د استرالیا کرېکټ تاریخي او ژړغونې پيښه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ وری، ۱۳۹۷ل): یوه اوونۍ وړاندې د استرالیا کرېکټ بورډ په تاریخ کې تر ټولو ژړغونې او د خواشینۍ ډکې پيښې سره مخ شو چې له کبله یې لوبډلمشر او مرستیال له دندې ګوښه کړی شول.

څو ورځې وړاندې د استرالیا او سویلي افریقا تر منځ په ټيسټ لوبه کې د استرالیا لوبډلمشر سټیو سمیت، ډيويډ وارنر او کیمرون بینکروف د توپ خرابولو په تور تقریبا یو کال لپاره له رسمي او غیر رسمي لوبو څخه د بندیز سره مخ شول.

د استرالیا کرېکټ دوه لوبغاړو ډیويډ وارنر او کیمرون بینکروفټ د سویلي افریقا پر وړاندې په کیپ ټاون ښار کې د ټیسټ لوبې په درېیمه ورځ د توپ خرابولو کوښښ وکړ، چې لوبډلمشر سټیو سمیت پر دغه کار د پردې اچولو کوښښ وکړ خو ناکام شو.

په دې تور د استرالیا کرېکټ بورډ لخوا پر سټیو سمیت او ډیويډ وارنر یو-یو کال او کیمرون بینکروفټ باندې د نهه میاشتو بندیز ولګېد، چې درېواړه لوبغاړي وړمه ورځ استرالیا ته ستانه شول.

سټیو سمیت استرالیا ته له رسېدو سره سم د خبریالانو یو شمېر تنقیدونو سر مخ شو، خو وروسته نوموړي په یوه کانفرانس کې خبرې وکړې او د خپلې غلطۍ اعتراف تر څنګ یې د استرالیا مینوالو او کرېکټ بورډ چارواکو څخه په کلکه د بخښنې غوښته وکړه.

نوموړی د خبري کانفرانس ورکولو پر وخت احساساتي شو، په داسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې تللې وویل: «زه د ټولو لوبغاړو، هغو ماشومانو چې له کرېکټ سره مینه لري، په نړۍ کې د کرېکټ مینوالو او د ټول استرالیا هېوادوال چې غوسه او مایوسه دي بخښنه غواړم، زه د لوبډلمشر په حیث ددغې ناوړه کار ټول مسوولیت پر غاړه اخلم، ما ستره غلطي وکړه، دا د مشرتابه او زما د مشرۍ ستره ناکامي ده، زه په هغه درد چې ما استرالیا هېواد ته ورکړ بخښنه غواړم».

نوموړي زیاته کړه، «زه پوهیږم چې زه به په ټول ژوند کې پښیمانه یم، او په دې باوري یم چې د وخت په تېریدو سره زه خپل درناوی او بخښنې بېرته ترلاسه کړم، زه د استرالیا د کرېکټ او لوبډلمشرۍ عزت او قدر کوم، اوسمهال زه په ډېر بد حالت کې یم له تاسو یو ځل بیا بخښنه غواړم».

همدا ډول ډیويډ وارنر هم پخپله غلطۍ له مینوالو او کرېکټ چارواکو بخښنه وغوښته، نوموړي وویل: «زه ددې غلطۍ مسوولیت پر غاړه اخلم، ما چې کوم زیان کرېکټ ته ورساوه پر دې زه له ولس او کرېکټ بورډ چارواکو بخښنه غواړم».

همدا ډول کیمرون بینکروفټ هم په یوه کانفرانس کې زړه ماتونکې خبرې وکړې، او له ټول استرالیا ولس څخه یې بخښنه وغوښته او پخپل کار یې پښیمانتیا ښکاره کړه، نوموړي زیاته کړه، «زه د هغو مات زړونو څخه بخښنه غواړم چې د نړۍ له هر کونج څخه یې له دغې ناوړه عمل سره لیدلی یم، په ځانګړي ډول له کوچنیانو څخه، چې ما یې زړونه خفه او مات کړل او د یو غلط عمل سوچ مې ورکړ، زه ددې پيښې په اړه ویرېدلی وم ځکه مې دروغ وویل».

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د