fbpx
بدخشان: د دولت په توپونو نړیدلی کور

وردګو او بدخشان کې دولتي ځواکونو ۳۵ ولسي کورونه ونړول

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰ وری، ۱۳۹۷): افغان ځانګړو ځواکونو په تېرو درې ورځو کې ۳۵ ولسي کورونه له مینځه وړي او لږ تر لږه ۳۳ ملکي افغانان یې وژلي دي.

دولتي ځواکونو د تېرې پنجشنبې په شپه د وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په تنګي دره کې ۵ کورونه په بمونه والوزل او تېره شپه یې د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې ۳۰ کورونه په توپونو وویشتل.

د وردګو ولایت اوسیدونکي وايي چې د تنګي درې په امیرکلا سیمه کې دولتي ځواکونه د شپې د خلکو په کورونو وراوښتي، خلک یې له کورونو لاس تړلي ایستلي، بیا یې کورونه په بمونو ورالوزولي او بیرته یې ورانو او ویجاړو کورونو ته ورپریښي دي.

دغه عملیات تر ناوخته روان وو او دولتي ځواکونو د سهار لمانځه پر مهال په مسجد کې لمونځګذاران په نښه کړل او د امام په ګډون یې ۵ تنه ووژل.

د سیمې یو تن اوسیدونکي کابل نیوز تلویزون ته ویلي:

«د ګهیځ د لمانځه په مهال یې په مسجد ضربې پیل کړی، ټول مخلوق یې تباه کړ، د مظلومانو کورونه یې ړنګ کړل».

یو بل تن خپله کیسه داسې کوي:

«د شپې په دوه بجې خلک راغلل، دروازه یې راوالوزوله، بیا راننوتل د خوبه یې راجګ کړو، لاسونه یې راباندې وتړل، څنګه چې يې د دې ځایه بوتلو، د څټه یې کور راپسې والوزاوه».

نوموړی چې د خپل نړیدلي کور مخې ته ولاړ و، خبریالانو ته وویل:

«اوس مو دغه حال دی، دغه کور مو په غریبۍ جوړ کړی و، ټول یې هوار کړی دی، هیڅ شی نه دي پاتې، حتی دومره شی نشته چې ویې خورو».

یو بل کلیوال چې دولتي ځواکونو یې کور نړولی، وايي:

«مونږ نه طالبان وو نه هیڅ، په دوو بجو باندې راغلل، دروازه یې راوالوزوله، راواوښتل، بې سواله او بې جوابه سترګې يې راباندې وتړلې، وهه، ټکوه، دربوه..».

د وردګ د تنګي درې اوسیدونکو په وینا، دا پيښه په خپل ډول کې لومړنۍ نه ده، بلکې تر دې وړاندې هم څو څو ځله د خلکو کورونه او مسجدونه نړول شوي او کلیوال په خپلو کورونو کې وژل شوي دي.

په یادو عملیاتو کې دولتي ځواکونو ټولټال ۵ کسان ووژل، ۴ یې ټپیان کړل او ۳ یې ژوندي له ځان سره بوتلل.

خو د وردګ والي ویاند (عبدالرحمن منګل) وايي، دا عملیات یې د یو مهم طالب قومندان په کور ترسره کړي.

دولتي ځواکونو په نیمه شپه له کوره لاس تړلی ایستلی، بیا کور په بمونو الوزولی او وروسته یې خوشې کړی

په عین حال کې له بدخشان ولایت څخه هم د دولت لخوا د ۳۰ کورونو د ویجاړیدو او ۲۸ تنو ولسي افغانانو د وژل کیدو راپور ورکړل شوی.

یاد قتلونه او تخریب د هغو دولتي ځواکونو په لاس ترسره شوي چې د طالبانو خلاف عملیاتو کې خپل هدف ته نه وو رسیدلي.

راپورونه وايي چې دولتي ځواکونه سیمې ته د طالبانو خلاف عملیاتو پسې راوتلي وو، خو وروسته تر هغه یې د ولسي خلکو کورونو ته توپونه کش کړل چې عملیات یې طالبانو په شا وتمبول.

په وژل شوو کې ۴ ښځو او ۲ ماشومانو هم ژوند له لاسه ورکړی. په بشري تلفاتو سربېره د خلکو څاروي او مواشي هم له مینځه تللي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې دولتي عسکرو په دې توګه د خپلې ماتې غچ له ولسي وګړي واخیست. که څه هم نوموړی په ټولو عملیاتو کې خپل اړخ ته د تلفاتو د نشتون ډاډ ورکوي، خو دغه کړنه یې «وحشت او جنایت» بللی.

پیښه تېره ورځ د یاد ولایت د جرم ولسوالۍ په آب راغک او فرغامیر سیمو کې رامینځته شوې.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نورالدین
میلمه
نورالدین

الله جل جلاله دی دا دولت پہ خپل غضب اختہ کړ‎ی