افغانستان

غزني: طالبانو په خو ږياڼو کې یوه پوسته له منځه وړې

د غزني ولایت د خوږیاڼو ولسوالي د غوندي په کلي کې د طالبانو هغه پوسته له منځه وړې، چې درې ورځې تر محاصرې لاندې وه. دغه ولسوالي د غزني د مرکز لویدیځ ته نږدې پرته ده.

طالبان وايي، چې یاده پوسته يې تېره شپه دوولس بجې په بشپړه توګه ونیوه او پکې مېشت پولیس تښتېدلي دي.
د طالبانو له خوا رسنیو ته لېږل شوې خبرپاڼه کاږي: «ياده پوسته د ولسوالۍ مرکز ته په 12 کيلو متره او د غزني ښار ته نژدې پرته ده.
په پوسته کې د جګړې له امله 7 پوليسو خپل ژوند له لاسه ورکړی او 5 نور شديد ټپيان شوي دي.»
دا په داسې حال کې دی، چې پرون هم د غزني په اب بند او مقر ولسوالیو کې د اربکیانو مشهور قومندانان له خپلو څو تنو ملګرو سره ووژل شول.
په غزني کې خوږياڼي ښارته څېرمه ولسوالي ده، د شنونکو په باور د ټاکنو په دې مهمو ورځو کې چې دولتي مسوولین پرلپسې د امن او ډاډ اعلانونه کوي، د خوږياڼو د پوستې له منځه تلل دا معنی لري، چې د غزني مسوولین له ښاره هم د باندې نه شي وتلای.
د غزني په ښار کې د شاميرمېنې اوسېدونکی بازمحمد وايي، چې په راروانو ټاکنو کې به دی د باندې هم راونه وځي. په خبره يې ځکه چې طالبان تر خوږياڼو او خشک راتلی شي، نو په ښار کې به هم ټاکنې  خوندي نه وي.
د هېواد دویم پړاو ټاکنې به راتلونکې شنبه ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x