افغانستان

کندهار: په چاودنه کې د ملي اردو ۵ سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ وری، ۱۳۹۷): نن د شنبې په ورځ سهار د کندهار په ښار کې د یوې چاودنې له امله د ملي اردو ۲ سرتیري وژل شوي او ۳ تنه نور ټپيان شوي دي.

پېښه نن سهار اوه بجې شاوخوا د کندهار ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې د ښورندام په سیمه کې را منځته شوې.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ضیاء دراني رسنیو ته ویلي چې چاودنه هغه مهال را منځته شوه کله چې د ملي اردو عسکر په تلاشي بوخت وه. د نوموړي په وینا د چاودنې له امله دوه تنه عسکر ټپیان شول.

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه یحیی علوي هم رسنیو ته د پيښې تایید کړی خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
بلخوا یوې امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته منلې چې په چاودنه کې ۲ سرتیري ووژل شول او ۳ تنه یې نور ټپیان شول.

تر اوسه پوري طالبانو ددې پيښې په اړه خبر نه دی ورکړی خو ددې تر مخه یې ویلي وه چې د کندهار ښار په دریمه امنیتي حوزه کې د شین غزي اصحابي په سیمه کې يې د چلغور د پوستې معاون قومندان افضل جان پلهوان په یوه چریکي برید کې وژلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x