ټکنالوژي

سعودي عرب د دوه سوه ملیارده ډالرو پر لګښت شمسي بریښنا فعالوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ وری، ۱۳۹۷ل): د راپورونو له مخې سعودي عرب غواړي پخپل هېواد کې د بریښنا اړتیاو پوره کولو لپاره د نړۍ تر ټول ستر شمسي سیستم فعاله کړي.

د بلومبرګ ویبپاڼې یوه راپور له مخې ویل شوي چې سعودي عرب به د سافټ بینک سره په ملګرتیا د ۲۰۰ میلیارده ډالرو څخه په زیات لګښت د ستر شمسي سیستم بجلي فعاله کړي.

دغه پروژه به دوه سوه زره میګاواټه بجلي تولیدوي، چې په یو حساب د ځینو هېوادونو لکه پاکستان، تاجکستان، ایران، بنګلدیش او داسې نورو هېوادونو څخه په لس چنده زیاته بجلي ده، او همدا ډول ددغې هېوادونو څخه یې د بریښنا لګښت ۴ چنده زیات دی.

ددې پروژې موخه ددغې هېواد پر تېلو د تکیې کمول دي، چې په بدل کې به یې له دغې شمسي بریښنا څخه ګټه پورته کوي، شونې ده چې دغه پروژه به ۲۰۳۰م کال پورې سرته ورسیږي.

د سعودي حکومت له تېرې ډېرې مودې راهیسې په مصنوعي بریښنا ټینګار کوي، دوی د تېلو له کمښت سره مخ کېدونکي دي، همدا لامل دی چې ددغې بجلۍ پر ځینو پروژو یې له تېر کال راهیسې کار پېل کړی دی.

تر ۲۰۱۶م کال پورې د سعودي عرب د بریښنا تولید ۷۷ زره میګاواټه وو، چې ټوله بجلي به د طبیعي ګیس او خام تېلو څخه جوړیده، اوس د نړۍ تر ټولو سترې شمسي پروژې سره به ددوی د بریښنا تولید درې چنده لوړ شي.

د سافټ بانک بنسټ ايښودونکي مسایوشي سون ددغې پروژې اعلان د سعودي وليعهد د سلمان زوی محمد سره د امریکې په نیویارک ښار کې د یوې غونډې په ترڅ کې وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد عابد انورزی

له معلوماتو څخه مو مننه د ما وروره جانه. دومره غټې او تولیدي پروژو ته میګا واټ نه استعمالیږي. ګیګا واټ استعمالیږي. یعنی سعودی عرب غواړي تر ۲۰۳۰ کاله پورې ۲۰۰ ګیګا واټه په ظرفیت د لمریزې انرژۍ تختې ولګوی یا یې نصب کړي.
او بل دا چې د بریښنا د تولید اوسنی ظرفیت یې ۷۰ ګیګا واټه ده چې ټول تیل او ګاز مصرفوي.
مننه ښه معلومات ول.
کور مو ودان

Niamatullah Rasooli

سلام
زموگ د پوختتی خود هیس درک معلوم نه شو.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx