نړۍ

حزب اسلامي: نړیواله ټولنه دي د ایران د یرغلیز سیاست مخه ونیسي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ وری، ۱۳۹۷): حزب اسلامي افغانستان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سعودي پر پلازمینه ریاض باندي د حوثي ملیشو له لوري توغندیز برید غندلی دی او ددې برید تر شا یې د ایران لاس بللی دی.

باید وویل شي چې پر یمن باندي د سعودي د یرغل درې کاله پوره شول او د څلورم کال د پیل سره سم د یمن پر پلازمینه واکمنو حوثي ملیشو اعلان وکړ چې په سعودي کې يې پوځي هوايي ډګرونه او د شاهي کورنۍ قصرونه په نښه کړي دي.

دغه برید د افغانستان حکومت هم په کلکو ټکو وغندی.

حزب اسلامي ویلي چې «دا یو ثابت واقعیت دی چي ایران ډیر ناولی دریځ غوره کړی، عراق، سوریه، لبنان او یمن ئې د خپلو شومو موخو د ترلاسه کولو لپاره د جګړي په ډګرونو اړولي، نه یوازي دا بلکي اوس ئې هڅه دا ده چي د سعودي عربستان امن هم وننګوي، حوثي ملیشو ته د بالستیکي توغندیو په شمول هر ډول پوځي او لوژیستکي مرستي برابروي، څو هغوی ئې د سعودي پر خاوره د بریدونو لپاره وکاروي چي د دې ډول ناروا او وحشیانه بریدونو یوه بېلګه د روان میلادي کال د مارچ په ۲۵ ماښام د سعودي پر یو شمیر ګڼ میشته سیمو برید دی، چي د څو تنو د شهادت او یا ټپي کېدو لامل شو.».

حزب اسلامي پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د تهران مخه ونیسي تر څو ونه توانیږي چې په اسلامي هیوادونو کې نورې ستونزې را ولاړي کړي او د سعودي امن اخلال او ځمکنۍ بشپړتیا یې وګواښي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

ښاغلی ګلب الدین ډېر وړوکی ؤ او پر کونه څکېدۍ چه د یمن د غیرتی خلګو او آل سعود تر منځ عقیدتی او ارضی شخړی موجودی وی. دجنوبی یمن برخی خصوصاً د عدن بندر د نړۍ د شپږو ستراتژیکی مهمو نقطو څخه شمېرل کیږی او همدارنګه د یمن مځکه سعودی غوندی د غنی منابعو خصوصاً تیلو درلوونکې ده بناً د سعودی مزدور رژیم د نړیوال استعمار خصوصاً انګرېزانو او امریکائیانو په ملاتړ غواړی د یمن د خلګو د آزادی غوښتونکو روحیاتو ملا ورماته کړی چه البته اوس مهال د یمن د جنوبی برخی ؤلس د سعودی او د هغوی د… نور لوستل »

افغان

دا یی هم خیر چه یمن څومره اهمیت لری او یا حوثیان څوک دی بلاخره انسانان دی د خپلواک ژوند تیرولو حق لری متل دی وایی هزاره هم خدا دارد . لمړی سعودی ولی ځانته حق ورکوی چه په زوره د سعودی پاچاهان دی او بیا په یمن د بمبارد او وحشت څه حق لری ، مګر دا چه د امریکا په وندر کی ننوتی امریکا ته هر روا ناروا او هر ناروا روا دی . نو ګلبدین بیا د کوم باغ مولۍ ده ، هماغه کمعقل او شډل ځوی ته چه پلار ویلی وو چه د خواښی خسر کور… نور لوستل »

غوربندِي

په رښتیا چې هم د شهید ملادادالله په قول ګلبدین ډېر سپېره سړی دی، سعودي ته په دا ډول اوتو بوتو ځان ښه نږدې کولای شي خو اخ چې اخواني تړاو یې په اوس وخت کې د سعودي واکمنو لپاره یوه ماشه قدرې د د منلو وای.

مطروح ګلبدین ددې لپاره صحنې ته بیا راګوزار شوی دی چې په فضولي سپېره داعشي کردار سره په افغانستان کې د مذهبي جګړو اور بل کړي.

Zadran

حضرت صاحب ستا خبره کاملا صحی ده.ګلبدین څه موده مخکی سعودی ته تللی وه،لکه چه عربو بیا یو څه نه څه ډالر ورکړی دی،پخوا وختو کی د ګلبدین کسانو شعرونه ورکول چه.جنګ جنګ تا ختم ګلم جم،او بل یی د کابل په دیوالونو باندی لیکلی وه چه.دین به هله دین شی چه کابل د ګلبدین شی،ما پدا شعر باندی نیوکه وکړه،ورته می وویل چه دین څوارلس سوه کاله مخکی مکمل شوی هیڅ څوک تغیرات پکی نشی راوستلی،پدا خبره د ګلبدین کاسانو دومره وډبولم چه یوه میاشت په کت پروت وم،ټولی جامی می د هغوی توپکو په خوله کی څیری څیری… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x