولو کې عملي کړی په تیرو ۱۷ کلونو کې بي ساري دی.

مګر له دې سره سره نه امریکایان او نه هم د هغوي جنګي حلیف ناټو په دې وتوانیدل چې له خپل همدغه ټول زور او شدت سره د طالبانو پوځي فعالیت متأثر کړي.

چې دغه وضعیت هم امریکایان د نړۍ د یوه ځواکمن پوځي قوت په توګه او هم ناټو د یوه تر ټولو مهم پوځي سازمان په حیث نړیوالو ته له برمه لویدلي کمزوري قوت په حیث معرفي کړل.

امریکایان غواړي په هر صورت چې وي له دغې مضیقې څخه ځان وباسي ، هماغه ده چې د دې کار لپاره یې د منځنۍ آسیا په اړونده هیوادونو کې د همدغو غونډو تسلسل پیل کړ چې ښايي تر مسکو او بیجینګ پوري هم وغځیږي.

امریکایان له دغو غونډو څخه اساسا دوه هدفه لري:

لومړی هغوی غواړي په دې سره د مسکو په مقابل کې د هغوی په ګاونډ کې خپل امنیتي او دیپلوماتیک نفوذ تقویه کړي.

او دوهم د دغه تسلسل له لارې غواړي په افغانستان کې د خپلې وروستې جنګي ستراتیژۍ شکست پټ کړي.

چې له همدي امله ویلای شو په کابل او تاشکند کې تر سره شوې غونډې سره له دې چې د غربي تبلیغاتو په مټ یې پراخ نړیوال انعکاس درلود ، اما په عملي لحاظ یواځې په څو کلیشه يي شعارونو کې محدودې وي چې د افغان جګړه ځپلې ولس لپاره یې د سولې د تحقق او جګړې د خاتمې لپاره هيڅ پیغام له ځانه سره نه درلود.