نړۍ

سوریه: د امریکې او برتانیې یو یو عسکر وژل شوی، پنځه ټپیان دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ وری، ۱۳۹۷): په سوریه کې د یوې چاودنې له امله دوه بهرني عسکر وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.

د امریکا په مشري د ایتلافي ځواکونو عمومي قومندانۍ ویلي چې د تیرې جمعې په شپه په سوریه کې د یوې چاودنې له امله دوه ایتلافي عسکر ووژل شول او ۵ تنه نور ټپیان شول.

د دفاع وزارت یوه چارواکي رسنیو ته ویلي چې په وژل شویو کې یو امریکايي عسکر وو، بلخوا د برتانیې دفاع وزارت هم منلې چې په وژل شویو کې یو برتانوی عسکر هم شامل وو.

چاودنه د سوریې په «منبج» ښار کې شوې چیري چې امریکايي ځواکونه میشت دي.

د الجزیرې د راپور سره سم چاودنه په داسي مهال را منځته کیږي چې د امریکې ولسمشر ټرمپ ویلي، غواړي د سوریې څخه ډېر ژر خپل ځواکونه وباسي.

ویل کیږي چې په منبج ښار کې د امریکا په ملاتړ کردي ځواکونه واکمن دي، کوم چې په دې وروستیو کې د ورته خونړیو چاودنو سره مخ شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x