نړۍ

شاهد: جګړې او خبرو دواړو ته تيار يو

نن ټکی اسيا: د پاکستاني طالبانو وياند شاهدالله شاهد ويلي، چې تحريک طالبان پاکستان اوس د ۲۰۰۷م کال طالبان نه دي دوی اوس د ۲۰۱۴ غښتلي طالبان دي او دوی اوس د خپلو ټولو بندي ملګرو د خلاصون لپاره هڅې او تياری کوي.

شاهد زياته کړه، چې دوی خبرو او جګړې دواړو ته تيار دي او اوس هم دوی پاکستاني حکومت سره د خبرو اترو لپاره پوره تياری لري. د شاهد په وينا د جګړې اخري نتيجه به هم سوله او مذاکرات وي او امنيت هم له دې لارې راتلای شي.

شاهد و ويل، چې د ۴۵ ورځني اوربند پر مهال ټولو خلکو وليدل، چې له خيبر تر کراچۍ ټول پاکستان کې امن او کراري وه.
تحريک طالبان پاکستان اوس هغه کمزوري خلک نه دي.

 شاهد له نامعلوم ځايه رسنيو سره په خپلو څرګندونو کې و ويل، چې دوی اوس د ۲۰۰۷ طالبان نه دي، بلکې تحريک طالبان پاکستان اوس د ۲۰۱۴م کال پر مخ تللی تحريک دی او دوی سره اوس سترې سياسي سټې، قانونپوهان، قومي مشران او د ژوند له ټولو ډګرونو مهم او د کار خلک ورسره دي او هره پرېکړه د جرګې او شورا په مشوره کوي او د پاکستان حکومت هم اوس نشي کولای، چې دوی سره چل او فريب وکړي.

د اوربند پرمهال حکومت له خپلې وعدې سرغړونه کړې

د يو سوال په ځواب کې ښاغلي شاهد زياته کړه، چې تاسې خپله انصاف وکړئ، چې پاکستاني طالبان خبرو اترو لپاره څومره رښتوني دي، چې د ۴۵ ورځني اوربند پر مهال نه يوازې دا، چې ټول هېواد کې امنيت ټينګ شوی و، بلکې د هغو کسانو مخه يې هم ونيوله، چې غوښتل يې د مذاکراتو لړۍ سبوتاژ کړي او د دې سربېره حکومت د دوی ملګري په جعلي مقابلو او جعلي چاپو کې و وژل او ډېری يې بنديان کړل او د حکومت د دې ټولو سرغړونو سربېره بيا دوی پر خپله وعده کلک ولاړ و.

حکومت پر ولسي وګړو بمبار کوي

د پاکستاني طالبانو وياند زياته کړه، چې پاکستاني پوځيان د جيټ الوتکو په واسطه پر عامو خلکو بمباري کوي او په دغو بمباريو کې تر اوسه يو طالب هم نه دی وژل شوی، ځکه چې دوی په غرونو او سمڅو کې خوندي ځايونه لري او حکومت نشي کولای، چې دوی پورې ور ورسي.

شاهد زياتوي، چې حکومت سره د برابرۍ په توګه مذاکرات غواړي او پر دوی چې، بريدونه کيږي، دوی به يې هم مقابل کې خپلو بريدونو او چاودنو ته دوام ورکوي.

د شاهد په وينا پاکستاني حکومت او استخباراتو د دوی لس زره خواخوږي نيولي او جرم يې يوازې دا ښودل شوی، چې دغه خلک پاکستاني طالبانو سره مينه لري او دوه زره د تحريک طالبان پاکستان غړي ملګري دي، چې د دې ټولو خلاصول د دوی لومړۍ فريضه ده او د دې لپاره يې ښه مناسب پلان هم جوړ کړی دی.

که جګړه پيل شي، دا به د مياشتو او کلونو جګړه نه وي

شاهد ګواښنده خبره وکړه، چې که حکومت د پوځي عملياتو ارمان لري، ودې کړي، خو زموږ جګړه به بيا يوازې په قبايلي سيمو کې نه، بلکې د جګړې اور به ټول پاکستان کې خپور شي او دا جګړه به د څو مياشتو او کلونو نه وي، بلکې دا جګړه به بيا د سوبې او ناکامۍ جګړه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x