د پرلت ګډونوالو ته

نصیب ځدراڼ

ډېر د خوشحالۍ ځای دی چې افغان ولس اوس دومره بیداره شوی چې د سولې لپاره ېي په لاریون او پرلت پیل کړی دی.

په خوست، غزني، لښکر ګاه او کابل کې د افغان پښتنو د ویښتابه داسي فعالیتونه تر سترګو کیږي چې د افغانانو پام يې ځان ته را ګرځولی ده.

طالبانو د لښکرګاه لاریون کونکو ته غبرګون ښودلی او ورته ویلي يې دي چې دوی باید د جګړې ختمولو لپاره د امریکایانو د پوځي مراکزو مخې ته دوامداره لاریونونه وکړي او دولت بیا په غزني کې په مظاهرچیانو ډزې کړي او درې تنه يې ټپیان کړي دي.

د نړۍ په تاریخ کې قومونو جنګونه کړي او بیا له جنګ په تجربې یو څه زده کړي هم وي

یوه بیلګه يې د جاپان ده چې په جنګ کې يې له امریکا ماته وخوړله او له جنګ يې لاس واخیست او د ټیکنالوژۍ میدان ته ېي مخه کړه. جاپان نن د ټیکنالوژۍ په میدان کې د نړۍ دلومړنیو هېوادونو په کتار کې حسابیږي.

له بده مرغه دلته کیسه بل ډؤل ده. اول مو روس مات کړ بیا د ناټو له یرغل سره مخامخ شو. په قلعه جنګي او بیا په ټول هیواد کې يې په طالبانو ډیزي کټر او کلیسټر بمونه استعمال کړل او طالبان په مؤقت ډؤل له ماتې سره مخامخ شول.

خو شپاړس کاله پس اوس د ناټو عسکر په پوځي مرکزنو کې حصار دي او افغان عسکر پهره ورباندي کوي. دوی له ډرون او جیټ الؤتکو له لارې خپل دښمن یانې طالب له منځه وړي. صرف طالب نه قصداً ولسي خلک هم په نښه کوي چې یوه بېلګه ېي د فراه په یوه مدرسه کې د دستار بندۍ په مراسمو بمبار دی چي په ترڅ کې ۳۱ حافظان او علما اکرام په شهادت ورسېدل.

پرون امریکایانو یوه داسې ویډیو نشر کړه چې افغان پوځ په طالبانو د لیزر بم برید کړی.څو ورځې مخکې پولینډ اعلان وکړ چې ۲۰۰ اضافي عسکر به افغانستان ته راولېږي.

دا منم چې د طالبانو په بریدونو کې ولسي وګړي زیانمن شوي او سخت ورباندي دردیګم خو د خدای په خاطر لږ فکر وکړئ چې دا جنګ چا پیل کړئ؟

طالبان امریکي ته ورپسي ورغلي دي که امریکایان زرګونه کیلومتره لري په دوي پسي راغلي دي؟

د بګرام او پلچرخي زندانونه په کومو ځوانانو ډک دي؟

آیا هغوی له شوق نه هلته پراته دی؟

دا هره ورځ چې بمبارونه پرې کیږي او د طالبانو غوښې خلک په کڅوړو کې راټولوي، آیا دوی له تیږو پیدا دي؟
د دوی تر شاه مور پلار او یتیمان نه پاتي کیږي؟

یو ځل له لوګره دمیدان وردګ په طرف روان وم. د سرک سره نږدي په غونډیو تازه قبرونه جوړ ؤ سپین بیرغونه پرې لګیدلي ؤ.

یقین مو وشه زړه مي په دې درد وکړ چې ځوان نسل مو دښونځي، لیسې، مدرسې او پوهنتون پر ځای هدیرو ته روان دی؛ آیا دوی د څه لپاره قربانۍ ورکړي دي؟

اوس طالبان ولي تسلیم شي؟ آیا دوی محاصره دي؟ مرمۍ ورختمې دي؟جنګیالي ورسره ختم شول؟او که ماته ېي خوړلې چې د دومره قربانیو ورسته امریکایانو ته سر ټیټ کړي؟

له امریکایانو به هم تېر شو. افغان دولت ته څنګه تسلیم شي؟ او کوم افغان دولت ته تسلیم شي؟هغه چې د ولسمشر لور (مریم) او زوی (طارق) په امریکا کې عصري ژوند کوي تر اوسه به يې د بمبار او چاودنې څه چې د توپانچې ډز نه وي اوریدلی؟ هغه چې د امنیت درئیس (امر الله صالح) د آسټریلیا د تابعیت عریضه یې رد کیږي؟
هغه دولت ته چې د اجرائیه رئیس (ډاکټر عبدالله) کورنۍ یې په هند کې عصري ژوند کوي او لومړی مرستیال دوستم یې د ایشچې له شرموونکې معاملې وروسته انقرې ته تښتیدلی؟

داسې بې کفایته او د ولس له حاله ناخبره ادارې ته طالبان تسلیم شي؟چې د ځمکې او فضاء واک یې د ناټو په لاس کې دي.چاپې او بمبارۍ هغه کوي او د مذاکراتو اختیار یې افغان دولت ته ورکړی؟

خړ پړ طالب خو که وژل کیږي،که زنداني کیږي،که زخمي کیږي او د غوښو او هډوکو ټوټې یې په خاوره شیندل کیږي همدا وطن یې دی نه د امریکا تابیعت غواړي نه هند او آسټریلیا ته تښتي.

دا شپاړس کاله شهادتونه، زخمونه، زندانونه او دردونه د څه لپاره ؤ؟

خو په اول سر کې به يې د نورو غوندي چوکۍ او مراعات اخیستي وای او مزې به ېي کولی.

نو د پرلت ګډونوالو!

څومره چې تاسې سولې ته ضرورت لرئ تر هغې سل چنده زیات طالب ورته ضرورت لري. طالب له کور بې کوره دی. هر وخت یې مرګ په سر ګرځي. ځیني په زندان کې پراته او ځیني په غرو او لري دښتو کې په اوړي او ژمي کې شپې سبا کوي.

که سوله غواړئ د امریکایانو د سفارت مخې ته پرلت وکړئ،ورته ووایاست چې موږ نور ضرورت نه درته لرو، تاسې په شپاړس کلونو کې نه کوم نړیوال پوهنتون راته جوړ کړ، نه مو داسي روغتون راته جوړ کړ چې زموږ د ولسمشر په شمول جګپوړي چارواکي دلته خپل علاج پکي وکړي، نه مو کومه لویه فابریکه راته جوړه کړه،یواځي مو وسله، باروت او د بمونو مور دلته راوړه او په افغانانو مو وآزمویله.اوس یو ایټم پاتي دي.

نور نو زموږ هېواد راته را پریږدئ، موږ تاسې ته هیڅ ضرورت نه لرو.

تبصرې (7)

  • وروره لیکنه دی له واقعیتنو دکه ده،خو دا مه هیروه چه طالب مشران هم خپلواکه ندی،د سرو پوزیانو وتل به تورو پنجابیانو ته دعوت ورکول وی،لپاره خواوی طالبان او دا تش په نامه حکومتی مشران خپلواک نه لری،دواره غلامان دی او د افغان ملت درد او غم ورته ارزخت نلری،پردی جگره یی زمونگ خاوری ته راوری،که چیرته طالبان رختیا هم سوله غواری او پردی جگره په افغانستان کی ختمول غواری نو دا امکان په حکومت کی په شاملیدو سره ممکن دی نه په مخالفت کی،مننه

    • افریدی صاحب لږ خو یې توضیح کړه څنګه په حکومت کې طالبان شامل سی او جګړه به ختمه سی؟ د جګړې عامل خو د امریکایانو اشغال او د سیکولر تپل دی او د افغانیت او اسلام مسخره کول دی ! بیا به د امریکایان څوک وباسی او یا به یې د خپلو پلیتو هدفونو نه راورګرځوی ؟ مننه لږ که دا موضوع راته توضیح کړی مهربانی به دی وی!

      • عابد صاحب ، تاسی ښکلی پوشتنه کړی ( د نښی منځ مو ویشتلی ) مګر له غلطی مرجع څخه .
        افریدی صاحب د غنی صاحب ورور دی هماغه کوی او هماغه وایی چه ورته د ویلو او کولو دستور ورکړی شوی افریدی صاحب د غنی صاحب په شان یو مامور دی .
        د افریدی په نوم یی مه غره کیږه چه دی په هم د افریدو د پشتنو غیرت په ځان کی لری هغه د کابل د غلامی اداری په ټیم کی غړیتوب لری .

  • نصیب ځدراڼ صاحب کور دی ودان دا ډیره ښکلی وینا دی ورته کړی ده پرلت والا ته حقیقت دی ویلی مونږ هم والله چی امن وطن کی غواړو خو د هغو نه چی دمونږ وطن یی نا امنه کړی ځای یی باید وپیژنو هغه ده نصیب ورور یی ښه وضاحت پرلت والاو ته کړی ورشی کفارو ته خپله جولی وغوړوی

  • نصیب ځدران صاحب.ستا لیکنه می والوسته.یقین وکړه چه سخت خپه په دا شوم.چه څوک د صلح لپاره کار کوی ولی نه تشویق کیږی؟د دی پر لت خلک دواړه خوا ته خیر غواړی،د دی بی ثمره جګړه ختم کیدل غواړی،دا هغه ولس دی چه تاسو غواړی اینده کی په همدا خلکو حکومت وکړی،همدا خلک خپل او د ستاسو خیر هم غواړی،د جنګ څخه ستړی شوی دی،بلکه قتل شوی دی،همدا خلک قتل کیږی او د خپلو ګناه پته هم نه ورته لګیږی.د د همدا ولسی خلکو ی نواښت دی،طالیبان با ید د دنیا نور خلکو ته او مسلمانانو عالمانو ته غیږه پرانیزی او د هغوی صلحه غوښتنه ته مثبت ځواب ووایی.فعلا طالیبان د عربو عالمان نه منی،د اندونیزیا عالمان نه منی بینالملل کانفرانسونه نه منی ،د افغانستان بی طرفه خلک او عالمان نه منی،نو زه له تا څخه پوښتنه کوم چه طالیبان بلاخره څوک منی؟او څه غواړی؟د ستا ځواب حتما دا دی چه طالیبان اسلامی نظام او شریعت غواړی، او خارجیانو وتل هم غواړی.نو د دی غوښتنی ته د خبره لپاره کینی،د پاکستان عالمان په پارلیمېنت کی کیناستلی شی ایا دوی په پارلېمېنت کی نه شی کیناستلی؟ملا فضل الرحمن قادیانی،اهمدی،میرزایی،عیسوی ،یهودی د پاکیستان په پارلېمېنت کی منی ،او یو ځای ورسره کینی،ایا افغان طالیب له اشرف غنی سره یو ځای نشی کیناستلی؟بل دا چه په دا جنګ کی امریکایان نه مری،بلکه بی ګناه خلک ور پکی شهیدان کیږی.او طالیبانو جنګ کی امریکایان نه وژنی بلکه بی ګناه خلک په ځانمرګیو کی وژنی.او ښه ثبوت یی دا دی جلال الدین څو کاله هغه امریکایی عسکر له ځان سره وساته.بل دا چه تا د طالیبان د تسلیمی لیکلی.هیڅ چا د طالیبانو څخه تسلیمی غوښتنه نه ده کړی.دولت غواړی طالیبانو سره ډیر په عزت خبری وکړی،خو دوی خبره ته هم نه حاضریږی،د دی څخه معلومیږی چه دا جنګ د طالیبانو د لاس څخه وتلی او د دی جنګ ختم کیدل هم د یی یس ای پلاس کی دی ،د جنګ مشرف شروع کړ،چه پوه ینتریو کی هم ومنله.چه ما طالیبان د دوی له سقوط څخه وورسته بېرته سره منظم او سره ټول کړل.مشرف یو مېرزییی .قادیانی دی،منکر د ختم نبوت ،نو زما پوښتنه د ده چه ایا یو قادیانی دې جهاد فتوا ورکولی شی؟نو پدا پوه شی چه د جنګ د اسلام او کفر جنګ نه بلکه د د دیورند د کرښی جنګ دی.افغنستان چه کله دیورند کر ښه په رسمییت وپیژنی.نو طالیبان به لاس تړلی افغانستان یه پلاس ورکړی،لکه عر ب یی چه امریکا ته وخت په وخت ور تسلېمول البته د څو ډالرو مقابل کی.لیری به نه ځو ،همدا د جلال الدین زوی ډاکتر خان همدا پاکیستان په اسلام اباد کی د نانوایی مخته په مړکړ.بل زوی یی په عربو کی په امریکایانوخرڅ کړ.خلیل د جلال الدین ورور یی په مری کی امریکایانو ته تسلېم کړ،دا ېو څو مثالونه ،هیله مند یم طالیبان خپلو خلکو په درندو سترګه وګوری.دټولو افغانانو بلکه دټولو دنیا د صلح غږ ته لبېک ووایی،او خپلی خبری زر تر زره له دولت سره شروع،او یوه مثبته پای ته سره ورسیږی ،

  • یوه ورز می د یوه قند هاری هنر مند له خولی دا سندره واوریدله(نه په روس نه په امریکا اونه په ملا جور سوی. نو وطنه ته به په چا جور سی) په ظاهر کشی خو هسی خبره ده یوه بدله ده ۰ مگر دا چه ولی دا وطن زمکی په دی لو یو لویو زورونو باندیجور نه شوو دا اصلی تکی دی او باید غور ورباندی وشی هر یو چه غواری لیکل پری کولی شی۰ خوا زماپه هان ترهغه پوری جه دپشتنو دود دستور(تیژی او نرخ) ته یی درناوی البته ( لوی اودروند درناوی )نه شوی دا وطن به نور هم دناوینونه سره مخ وی پشتنودتاریخ په اوژدو کی دود دستور دوینو په بیه ساتلی دی او هیچ وخت یی پردو ته که په هره جامه کی چه ول په خپل کور کی دخپل سریو حق ندی ورکریله عربو تر مغلو امگریزانو روسانو امریکا یانو شکر به هم مات شی خو دا به هغه وقت وی چه پشتو او پشتون والی را ژوندی شی بیا په اطمنان سره ویلی شو دخپل کور اختیار به مو خپل ویلگ لکه غنی خان چی وایی ( په خپل کور کی خپل اختیار جنت دی ۰۰ که دا نه وی که دار وی دار که نار وی نار جنت دی) لنده دا چه تر هغو جی خپل زان شه او نور بد گنو نو ه به هم ریخته ورز رازی دا راغلی سختی هم ‌په دی وجه ده چه مونژ به زان عالم حقدار پوهه اودهر چه اختیار دار باله او په نو رو به مو زه شه ته بد زه مسلمان ته کافر زه پاک ته کنهگار په نامه تیری او تجاوز کاوه او اوس یو بل که کمونست دی که جهادی که طالب که غل سکولر( دخاریجیا نو چپراسی دافغانانو وزیر او واکدار دخاوری اوناموس خرچونکی دا مو په خپله په زان کری ۰ په اخر دا ضرور گنم جه یاداوری وکرم زه د پشثو حرفونه په کمپیتر کی نلرم نو غلطییانی په خپل لوی والی سره را دبخشی په درناوی