
فراه: د دولتي الوتکو په بمبار کې ۳ تنه دیني عالمان وژل شوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ وری، ۱۳۹۷): د افغانستان د دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر سرپرست محمد رادمنشن ویلي چې د لیزري بمونو په واسطه یې د طالبانو یوه مهمه ناسته په نښه کړه چې له امله یې د نوموړي په وینا ډېر شمېر طالبان مړه او ژوبل شول.
نوموړي ویلي چې تر اوسه د وژل شویو کسانو شمېر څرګند نه دی.
بلخوا د طالبانو د ملکي تلفاتو کمیسون یوه مسؤول نن ټکی اسیا ته وویل چې دوی ته په فراه ولایت کې د ملکي تلفاتو خبر رسیدلی او په اړه یې تر دقیقو معلوماتو را ټولو وروسته د رسنیو سره شریکوي.
ویل کیږي چې برید د حضرت عمر فاروق جامع مسجد او جامعې د دستاربندۍ په غونډه کې د ګډون وروسته پر دریو استادانو شوی چې د نیمروز ولایت څخه راغلي وه.
د فراه ولایت یوه خپلواک ژورنالیست عبدالرحمن ژوندي پر خپل فیسبوک پاڼه د یوه بل خبریال اسماعیل صادق په حواله خبر ورکړی چې بمبار د حافظانو د فراغت د غونډې وروسته د استادانو د بیرته ستنېدو پر مهال د هغوی پر موټر شوی چې له امله یې د نوموړي په وینا ۳ کسان وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان دي .
د ژوندي په وینا وژل شوي کسان دیني عالمان او د مدرسې برحاله استادان وه.
په فیسبوک کې د هغوی کسانو نومونه هم یاد شوي چې تېره ورځ یې په بمبار کې ژوند له لاسه ورکړی، چې په هغو کې د مفتي عبدالناصر شهبازي، مولوي قاسم، او حافظ مولوي حامد عزیزي نومونه یاد شوي دي.