نظــر

د تاريخ ستر غل!!! ملي سوداګر که تاريخي غل

ښاغلی محمود کرزی چې ځان یو ملي سوداګرمعرفي کوي، له طلوع تلویزیون سره په یوه مرکه کې وایي چې « زاخېلوال د افغانستان په تاریخ کې یو لوی غل دی». اړ شوم چې پدې برخه کې هغه څه وليکم چې محمودکرزي بېچاره ته نه تر سترګو کيږي.

او غواړي خپل غلا پټه کړي خو ددې کار لپاره نوموړی غواړی غر په پر پټ کړي او ورسره زموږ هغه ملي اشخاص رابدنام کړي چې زموږ اولس پرې حساب کوي. دا هر څه چې ليکم د خپل ايماني مسؤليت له مخې يې ليکم، نه د کوم غرض او مطلب لپاره!!!

ښاغلي محمود کرزي دا هېره کړې ده چې د افغانستان په تاریخ کې تر ټولویه لویه غلا د کابلبانک وه چې نه یوازی ۹۵۰ میلون امریکایې ډالره د خلکو پیسې چور او غلا شوې، بلکې د افغانستان بانکې او مالي سکتورته یې نژدي اوه (۷) ملیارده ډالره اقتصادی خساره ور واووښتله. خدای دې نه کړي چې ښاغلی محمود کرزی او دهغه ملګرو به په دغه لویه تاریخي غلا کې برخه لرله. دا خو زاخېلوال وو چې دا غلا يې وکړه!

 زاخېلوال د افغانستان د هغه ګوته په شمېر سیاستوالو څخه ؤ چې د کابل بانک د دوسیې د تړلو سخت مخالف ؤ او د نوموړي د مخالفت برکت دی چې دغه دوسیه لا تراوسه پرانیستې پاتې ده. دې کار د کابلبانک ټول غله په لړزه کړي دي ځکه خو زاخېلوال یو بد شخص دی او بايد ورته د تاریخ لوی غل وویل شي چې د کابلبانک د غلو پسې يې رڼا رالګولې ده!

د افغانستان په تاریخ کې د محمود کرزي  بله لویه غلا د یوې لپې اوربشو په بیه (وړيا) د غوري سمینټو د فابریکې اخیستل دي چې ورسره یې د کرکر د ډبرو سکرو د راویستو امتیاز هم ترلاسه کړ. محمودکرزي ژمنه کړې وه چې ددغې فابریکې تولیدي ظرفیت به دومره لوړوي چې دافغانستان د سېمنټو د اړتیا لویه برخه به تامین کړي. خو دا کار تر اوسه هم ترسره نه شو. له دې سر بېره د اتوو کالو تر تېرېدو وروسته اوس هم ښاغلی محمود کرزی۲۵۰ میلیونه ډالر د «قرض حسنه» په توګه د افغان دولت پوروړی دی او ورسره يې د افغانستان اقتصاد ته  تر دوه ملیاردو ډالرو زیات تاوان رسولې دې. زاخیلوال لاتراوسه هم د غوري سېمنټو فابریکې او د کرکر معدن د ملکيت اسناد محمود کرزي ته نه دي لاسلیک کړي. نو تر زاخېلوال بل لوی غل پیدا کیدلای شي؟

ښاغلي کرزي په کندهار کې  د ۵،۵ ملیاردو ډالرو په ارزښت نژدې ۵۷۰۰۰ زره جریبه ځمکه چې د دفاع وزارت ملکیت دی د عینو مینې د ښارګوټي په نوم په خپل نوم کړې ده. زاخېلوال ددې پروژې ۷۰ میلیونه ډالر کنګل کړي دي چې د هېواد څخه د پانګې د وتلو او د املاکو د غصب څخه مخنیوی وکړي. آیا د زاخېلوال دغسې ظالمانه کړنې په ورین تندي منل کیدای شي؟

ښاغلي محمود کرزي د دوو دولتي بانکونو (افغان ملي بانک او پښتنې بانک) څخه پنځلس میلیونه ډالر پوروړی دی. دا خو د لمر په څېر روښانه ده چې محمود کرزي یو خوار او غریب شخص دی، نو له مالیې وزارت څخه یې عاجزانه غوښتنه وکړه چې ددغه پیسو نیمایي دې ورته معاف شي او پاتې نیمایي به په پينځه کلن قسط په ډول تحويل کړي. زاخېلوال بیا هم د دغه خوارکي، بېچاره او بېوسه ملي سوداګر دغه عاجزانه غوښتنه ونه منله. نو ځکه زاخېلوال د افغانستان د تاريخ لوی غل دی!

د کابل په بېلا بېلو برخو کې د ځمکو غصب او یو شمیر نورې بې قانونۍ داسې څه دي چې د نوموړي لپاره نه تر سترګو او بايد هيڅ پرې هم ونه ويل شي. بيا هم زاخېلوال غل دي ځکه جريبونه زمکه يې غصب کړې ده او په بې قانونۍ کې لاس لري!

که ددغه پاک او سپيڅلي ملي سوداګر کارنامې راوسپړل شي نو د دغه ملي سوداګر څېره به داسې جوته شوي لکه لمر په اسمان کې. کاش شرم هم يو چا پسې اواز کولای شوای!

 له بل لوري وخت نا وخت حضرت عمز زاخېلوال د بیلابیلو کسانو لخوا په فساد تورن شوی، خو هرځل نوموړي پخپله لویې څارنوالی ته مراجعه کړې ده او د څېړنو غوښتنه یې کړې ده. په ټولو مواردو کې لوی څارنوالۍ دده په بې ګناهۍ قرار صادر کړی دی.

که چېرې محترم محمود کرزی په کور کې يوه ستر قداندام اينه ولري او هغې ته ودريږي او  خپل ځان پکې وګوري او یا له خپلو کاروباري شریکانو سره په محفلونو کې یو ځای شي، نو کیدای شي چې د افغانستان د تاریخ تر ټولو لوی غل وویني.

د افغانستان خلک نه ړانده دي او نه کاڼه، غله هم پیژنې او مله هم. نور د خبرې اوږدولو ته اړتیا نشته چې د تاريخ ستر غل څوک دی!!!

کاش محمود کرزي د ملي سوداګر پر ځای پر ځان د ملي غل نوم ايښی وای نو بيا به اولس دومره نه ځورېده.

سیلاب مومند

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x