fbpx

د حزب اسلامي یو ځواکمن قومندان د حکمتیار څخه جلا شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ وری، ۱۳۹۷): په بغلان ولایت کې د حزب اسلامي یوې ډلې اعلان وکړ چې نور د حکمتیار تر مشري لاندي نه غواړي فعالیت وکړي.

دغه ډله چې «مجمع اصلاح طلبان حزب اسلامي افغانستان» ځان نوموي، مشري یې «عبدالله نهضت یار» د حزب اسلامي یو ځواکمن قومندان کوي، نوموړي یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې افغانستان ته د را ستنیدو وروسته د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د جهاد د ارمانونو تر لاسه کولو پر ځای نوي پروژې پر مخ وړي چې د هغو له جوملې څخه قومي او ژبنیو تعصباتو ته لمن وهل، مشران له ځانه ګوښه کول، او د شهیدانو کورنۍ هېرول دي.

نهضت یار په اړه ویل کیږي چې په شمالي ولایتونو کې د حزب اسلامي عمومي مسؤول پاتې شوی او د جمعیت اسلامي افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

نوموړي په دې وروستیو کې د ارګ او بلخ تر منځ شخړه کې د عطا نور ملاتړ کړی وو.

باید وویل شي چې د حزب اسلامي څخه د عبدالهادي ارغندیوال ډله هم په دې وروستیو کې جلا شوه او د حزب اسلامي ګوند د رسمیت په اړه ددواړو خواوو تر منځ شخړې رسنیزې شوې.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عارف وردګ
میلمه
عارف وردګ

دا لمړی ځل نه دی چه د حزب څخه رشتونی قوماندانان ، رهبران ، علما او حتی عادی مجاهدین هجرت کوی او نه به یی اخر ځل وی مګر هغه چه د ګلبدین په شان حریص ، پلورل شوی لکه هلال ، ارغندیوال ، غیرت بهیر ، فاروق وردګ خرم ، امین کریم او داسی نور ورسره پاتی شی د هغوی په تګ یا پاتی کیدو د حزب او ګلبدین وزن نه کمیږی او نه زیاتیږی ، ګلبدین اوس د اوبو خږ پاتی چه د نوم له مخی یی حجم زیات مګر د ارزښت له مخی یی صفر ته رسیدلی… نور لوستل »