
د کندهار په میوند کې یو ځل بیا ملکیانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ وری، ۱۳۹۷): د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د دولتي او بهرني ځواکونو په ګډو عملیاتو کې یو ځل بیا ملکیانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکی اسیا ته په یوې را لیږلې خبرپاڼه کې ویلي چې دولتي او بهرنیو ځواکونو وړمه شپه د میوند ولسوالۍ اړوند د «سره بغل» په سیمه کې چاپه ووهله او تر ۲۴ ساعتونو تېرولو وروسته بیرته له سیمې څخه ووتل.
د نوموړي په وینا په دغو عملیاتو کې ۲۲ تنه عام وګړي چې ښځې او ماشومان هم په کښي دي، وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.
قاري یوسف زیاته کړه چې ګډوځواکونو ۳۲ وسایط، یوه دواخانه او نورو سامانونه سوځولي دي او خلکو ته یې درانه مالي تلفات اړولي دي.
د کندهار امنیه قومندان عبدالرازق رسنیو ته بل ډول معلومات ورکړي دي او ویلي يې دي چې د «سره بغل» په سیمه کې يې د مخالفینو پر مرکزونو عملیات کړي چې په ترڅ کې يې ۴۰ تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د نوموړي په وینا ۳۰ طالبان یې وژلي او ۱۰ تنه یې نور ټپيان کړي دي، همداراز یې یو روغتیايي مرکز تخریب کړي، ۲۶ عرادې موټر سایکل، اته موټر، یو تلیفون او یوه پایه کمپيوټر یې غنیمت کړي دي.
باید وویل شي چې ددې تر مخه هم د «سره بغل» په سیمه کې دولتي ځواکونو د زیات شمیر طالبانو د وژلو خبر ورکړی وو چې طالبانو ملکیان بللي وه.
د تیرې میلادي میاشتې پر لومړۍ نیټه دولتي ځواکونو اعلان وکړ چې د میوند ولسوالۍ په بند تیمور کې يې د عملیاتو پر مهال ۵۰ تنه طالبان وژلي دي، چې طالبانو ټول ملکیان بللي وه ، خو وروسته د حقوق بشر د څار ادارې وویل چې د میوند په عملیاتو کې دولتي ځواکونو تر شل زیات ملکیان په بې رحمۍ سره وژلي دي.
انا لله وانا الیه راجعون ، د غه دولتي پرلتیان باید د غومندان رازک او دهغه د لغړیانو په خلاف پرلت ووهي چې یوځل نه دی دوه نه دي بلکه په بار بار یې ملکي خلک په ډېره بې رحمي سره شهیدان کړي او کړولي او په پټو بندیخانو کې یې ساتلي دي
اجمل صاحب پرلتیانو پرلت دواړه خوا، لپاره او بلکه دجګړه په ضد دی، اوس دوی شهیدان شول ،صبا ته زموږاو دستاسو وار دی،ټول به مرو په په وږی خیټه او په بی جامو بدن،د خپل مرګ علت او ګناه به هیڅ پته راته نوی،موږاو تاسو داسی قوم یوو چه نه پوه اوتکړه مشر نلرو.طالیبان زموږ او تاسو ځانونه مشران ګڼی خو پداسی لاره روان دی چه هیڅ مسیر او هدف یی معلوم ندی،فعلی وخت کی د جګړه هیڅ ضرورت نشته طالیبان باید دصلح سیاست په مخ یوسی،خو دوی هیڅ نه منی،حکومت خو دومر وکړل چه خبره یی د ټوله دنیا… نور لوستل »
ځدران جانه ، بخشنه کوه کشکی طالبان ستا په شان رمی څرونکی چوپانان وی یعنی کم عقله وی ، هغوی د امریکا په مشري ۴۸ هیوادو سره نه یواځی نظامی بلکه د سیاست په ډګر هم جنګیږی هغوی د اسلامی نړی او الهی نظام نمیایندګی کوی ، ځدران صاحب که په سیاست کی پوهه غواړی رمی دی د څه وخت د پاره د ځآن په شان بل ته حواله کړه . د کابل غلامه اداره د طالبانو مقابل کی قرار نه لری هغه اړخ نه بلکه یوه وسیله ده ارخ امریکا ده او طالبان د مقابل اړخ سره مذاکراتو ته… نور لوستل »