روغتیا

په افغانستان کې د ایډز ناروغې مخ پر زیاتېدو ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ وری، ۱۳۹۷): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او د روغتیا نړیوال سازمان په خپلو وروستیو شمېرو کې ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۷۵۰۰ کسان د ایډز په ناروغۍ اخته دي او دا ناروغي نوره هم په پراخېدو ده.

ایډز ناروغي چې د نامشروعو جنسي اړیکو، د وینو انتقال او د نشیانو په منځ کې د ککړو پیچکاریو د کارولو له امله په افغانستان کې خپریږي، په اړه یې د افغانستان د عامي روغتیا وزارت وايي چې په تېر کال کې یوازی ۲۵۰ پيښې ثبت شوي دي.

باید وویل شي چې په افغانستان کې عموما په ورته ناروغیو اخته کسان د ټولنیز شرم له امله هم ځان په روغتیايي مراکزو کې نه ثبتوي او همداسي د نشیانو په منځ کې په ایډز د اخته کسانو کره شمېره تر لاسه کول ستونزمن دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تېره ورځ «فرهاد دریا» د ایډز ناروغي سره د مبارزې لپاره د ښه نیت سفیر وټاکه.
نوموړی وعده وکړه چې د دغو ناروغانو او ټولنې تر منځ به د پل په څېر چلند کوي او د ایډز ناروغي د مخنيوي په خاطر به پر پنځه کلني پلان کار کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx