fbpx

د پرلت ګډونوالو ته

نصیب ځدراڼ

ډېر د خوشحالۍ ځای دی چې افغان ولس اوس دومره بیداره شوی چې د سولې لپاره ېي په لاریون او پرلت پیل کړی دی.

په خوست، غزني، لښکر ګاه او کابل کې د افغان پښتنو د ویښتابه داسي فعالیتونه تر سترګو کیږي چې د افغانانو پام يې ځان ته را ګرځولی ده.

طالبانو د لښکرګاه لاریون کونکو ته غبرګون ښودلی او ورته ویلي يې دي چې دوی باید د جګړې ختمولو لپاره د امریکایانو د پوځي مراکزو مخې ته دوامداره لاریونونه وکړي او دولت بیا په غزني کې په مظاهرچیانو ډزې کړي او درې تنه يې ټپیان کړي دي.

د نړۍ په تاریخ کې قومونو جنګونه کړي او بیا له جنګ په تجربې یو څه زده کړي هم وي

یوه بیلګه يې د جاپان ده چې په جنګ کې يې له امریکا ماته وخوړله او له جنګ يې لاس واخیست او د ټیکنالوژۍ میدان ته ېي مخه کړه. جاپان نن د ټیکنالوژۍ په میدان کې د نړۍ دلومړنیو هېوادونو په کتار کې حسابیږي.

له بده مرغه دلته کیسه بل ډؤل ده. اول مو روس مات کړ بیا د ناټو له یرغل سره مخامخ شو. په قلعه جنګي او بیا په ټول هیواد کې يې په طالبانو ډیزي کټر او کلیسټر بمونه استعمال کړل او طالبان په مؤقت ډؤل له ماتې سره مخامخ شول.

خو شپاړس کاله پس اوس د ناټو عسکر په پوځي مرکزنو کې حصار دي او افغان عسکر پهره ورباندي کوي. دوی له ډرون او جیټ الؤتکو له لارې خپل دښمن یانې طالب له منځه وړي. صرف طالب نه قصداً ولسي خلک هم په نښه کوي چې یوه بېلګه ېي د فراه په یوه مدرسه کې د دستار بندۍ په مراسمو بمبار دی چي په ترڅ کې ۳۱ حافظان او علما اکرام په شهادت ورسېدل.

پرون امریکایانو یوه داسې ویډیو نشر کړه چې افغان پوځ په طالبانو د لیزر بم برید کړی.څو ورځې مخکې پولینډ اعلان وکړ چې ۲۰۰ اضافي عسکر به افغانستان ته راولېږي.

دا منم چې د طالبانو په بریدونو کې ولسي وګړي زیانمن شوي او سخت ورباندي دردیګم خو د خدای په خاطر لږ فکر وکړئ چې دا جنګ چا پیل کړئ؟

طالبان امریکي ته ورپسي ورغلي دي که امریکایان زرګونه کیلومتره لري په دوي پسي راغلي دي؟

د بګرام او پلچرخي زندانونه په کومو ځوانانو ډک دي؟

آیا هغوی له شوق نه هلته پراته دی؟

دا هره ورځ چې بمبارونه پرې کیږي او د طالبانو غوښې خلک په کڅوړو کې راټولوي، آیا دوی له تیږو پیدا دي؟
د دوی تر شاه مور پلار او یتیمان نه پاتي کیږي؟

یو ځل له لوګره دمیدان وردګ په طرف روان وم. د سرک سره نږدي په غونډیو تازه قبرونه جوړ ؤ سپین بیرغونه پرې لګیدلي ؤ.

یقین مو وشه زړه مي په دې درد وکړ چې ځوان نسل مو دښونځي، لیسې، مدرسې او پوهنتون پر ځای هدیرو ته روان دی؛ آیا دوی د څه لپاره قربانۍ ورکړي دي؟

اوس طالبان ولي تسلیم شي؟ آیا دوی محاصره دي؟ مرمۍ ورختمې دي؟جنګیالي ورسره ختم شول؟او که ماته ېي خوړلې چې د دومره قربانیو ورسته امریکایانو ته سر ټیټ کړي؟

له امریکایانو به هم تېر شو. افغان دولت ته څنګه تسلیم شي؟ او کوم افغان دولت ته تسلیم شي؟هغه چې د ولسمشر لور (مریم) او زوی (طارق) په امریکا کې عصري ژوند کوي تر اوسه به يې د بمبار او چاودنې څه چې د توپانچې ډز نه وي اوریدلی؟ هغه چې د امنیت درئیس (امر الله صالح) د آسټریلیا د تابعیت عریضه یې رد کیږي؟
هغه دولت ته چې د اجرائیه رئیس (ډاکټر عبدالله) کورنۍ یې په هند کې عصري ژوند کوي او لومړی مرستیال دوستم یې د ایشچې له شرموونکې معاملې وروسته انقرې ته تښتیدلی؟

داسې بې کفایته او د ولس له حاله ناخبره ادارې ته طالبان تسلیم شي؟چې د ځمکې او فضاء واک یې د ناټو په لاس کې دي.چاپې او بمبارۍ هغه کوي او د مذاکراتو اختیار یې افغان دولت ته ورکړی؟

خړ پړ طالب خو که وژل کیږي،که زنداني کیږي،که زخمي کیږي او د غوښو او هډوکو ټوټې یې په خاوره شیندل کیږي همدا وطن یې دی نه د امریکا تابیعت غواړي نه هند او آسټریلیا ته تښتي.

دا شپاړس کاله شهادتونه، زخمونه، زندانونه او دردونه د څه لپاره ؤ؟

خو په اول سر کې به يې د نورو غوندي چوکۍ او مراعات اخیستي وای او مزې به ېي کولی.

نو د پرلت ګډونوالو!

څومره چې تاسې سولې ته ضرورت لرئ تر هغې سل چنده زیات طالب ورته ضرورت لري. طالب له کور بې کوره دی. هر وخت یې مرګ په سر ګرځي. ځیني په زندان کې پراته او ځیني په غرو او لري دښتو کې په اوړي او ژمي کې شپې سبا کوي.

که سوله غواړئ د امریکایانو د سفارت مخې ته پرلت وکړئ،ورته ووایاست چې موږ نور ضرورت نه درته لرو، تاسې په شپاړس کلونو کې نه کوم نړیوال پوهنتون راته جوړ کړ، نه مو داسي روغتون راته جوړ کړ چې زموږ د ولسمشر په شمول جګپوړي چارواکي دلته خپل علاج پکي وکړي، نه مو کومه لویه فابریکه راته جوړه کړه،یواځي مو وسله، باروت او د بمونو مور دلته راوړه او په افغانانو مو وآزمویله.اوس یو ایټم پاتي دي.

نور نو زموږ هېواد راته را پریږدئ، موږ تاسې ته هیڅ ضرورت نه لرو.

avatar
5 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
فرهاد افریدی
میلمه
فرهاد افریدی

وروره لیکنه دی له واقعیتنو دکه ده،خو دا مه هیروه چه طالب مشران هم خپلواکه ندی،د سرو پوزیانو وتل به تورو پنجابیانو ته دعوت ورکول وی،لپاره خواوی طالبان او دا تش په نامه حکومتی مشران خپلواک نه لری،دواره غلامان دی او د افغان ملت درد او غم ورته ارزخت نلری،پردی جگره یی زمونگ خاوری ته راوری،که چیرته طالبان رختیا هم سوله غواری او پردی جگره په افغانستان کی ختمول غواری نو دا امکان په حکومت کی په شاملیدو سره ممکن دی نه په مخالفت کی،مننه

عابد
میلمه
عابد

افریدی صاحب لږ خو یې توضیح کړه څنګه په حکومت کې طالبان شامل سی او جګړه به ختمه سی؟ د جګړې عامل خو د امریکایانو اشغال او د سیکولر تپل دی او د افغانیت او اسلام مسخره کول دی ! بیا به د امریکایان څوک وباسی او یا به یې د خپلو پلیتو هدفونو نه راورګرځوی ؟ مننه لږ که دا موضوع راته توضیح کړی مهربانی به دی وی!

جانان
میلمه
جانان

عابد صاحب ، تاسی ښکلی پوشتنه کړی ( د نښی منځ مو ویشتلی ) مګر له غلطی مرجع څخه .
افریدی صاحب د غنی صاحب ورور دی هماغه کوی او هماغه وایی چه ورته د ویلو او کولو دستور ورکړی شوی افریدی صاحب د غنی صاحب په شان یو مامور دی .
د افریدی په نوم یی مه غره کیږه چه دی په هم د افریدو د پشتنو غیرت په ځان کی لری هغه د کابل د غلامی اداری په ټیم کی غړیتوب لری .

احمد
میلمه
احمد

نصیب ځدراڼ صاحب کور دی ودان دا ډیره ښکلی وینا دی ورته کړی ده پرلت والا ته حقیقت دی ویلی مونږ هم والله چی امن وطن کی غواړو خو د هغو نه چی دمونږ وطن یی نا امنه کړی ځای یی باید وپیژنو هغه ده نصیب ورور یی ښه وضاحت پرلت والاو ته کړی ورشی کفارو ته خپله جولی وغوړوی

Zadran
میلمه
Zadran

نصیب ځدران صاحب.ستا لیکنه می والوسته.یقین وکړه چه سخت خپه په دا شوم.چه څوک د صلح لپاره کار کوی ولی نه تشویق کیږی؟د دی پر لت خلک دواړه خوا ته خیر غواړی،د دی بی ثمره جګړه ختم کیدل غواړی،دا هغه ولس دی چه تاسو غواړی اینده کی په همدا خلکو حکومت وکړی،همدا خلک خپل او د ستاسو خیر هم غواړی،د جنګ څخه ستړی شوی دی،بلکه قتل شوی دی،همدا خلک قتل کیږی او د خپلو ګناه پته هم نه ورته لګیږی.د د همدا ولسی خلکو ی نواښت دی،طالیبان با ید د دنیا نور خلکو ته او مسلمانانو عالمانو ته غیږه پرانیزی… نور لوستل »

احمدی
میلمه
احمدی

یوه ورز می د یوه قند هاری هنر مند له خولی دا سندره واوریدله(نه په روس نه په امریکا اونه په ملا جور سوی. نو وطنه ته به په چا جور سی) په ظاهر کشی خو هسی خبره ده یوه بدله ده ۰ مگر دا چه ولی دا وطن زمکی په دی لو یو لویو زورونو باندیجور نه شوو دا اصلی تکی دی او باید غور ورباندی وشی هر یو چه غواری لیکل پری کولی شی۰ خوا زماپه هان ترهغه پوری جه دپشتنو دود دستور(تیژی او نرخ) ته یی درناوی البته ( لوی اودروند درناوی )نه شوی دا وطن به… نور لوستل »

masoom prince
میلمه
masoom prince

ماشاءالله وروره ډیر شاﺉسته ځواب ده