fbpx
russian-foreign-minister-sergei

دفاع وزارت روسیې ته په ځواب کې: د افغانستان جغرافیه مو تر کنټرول لاندي ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ وری، ۱۳۹۷): د افغانستان د دفاع وزارت له لوري د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لافروف هغه وینا رد شوه چې په کښي ویلي وه، طالبان د افغانستان پر نیمايي جغرافیه واک لري.

نوموړي د امریکا له لوري افغانستان ته د اضافي ځواکونو لیږلو او د ټرمپ جنګي ستراتیژۍ ته په اشاره ویلي وه چې د افغانستان شخړه نوره په جګړې نه حل کیږي، باید د جګړې پر ځای پر سیاسي هلو ځلو ټینګار وشي او د طالبانو سره د خبرو له لاري حل را منځته شي.

خو د افغانستان دفاع وزارت په خپل لومړي غبرګون کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر خبرې رد کړي دي او ویاند یې د رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دا څرګندونې بې اساسه او له واقعیته لیري دي.

د دفاع وزارت د «ویاند دفتر سرپرست» محمد رادمنش ازادۍ راډیو ته تېره ورځ وویل: “د افغانستان د خاورې په اړه ګنګوسې او وروستۍ څرګندونې کاملاً ناسمې دي، موږ ښه روحیه لرو او د افغانستان د ټولو دښمنانو پر وړاندې له خپل ظرفیت څخه استفاده کوو، د افغانستان جغرافیه زموږ تر کنټرول لاندې ده”.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په تاشکند کې د ناستې تر پیل مخکې په افغانستان کې د ناپيژاندو الوتکو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې وه او ویلي وه چې ددغو الوتکو په اړه باید تحقیقات وشي چې دا د چا اړوند دي او تور یې پوري کړی وو چې په افغانستان کې له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته وسلوال انتقالوي او هغوی ته وسلې ورکوي.

د روسیې دفاع وزیر سیرګي لافروف دغه خبرې د اوزبکستان په پلازمینه تاشکند کې د افغانستان د سولې اړوند په وروستي کانفرانس کې وکړې.

په دغه کانفرانس کې یو ځل بیا د ګډونوالو هیوادونو له لوري ټینګار شوی چې د افغانانو په نوښت او مشرتوب باید د سولې مذاکرات وشي او نړیواله ټولنه د هغوی څخه ملاتړ وکړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

څومره د شرمه ډکی خبری کوی خپله دوی هم وایی چه د اته زره ټاکنیز بیسونو یواځی څلور زره یی په امن کی دی یعنی نیمایی خاوره د امریکا او نتاو په ملاتړ د غلامی اداری د کنترول لاندی او هغه نوره نیمه برخه د طالبیانو د مستقیم او غیر مستقیم تهدید لاندی ده یعنی څوک زړه نه ښه کوی جه هلته صندوق کیږدی او د صندقو ساتنه وکړه او لا د ووتونو والا هغه صندوقو کی د رایو اچولو جرات وکړی او څوک بی له هغی هم ووتونو ته زړه نه ښه کوی او نه هغه ووتونه چه خلکو… نور لوستل »