
فلسطین: د غزې په لاریون کې ۱۶ کسان مړه او تر ۱۵۰۰ زیات نور ټپيان شوي دي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ وری، ۱۳۹۷): د فلسطین په غزه تړانګه کې فلسطینیانو د اسرائیل پر ضد په یوه لوی لاریون او پاڅون لاس پوري کړی دی چې د راتلونکي میاشتي مئي تر ۱۵ نیټې پوري به ادامه ولري.
لاریون چې تېره ورځ د لسګونو زرو په ګډون پيل شو، تر اوسه د اسرائیلي عسکرو په ډزو په کښي ۱۶ کسان وژل شوي او تر ۱۵۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي.
د بیا «ورستنېدو ستر لاریون» په نامه دغه لاریون د فلسطین د ځمکې د ورځې په مناسبت پیل شوی او ګډونوال یې غواړي چې یو ځل بیا هغو ځمکو ته ور وګرځي کومې چې اسرائیلي پوځیانو په زور ددوی څخه نیولې. او دوی یې له خپلو سیمو څخه شړلي دي.
د ځمکې ورځ:
په کال ۱۹۷۶ کې د مارچ میاشتې پر ۳۰ مه نیټه اسرائیلي عسکرو د ځمکو د غصب پر مهال ۶ فلسطینیان ووژل او په لسګونو یې نور ټپيان کړل، فلسطینیانو دغې ورځې ته د ځمکې ورځ نوم ورکړ او له هغه راهیسي يې هر کال لمانځي، چې تېره ورځ جمعه یې ۴۵مه کلیزه وه.
یوم النکبه:
اوسني لاریونونه چې تېره ورځ جمعه پيل شول، د راتلونکي میاشتي مئي تر ۱۵مې نیټې پوري به ادامه ولري، د مئي ۱۵ مه فلسطینیان د «یوم النکبه» یا تباهۍ د ورځې په نامه سره یادوي.
فلسطینان د تباهۍ ورځ هغه بولي په کومه چې اسرائیلو په کال ۱۹۴۸ کې د مئي میاشتې پر ۱۴مه نیټه خپل د دولت رسمي اعلان وکړ، فلسطینیانو د مئي ۱۵مه نیټه د تباهۍ په ورځ ونوموله، ځکه چې دوی له خپلو ځمکو او خپلو سیمو څخه هجرت ته اړ کړل شول او پر هیواد او ځمکه یې پردیو راغلیو نیواکګرو خپل دولت اعلان کړ. په فلسطین کې هر کال دغه ورځ «یوم النکبه» په ځانګړیو مراسمو سره لمانځل کیږي.
زما د اوسنی نړی د وحشیانو حالاتو د ارزونی له مخی : ټول هغه مسلمانان چه په یو ډول د ډولونو په شهادت رسیږی د شکنجو لاندی او لا له هیوادو له خپلو کورو محبوره شوی په نورو هیوادو کی د ستونزو سره ژوند تیروی لمنانځنه او ستاینه کوم او له الله ج ورته اجرونه غواړم او شهادتونه دی الله ج ور قبول کړی . مګر په مصر او فلسطین کی یی د رهیری دځننیو پالیسیو سره یی توافق نه لرم ، لکه په مصر کی چه د اخوان المسلمین اسلامی ګوند ( بی له شکه چه وخت به وخت… نور لوستل »
دالله جل جلاله لاتعداد رحمتونہ دی پر فلسطین مجاھد اولس وی
خدای ج دی موږ ټولو ته د حق د لیاری د لارویانو او شهیدانو شفاعت راپه برخه کړی.
زه محترم استاذ بیانزی صاحب ته ډېر درناوی لرم خو دې خبری ئې وځورولم چه ګوندی تر یاسر عرفات او محمود عباس یهود شرافت!! لری.
یو یهود هیڅکله تر یو عرب او فلسطینی څه چه حتی تر یو حیوان لا هم شرافت نلری.
البته زه د عرفات او عباس د سازشکارانه سیاستونو طرفدار نه یم.
محترم بیانزی صاحب،دا خو ډیره غټه مبلغه ده.چه داخوانالمسلمین لمر په شان ګته ټولو نړی ته رسیدلی ده،زموږمشران ګلبدین .ربانی.سیاف.دا هم داخوانلمسلمین څخه سرچینه اخلی،او موږ ته یی دومره تود .لمر راوړ چه پنځه میلیونو څخه زیات په کی کباب کړه.او نور به څومره په دا زر درجی تود لمر کی وسوازی،یو الله ج ته یی پته ده.افغان ولس داخوان المسلمین د زر درجی تود لمر څخه کرکه کوی.
غ حضرت صاحب ، ځدران صاحب ! مننه ، نیوکی چه د حسنه اخلاقو سره بدرګه کیږی د اصلاح سبب کیږی . لمړی : دا خبره چه مونږ عرفات او عباس تر یهودانو ښکته شودلی دا زما خبره نه د الله ج خبره ده الله ج فرمایی چه منافقین د جهنم په ښکته یعنی تر ټولو ژوره برخه کی دی یعنی تر کفارو یی هم سزا زیاته ده . دا جلا خبره ده چه د فتنی د مخنیوی د پاره صدر اسلام کی هم د منافقینو جنازه شوی غنیمتو او میراث کی برخه اخستی شی مګر هغوی چه په شعوری… نور لوستل »
محترم استاد بیانزی صاحب السلام علیکم تاسو فرمایلي دي چې د افغانستان د اخوانیانو کړنې د مصر له اخوانیانو سره اړه نلري، خو زه وایم چې لري یې، اخوان المسلمین یو اسلامي سیاسي نړیوال تنظیم دی، عام مرشد لري، د رباني سیاف او کشاف او د ماشوم ګلبدین د انحرافاتو په ګناه کې د مصر اخوانیان یو شان شریک دي ځکه له دې ناولو څخه یې کله هم بېزاري نه ده اعلان کړې!! خو برعکس کله چې د طالبانو حکومت د اخوانیانو په لاس نه بلکه د صلیبیانو په لاس نسکور شو نو د مصر اخواني مرشد یې په اړه… نور لوستل »