نړۍ

وال سټریټ ژورنال: سعودي په افغانستان کې دسولې ماموریت په غاړه اخلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ وری، ۱۳۹۷): امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال په خپل یوه وروستي راپور کې ویلي چې سعودي په افغانستان کې د سوله ییز حل لپاره ماموریت منلو ته امادګې ښودلې ده، او د امریکا د هغې نوي ستراتیژې برخه ګرځېدلی چې غواړي په افغانستان کې اوږدې جګړې ته د پای ټکی کښيږي دي.

د افغانستان د سولې په برخه کې مسؤولو سرچینو ورځپاڼې ته ویلي چې امریکا او افغان حکومت د سعودي څخه دا تمه لري چې طالبان د سولې میز ته په را وستلو قانع کړي او د هر احتمالي تړون لپاره د ضامن په توګه رول ولوبوي.

ورځپاڼې ته چارواکو ویلي چې سعودي په اسلامي نړۍ کې ځانګړی دیني تقدس او د طالبانو سره یې تاریخي اړیکې لرلي دي، ځکه نو د امریکا او افغانستان چارواکې ورته خوشبین دي، خو د ورځپاڼې په وینا کیدای شي سعودي په دغه کار کې د ډیرو خنډونو سره مخ شي.

وال سټریټ ژورنال ویلي چې د امریکا د ملي امنیت دفتر د څلورو هیوادونو په شمول د افغانستان د سولې لپاره نوي هڅې پیل کړي دي چې په هغو کې افغانستان، امریکا، سعودي او متحده عرب امارات شامل دي. او په دې وروستیو کې د مارچ میاشتې پر ۲۳مه نیټه د افغانستان او امریکا د ملي امنیت سلاکارانو حنیف اتمر او مکماسټر د سعودي او اماراتو د امنیتي مسؤولینو سره په دې اړه غونډه هم وکړه.

سرچینه: الجزیره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نورالدین

حجازمقدس بیلہ شکہ دھرمسلمان پہ زړ‎ہ کی تقدس اوعزت لری خو نہ دسعود یہود غلامہ اوسنی بزدل جابران حاکمان

Zadran

نورالدین صاحب.خبره د بیرته واخله او توبه وباسه.دسعودی جید علما دی،او بهتېر د اسمه بن لادن څخه.

جانان

نورالدین جانه ستاسی خبره په ځای ده ، اصلا د سعودی نوم باید سعودی نه وی سعود د یوکس نوم دی څوک په نړی کی حق نه لری چه د زمکی یو کوچنی هیواد په خپل نوم کړی دغه په خپل نوم کول هم د انګریزانو په واسطه ترسره شوی یعنی هماغه سعود له اوله د انګریزانو اچینت وو چه د عثمانی خلافت مقابل کی یی د جزیرنما د نورو پاچاهانو په شان یی تر اوسه د پاچاهی په تخت ساتلی . حالاتو ته چه ګورم همدا به یی اخری پاچا وی ، ځکه خو امریکایانو مخکی له مخکی په… نور لوستل »

Zadran

جانان صاحب ،سعودی حکومت.اوخلکو یی تر اوسه پوری،د خپل زکاتونه تاسو ته دراچول،چه ښه بیلګه یی د مولانا جالا الدین حقانی پاسپورت دی ،چه دسعودی مملکت له خوا ور کړ شوی دی،او دا څلویښت کاله جنګ د دوی په پیسه راون وه،خو تاسو دومره نه شکره یی چه هغوی پسی خبری کوی او د هغوی څخه مخالفت هم کوی،دا ځکه نوره په تاسو پیسه بنده شوه،سعودی اوس پوه شو،چه دا خلک هسی نه په مدینه منوره او منوره او مکه مکرمه کی ځانمرګی بریدونه وکړی،چه دستاسو څخه زیږدیلو بچوڼو داعش دا بریدونه وهم کړل.ټول اسلامی امت یو طرف ته او… نور لوستل »

اسحق

څدران صاحب ! تاسی خپله د خپل ماحول یادونه کړی چه چه د رمو او میږو سره لوی شوی او سرو کار لری اوس هم درته شاباسی وایم چه یو څه سمی یا نیمه سمی خبری هم کوی . مګر زما یوه د وروری خبره هم واوره ، هڅه وکړه چه د څه لیکلو د مخه زیات رښتونی معلومات تر لاسه کړه که نه چوپ پاتی شه له نورو به یی زده کړی که زده یی هم نه کړی دخلکو سره خو به دی دوستی او وروری په ځای پاتی وی یا ستاسی له خوا به چاته د خولی یا… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x