fbpx

کونړ: د ولایتي او علماو شورا یو یو غړی وژل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰ وری، ۱۳۹۷): د کونړ ولایت د وټه پور ولسوالۍ په شنيګام سیمه کې د یوې چاودنې له امله د ولایتي شورا غړی شاه ولي همت او د علماو شورا غړی مولوي عبدالرحمن وژل شوي دي.

د سیمې څخه عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې برید نن د جمعې په ورځ ماپښین هغه مهال را منځته شو کله چې د ولایتي شورا او علماو شورا وژل شویو غړيو غوښتل په یوه جنازه کې ګډون وکړي.

سرچینه زیاتوي چې چاودنه د یوه سرتیري بریدګر په واسطه را منځته شوه چې له امله یې شاه ولي او مولوي عبدالرحمن ځای پر ځای ووژل شول او ددوی یو تن ساتونکی ټپي شو.

تر اوسه د پيښې مسؤولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

د شاه ولي همت لنډه پيژندنه:

شاه ولي همت د سلطان محمد زوی ، چې په ۱۳۵۳ لمریز کال کې زېږېدلى دى. همت د کونړ د وټه پور ولسوالۍ اوسېدونکی دى. نوموړي تر دوولسم ټولګي د پاکستان باجوړ امام ابوحنیفه نعمان لېسه کې زده کړې کړې دي.

وړاندې له دې چې ولايتي شورا ته بريالى شي کومه رسمي دنده يې نه درلوده. نوموړی له حزب اسلامي سره تړاو لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د