
له لوی کړکیچ وروسته بالاخره د ویسټ انډیز لوبډله اعلان شوه
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰ وری، ۱۳۹۷ل): د پاکستان او ویسټ انډیز ترمنځ د درې شل اوریزو لړۍ په پاکستان کې د یکشنبې په ورځ پېلیدونکې دي چې له لوی کړکیچ او لانجو وروسته نن جمعه ویسټ انډیز خپله لوبډله اعلان کړه.
په پاکستان کې د ویسټ انډيز پر وړاندې د درې شل اوریزو سیالیو لړۍ په کراچۍ ښار کې پېلیدونکې دي چې ویسټ انډيز لوبډلې د ډالرو پر زور هم ونشو کړای مشران لوبغاړي پاکستان کې لوبو ته راضي کړي، چې نن جمعه سهار یې د ځوانو او ناتجربه لوبغاړو په شمول ۱۳ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
د ویسټ انډيز لوبډلې مشر جیسن هولډر خپل کرېکټ بورډ ته په زغرده ویلي وو چې پاکستان ته د لوبو لپاره سفر نشي کولای، همدا ډول نورو مشرانو لوبغاړو لکه کریس ګیل، کرن پولارډ، ډیرن براوو، سنیل ناراین او داسې نورو هم پاکستان ته د خراب امنیتي وضعیت له کبله له سفر کولو انکار کړی و.
د ویسټ انډيز کرېکټ بورډ اجرائیوې مشر په کراچۍ ښار کې د پي ایس ایل پایلوبې سرته رسېدو ته له کتلو وروسته د لوبډلې اعلان وکړ، نوموړي زیاته کړه چې دوی به پاکستان ته د درې شل اوریزو سیالیو لپاره لوبډله پاکستان ته واستوي.
دغه لوبې به د اپریل میاشتې په لومړۍ، دویمه او درېیمه نېټه د کراچۍ په نیشنل لوبغالي کې ترسره کیږي.
اوسمهال په دغه لوبډله کې یوازې مارلن سمیولز، سمیول بدري او دینیش رامدین پخواني لوبغاړي دي، چې له دې پرته نور ټول نوي لوبغاړي شامل شوي، حتی چې ځینې یې لا تر دې دمه د ملي لوبډلې غړي هم نه دي.
د ویسټ انډیز ۱۳ کسیزه لوبډله په لاندې دول ده:
جیسن محمد (لوبډلمشر)، سیمیول بدري، دینیش رامدین، مارلن سمیولز، ریاض ایمریت، آندري فلیچر، آندري میک کارتي، کیمو پال، سیراسیمي پرمال، رومین پاویل، اوډن سمیت، چیډوک والټن او کیسرک ویلیمز شامل دي.
پاکستان څو ورځې وړاندې ددغې سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړې وه، چې دوی هم د زړو پر ځای نویو لوبغاړو ته لومړیتوب ورکړی دی.
د یادونې وړ ده چې په ۲۰۰۹م کال کې پر سرېلنکا لوبډلې په لاهور ښار کې د قاتلانه حملې وروسته په پاکستان کې نړیوالې لوبې ځنډېدلې دي، چې د امنیتي وضعیت سمېدو سره اوس هم لوبغاړي پاکستان ته د سفر لپاره زړه نه ښه کوي.