افغانستان

غزني کې د پولیسو دوه مشهور قوماندانان وژل شوي

نن ټکی آسیا: له غزني څخه ورکول شوی خبر وايي، چې د دغه ولایت په آب او مقر ولسوالیو کې د پولیسو دوه تنه مشهور قوماندانان وژل شوي.
په وژل شویو قوماندانانو کې یو یې د مقر ولسوالۍ امنیه قوماندان حاجي محمد او بل د آب بند ولسوالۍ د پولیسو یو مهم قوماندان ښادنام شامل دي.

د مقر امنیه قوماندان حاجي محمد تېره ورځ جغتو ولسوالۍ ته پر لاره و، چې د ملاخېلو په چمبرانو سېمه کې د طالبانو په ځمکني خښ شوي ماین وخوت، چې په ترڅ کې یې پنځه ساتونکو ته پر اوښتې مرګ-ژوبلې سربېره خپله قوماندان ټپي شو.
نوموړي نن سهار وختې د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړه.
حاجي محمد له آره د غزني د ګیلان د شینکۍ سېمې اوسېدونکی او د ملي امنیت د پخواني رئیس اسدالله خالد له باوري او نږدې کسانو څخه و.
له همدې ولایت څخه په یوه بل خبر کې راغلي ،چې د آب بند ولسوالۍ د پولیسو د یوې پوستې قوماندان په یوه موټر سایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکيو توکيو د چاودنې په پایله کې له خپلو شپږو ساتونکو سره ووژل شو.
د ښادنام په نامه وژل شوی قوماندان  چې په ضابط هم مشهور و، د آب بند  ولسوالۍ د چورې کلي اوسېدونکی و او د طالبانو سرسخته مخالف و.
نوموړي د سیمه یېزو وګړو په ځورولو او بندیانولو کې لوی لاس لاره.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دواړو وژل شويو قوماندانانو د وژنې مسؤلیت پر غاړه اخیستی او دوی دواړه یې ظالمان او وحشي کسان بللي.

د غزني د والي ویاند شفیق ننګ د حاجي محمد پر موټر د چاودنې پخلی وکړ ؛ خو د ښادنام په نوم وژل شوي قوماندان په اړه یې تر دې مهاله رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x