نړۍ

عراق: له انبار وروسته «نینوي ولایت» د اسلامي دولت تر ولکې لاندې راغی

نن ټکی آسیا: «عراق او شام کې اسلامي دولت» ددغه هېواد  نینوي ستر ولایت نیولی.

اسلامي دولت تر دې دمخه د انبار ولایت  نیولی و.

په انترنیت کې اسلامي دولت ویډیوګانې او انځورونه خپاره کړي چې دوی د موصل په ښار کې په ازادانه توګه سره تګ راتګ کوي.

دوی سره تور بیرغونه دي، او د خوښۍ له امله د تکبیر نعرې وهي.

په ویډیو کې ښکاریږي چې د نوري المالکي د دولت د پولیسو او پوځ سوځېدلي موټرې د سړک تر غاړې ولاړ وي.  همدا راز د پوځ وژل شوي جسدونه هم په سړکونو پراته دي.

بیړنی حالت

د عراق لومړي وزیر نوري المالکي له پارلمانه غوښتي چې د هېواد په کچه بیړنی حالت اعلان کړي.

عربي رسنیو لیکلي چې نینوي ولایت د نوري المالکي پوځونه او پولیس په بشپړه صفا شوی. یو شمېر والیان د نینوي ولایت د سقوط مسئول نوري المالکي  ګڼي.

مالکي د نینوي ولایت د سقوط وروسته رسنیو سره په خبرو کې ویل  چې دوی ددغه هېواد «خورا مهمه» سیمه د لاسه ورکړې.

ده زیاته کړه چې دوی به ټول هغه کسان مسلح کړي چې د اسلامي دولت په خلاف جګړه کې برخه واخلي. نوموړی وايي «موږ به دعراق یو لویشت خاوره هم ترهګرو ته پرې نه ږدو».

په نینوي ولایت ډلییز برید

بېګا شپه «په عراق او شام کې اسلامي دولت»  سلګونو وسله والو د نینوي ولایت په پوځي قرارګاو بریدونه وکړل، دوی ددغه ولایت مقام، امینتي پوستې، پوځي مرکزونه او هوايي ډګر تر خپل کنترول لاندې راوستل. عراقي رسنۍ وايي چې بریدونه له تېرو ۵ ورځو راهیسې روان وو، چې بېګا شپه يې زور واخېست.

تر برید وروسته دوی خپل ۶۰۰ بندیان چې د نوري المالکي دولت نیولي وو،  خوشې کړل.

امنیتي ځواکونه وايي چې اسلامي دولت د موصل ولایت او اربیل تر منځ پرته «کیاره» نومې سیمه هم نیولې.

  د پارلمان  رئیس اسامه نجیفي تر برید وروسته  رسنیو ته وویل چې نینوي ولایت ددوی د لاسونو وتی. نوموړي زیاته کړه، د وسلو زیرمې، دولتي مرکزونه، زندان او د موصل ولایت هوايي ډګر وروسته له هغې د اسلامي دولت لاسونو ته پریوتې چې ددوی ځواکونه له سیمې وتښتېدل.

ده زیاته کړې  «په نینوي کې ستره فاجعه رامنځته شوې، باید له امنیتي ځواکونو يې پوښتنه وشي، امنیتي ځواکونو په شا شوي او د جنګ له میدانه تښتیدلي دي».

دی وايي چې امنیتي ځواکونو اسلامي دولت ته «تیاره مړۍ» پريښې، دوی مقاومت نه دی کړی، ځکه د عراق ستر ولایت ددوی له لاسونو وځي.

نینوي ولایت چې مرکز يې د موصل ښار دی، د عراق د سترو ولایتونو څخه دی. د انبار ولایت وروسته  دا دوهم ولایت دی چې د عراق او شام اسلامي دولت وسله وال يې نیسي.

نینوي ولایت باندې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د اسلامي دولت ځواکونو «غیر رسمي» حکومت کاوه، خو تېره شپه يې ددغه ولایت ښار او نور دولتي ځایونو نیولو وروسته رسما دغه ښار باندې حکومت پیل کړی.

العربیة عربي وېبپاڼې د «په عراق او شام کې اسلامي دولت» د وسله والو ځینې انځورونه خپاره کړي چې دوی په دغه ولایت کې ګزمې کوي، چې په مننه يې ترې خپروو:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x