fbpx

جهادي ژباړونکي

آصف خواتی

په جهادي تنظیمونو کې ګلبدین حکمتیار او اسمعیل خان هغه څیرې دي چې ځانونه امیران ګڼي. دوی دواړه د هغو تنظیمونو لوړ پوړي پاتې شوي چې بنسټپال شمیرل کیدل او د شوروي د اشغال پر مهال واشنګتن زیاتره مرستې هم همدې تنظیمونو ته ور کولې. سربیره پردې همدې دواړو ډلو هم د جهاد پر مهال او هم د اسلامي انقلاب ! د بري وروسته د یو بل خلاف خونړۍ جګړې پرمخ وړې دي. پدې وروستیو کې نوموړو امیرانو په جلا جلا پیغامونو کې له طالبانو غوښتي دي چې د جګړې پر ځای دګډ حکومت سره د پخلاینې لاره غوره کړي. هیره نشي چې نوموړو د نورو جهادي قوماندانانو په پرتله د طالبانو سره د خونړیو جګړو مخینه هم لري چې پدې جګړو کې یې پر له پسې ماتې خوړلې دي. حکمتیار په خپل وروستي پیغام کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له حکومت سره خبرې پیل کړي او د حکومت څخه یې غوښتي دي چې طالبانو ته په هیواد کې غیر جنګي او د امن سیمې په ګوته او په کابل کې سیاسي دفتر ورته پرانیزي. نوموړی دا ادعا هم کوي چې پدې هکله یې خپله طرحه ولسمشر ته وړاندې کړې، او ولسمشر ددې طرحې د ډیرو مواردو سره همغږي ښودلې، سپینه ماڼۍ او پنټاګون یې هم ارزوي.

اسمعیل خان بیا په دې شرط د طالبانو سره په افغانستان کې د خبرو اترو ټټر وهلی چې حکومت په دغه کار کې ورسره همکاري وکړي. که چیرې دطالبانو په پته د امیرانو پیغامونو ته وکتل شي په هغو کې ګډ خو اصلي ټکی لیدل کیږي چې طالبان ددوه سري حکومت سره دسولې خبرې اترې پیل کړي ، هغه څه چې امریکایان دجګړې اصلي اړخ هم پرې ټینګار کوي او طالبان بیا د حکومت سره خبرو ته زړه نه خوښوي او لامل یې د حکومت بیواکي ګڼي . پدې هکله عجیبه خبره داده چې دواړه امیران ځانونه دننۍ واکمنۍ برخه نه ګڼي ، د سیاسي اپوزیسیون ادعا کوي او حکمتیار اوسنی واکمن حکومت ته مشروعیت هم قایل نه دی. دساري په توګه حکمتیار دنوي کال په څلورمه په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وایي :« د ملي وحدت په نامه حکومت د جګړې اصل اړخ دی، مونږ د دې حکومت سره موافقه نه ده کړې بلکې د نظام سره مو موافقه کړې، زمونږ توافق اوسني حکومت ته د مشروعیت ورکولو په معنی نه دی» حکمتیار دا ډول څرګندونې پداسې حال کې کوي چې دده په وینا دې غیر مشروع حکومت ورته په پلازمیینه کې د شاهانه ژوند شرایط چمتو کړې دي او پوره اولس کاله دده زیات شمیر ګوندي ملګري د طالبانو وروسته نظام برخه جوړوي اودکابینې په شمول لوړ کلیدي ملکي اوپوځي مسئولیتونه لري. پر بله خوا که چیرې داسلامي جمعیت او امیر اسمعیل خان وروستيو اولس کلنو کارنامو ته وکتل شي ، د طالبانو وروسته نظام په جوړولو کې ټاکونکی رول لوبولی دی او همدا اوس اوس همدا ګوند دواکمنۍ په پریکړو کې وروستۍ خبره کوي.

پخپله اسمعیل خان د عبدالرشید دوستم ، کریم خلیلي او قسیم فهیم او نورو په شان دانګلوساکسوني یرغلګرو د پلې ځواکونو د قوماندان په توګه د طالبانو د اسلامي امارت په رانسکورولو او د افغانستان په اشغال کې پریکنده رول درلود، دهرات دوالي او د وزیر په توګه دنده لرله او نن بیا طالبانو ته بلنه ورکوي چې دجګړې څخه لاس په سرشي او د مجاهدینو سره ګډ په هیواد کې داسلامي نظام دټینګښت او د اسلامي شریعت د انفاذپه موخه کار وکړي. دا د دې معنی ورکوي چې اوسنی نظام چې دده تنظیم یې د ملا تیر جوړوي اودی یې دحکومت غړی پاتې شوی دی اسلامي نظام نه ګڼي. داسې فکر کیږي کله چې ښاغلي اسمعیل خان ددې نظام لوړپوړی و ، نظام اسلامي واوکله چې دنظام څخه ګوښه کړل شو نظام غیراسلامي شو. پداسې حال کې چې نوموړی داسلامي جمعیت سره خپل تړاو ساتلی دی اوددې تنظیم دلوړ پوړو څخه شمیرل کیږي.

د دواړو امیرانو د اړونده تنظیمونو له ننیو دریځونو څخه جوتیږي چې هغوی داوسنۍ واکمنۍ غوښینه برخه جوړوي ، خودوی دواړه بیا داپوزیسیون ادعا کوي چې دا ادعا یې د هیواد د ځمکنیو واقعیتونو سره په ټکر کې ده. سربېره پر دې دطالبانو په پته یې د سولې پیغامونه دسپینې ماڼۍ – ارګ د تګلارې کاپي ده ، چې دا پخپله دهغوی تړاو د اوسنی واکمنۍ او د هغه له حامي سره ښيي. د طالبانو په پته دنوموړو دپیغامونو څخه جوتیږي چې زموږ جهادي امیران په افغانستان کې دسولې په باب دواشنګتن دواکمنانو تګلاره تبلیغوي اویا په بله خبره نوموړي دسپینې ماڼۍ د ویاندویانو د ژباړونکو دنده لري . د پاسنیو څرګندونو په پام کې نیولو سره که دافغانستان دجهادي امیرانو ژوند ته ځغلنده کتنه وشي دوی دواړه په ځوانۍ کې دجګړې اتلان تیر شوي دي که څه هم دجګړې په ډګر کې یې د بریاوو په پرتله د ناکامیو تله خورا درنه ده خو دخپلو مسلمانو هیوادوالو د وژنو او د هیواد د ویجاړولو رښتیني اتلان پاتې شوي دي . که نوموړو په ځوانۍ کې خپل ژوند جګړې ته وقف کړی دی ، داسې بریښي چې غواړي د ژوند پاتې برخه دسولې لپاره کار وکړي خو تیروتنه یې بیا هم دا ده چې دا کار د پردیو د ارادې او د هغوی د بشپړ رضایت تر لاسه کولو په موخه کوي چې بیله شکه ځکه کومه اړینه پایله نلري چې د افغانستان په اړه دسپینې ماڼۍ ستراتیژي په زور زیاتۍ او جګړې ډډه لګوي او سوله او پوهاوی پکې ورک دی.

پای

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد عمران پردېس
میلمه
محمد عمران پردېس

د حکمتیار صیب او اسمعیل خان پرتله لږ څه ناشونې ده
چېرته د یار شونډې چيرته غم د دل و جان
چېرته کټي لال او چیرته لال د بدخشان

Zadran
میلمه
Zadran

یو حقیقت باید موږ او تاسو ټول ومنو،هغه دا چه طالیبان د ګلبدین او ربانی د خپل منځنیو جګړو په وخت کی د ایی یس ای په مرسته وزیږیدل،طالیبان باید د ګلبدین ښیګړه ومنی ،طالیبان له زیږدلو ورسته ډیر په سرعت رشد وکړ،دوی شعار ورکوه چه موږ دا داخلی جګړه ورکوو.خو کله یی چه قدرت پلاس ورغی ،نو په قدرت یی خپله خیټه واچوله،نه یی جګړه ورکه کړه او نوره یی ورپسی اضافه کړه،پرویز مشرف یو قادینی احمدی دی منکر د ختم نبوت،بلاخره افغانستان یی په داسی حالاتو ته وراسوه ،چه هر څه یی ورڅخه لوټ او کباړ کړ،طالیبان ،جمعیت،حزباسلامی،خلقیان… نور لوستل »

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

خواتی صاحب ، سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی ! ستاسی له ډیری ښکلی لیکنی مننه او ستاینه کوم ، په رشتیا هم چه الله ج هغه شمیر مجاهدین وازمایل او په الهی ازموینه کی د پوره ناکامی سره تر دی کچی مخامخ شول چه د الهی نظام د تطبق او حاکمیت به ځای د امریکا د دموکراسی او سکولریستی شیطانی نظام سره په ډیره ویاړنه او رقابت وځغاستل او په دغه مسابقه کی یی مخکښی وکړه او نه یواځی خپله طالبانو ته ( کوم چه د الهی نظام د حاکمیت د پاره یی په مالو او ځآنو قربانی ورکړی… نور لوستل »

خواتی
میلمه
خواتی

زه خپل سلامونه هغو درنودوستانوته وړاندې کوم کومو چې زما په ګوډه ماته لیکنه تبصرې کړي دي. ددوی څخه اوپه تیره دمحترم بیانزي صاحب څخه یوه نړۍ مننه چې دنظرداختلاف سره سره یې په ښکلو جملو سره خپل نظریات څرګندکړي دي. محترمودوستانو! زموږ دهیواد روانه اوږده غمیزه خورا پیچلې ده اوپه هغوکې دسترواوناټویي دولتونوسربیره دګاونډیانومستقیم اوغیرمستقیم لاس دی اوکه وویل شي په هغې کې استخباراتي لوبې ځانګړی ځای اورول لري اشتباه به نه وي. لدې امله پدې لوبوپوهیدنه خورا ستونزمنه ده اوهرافغان هغې ته دمختلفوکړکیو ګوري اوپدې ډول دنظراختلاف پیداکیږي. ددرنودوستانودنظریاتو په هکله زما سره ځوابونه شته خوکه هغه په… نور لوستل »