افغانستان

طالبان وايي د کندهار پر هوايي ډګر یې برید کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ وری، ۱۳۹۷): طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبر ورکړی چې د کندهار ولایت پر هوايي ډګر یې توغندیز برید کړی چې په وینا یې توغندۍ پر هدف لګېدلي او تلفات یې اړولي دي.

د طالبانو د خبرپاڼې سره سم تېره شپه ناوخته نهه بجې د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ اړوند د خوشاب له سیمې څخه یې د کندهار پر هوايي ډګر توغندیز برید تر سره کړ چې له امله یې تلفات واوښتل.

په خبرپاڼه کې د توغندیو د شمېر او نوعیت په اړه معلومات نه دي ورکول شوي او نه هم په دقیقه د تلفاتو د شمېر یادونه شوې ده.

په همدې خبر کې طالبانو ادعا کړې چې د توغنديو د توغولو وروسته سیمې ته بهرني ځواکونه د ټانګونو سره راغلل، چې د هغوی یو ټانګ له مخکې په پټ شوي ماین وختی او له منځه ولاړ چې له امله یې دلته هم بهرنیانو ته مرګ ژوبله واوښته.

تر اوسه په دې اړه دولتي چارواکو او نه هم د امریکایانو مطبوعاتي دفتر څرګندونې کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x