ترکیه کې په کتابي شکل نوی کتابتون پرانیستل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰ وری، ۱۳۹۷ل): د ترکیې هېواد په شمال ایالت «کارابوک» کې د کتابونو او مطالعې سره د شوق په خاطر په کتابي شکل نوی کتابتون د خلکو پر مخ پرانیستل شو.

دغه کتابتون ته چې په ځانګړې، نوې، حیرانونکې او ښکلې ودانۍ بڼه ورکول شوې، شپېته زره کتابونه (په هارډ شکل)، او شپږ میلیونه کتابونه په کمپيوټري او یا ډیجیټل شکل شتون لري.

دې کتابتون ته کامل ګولک Kamil gulec نوم ورکول شوی، چې د ترکیې په کارابوک پوهنتون کې جوړ شوی دی.

کتابتون زده کونکو ته د څو ورځو لپاره د کتاب وړلو وړیا اجازه هم ورکوي، په دې کتابتون کې د نورو بېلا بېلو کتابتونونو څخه د کتاب راغوښتلو اسانتیاوې هم شته.

که چیرې زده کونکي ته غوښتل شوی کتاب په لاس نه ورځي نو د کتابتون مدیریت ته خبر ورکوي، چې له هغې وروسته اداره په هیواد کې دننه شاوخوا په ۲۰۰ سترو کتابتونونو کې یاد کتاب لټوي، او په دریو ورځو کې دننه یې ورته رارسوي.

دغه کتابتون د زده کونکو پر مخ څلور ویشت ساعته خلاص وي، او تر دې مهاله ترې څلور نیم لکو زده کونکو ګټه پورته کړې ده.

دغه کتابتون د ښکلې او جلبونکې بڼې درلودلو سره په زرګونو خلک نندارې او کتاب مینوال لوستلو او اخیستلو لپاره ورځي.

د یادونې وړ ده چې د ۱۹۶۴م کال څخه راپدېخوا په ترکیې هېواد کې هر کال د مارچ میاشتې په پای کې د کتابونو ملي اوونۍ لمانځل کیږي، چې په هر ځای کې د خرڅلاو لپاره کتابونه پلورل کیږي، چې د نور وخت په پرتله ارزانه وي.

تبصرې (1)

  • ډیر په زړه پوری ععلومات لری ستاسو سایت ډیر ځینی رازی یم
    خدای ج مو نور هم کامیابه لره